خدای جانه!
غږ مې اورې؟
خپه کېږې خو به نه چې خدای جان دې وبولم. زموږ ملاصاحب دې الله جل جلاله بولي. هغه دی، هلته په جومات کې پروت دی. وینې یې؟ چت ورباندې لوېدلی، ټوک ټوک دی. په وینو کې پروت دی. نور نو هغه ماشومانو ته سبق نه شي ویلی. ما به پوښتنه کوله چې جل جلاله څه مانا؟ ده به ویل چې خورا لوی. الله پاک خورا ستر ذات دی.
زه نو څه خبر چې ته څومره لوی یې. ملا صاحب ته مې ویل: دومره لوی دی لکه تا؟
ده به خندل: نه، بچۍ. ډېر لوی دی.
– لکه چنار؟
– نه. ته نه پوهېږې. هغه دومره لوی دی چې ته یې تصور هم نه شې کولای.
– نو، د هاغه غره په شان؟
– ډېر لوی، له آسمان او ځمکې له ټولو کایناتو لوی دی.
خو زه دې په لوی والي څه کوم؟ زه دې ځکه خدای جان بولم چې پلار مې «آغا جان» بولم. پلار مې ډېر مهربان دی. ویش، خوارکی. سترګې یې له اوښکو ډکې دي خو ژړلی نه شي. وګوره خدای جانه، آغا جان مې وګوره چې څنګه له نورو مخ اړوي چې څوک یې اوښکې ونه وینې.
ما به په هر کار کې ستا نوم یاداوه. هره ورځ چې جومات راتلم، اول به مې قران شریف په سترګو وموښه، ښکل به مې کړ، بیا مې «بسم الله الرحمن الرحیم» وایه. ملا صاحب راته د کلمې شریفې مانا ښودلې وه: «د هغه الله په نامه چې خورا بخښونکی او ډېر مهربان دی». هر وخت مې چې کلمه ویله، ستا مهرباني رایادېدله، بیا آغا جان رایادېده، بیا مې فکر کاوه چې ته مې د آغا جان غوندې مهربان یې نو په همدې خاطر دې خدای جان بولم.
خیر دی که ته خبرې نه کوې، مه یې کوه. پوهېږم ته هم خبرې نه شې کولای. ستونی دې ډک دی، د آغا جان د ستوني په شان. خامخا به وي. ته خو ډېر مهربان یې، خامخا به دې زړه دردېدلی وي. اخ، څومره ډېر بنده ګان دې په وینو سره دي.
نن چې جومات ته روانه شوم، ډېره خوشحاله وم. نن مې شپاړسمه روژه وه. ملا صاحب راته ویل چې روژه په ماشومانو نه ده فرض. خو ما نیوله ځکه چې روژه تیان ستا خوښېږي. آغا جان په دې خوشحالېده چې زه سبقونه زده کړم. ما به هره ورځ خپل سبقونه پنځه پنځه وارې تکرارول چې ښه مې زده شي او آغا جان راته خوشحاله شي. ته په روژه خوشحالېږې نو تا ته مې روژه نیوله.
خو په یوه شي نه پوهېږم. خدای جانه، ته خو مهربانه یې. څوک چې مهربان وي، خلک نه ژړوي. وګوره، نن څومره خلک ژاړي. مور ته مې وګوره، څه بد حال یې دی. ویښتان شکوي. مخ ته څپېړې ورکوي. وګوره ګاونډۍ ښخه یې لاسونه ټینګوي خو نه کېږي.
خدای جانه! وګوره. په مخ نوکارې لګوي. زه په بړستن کې تاوه ورته پرته یم. هېڅ نه شم کولای. بدن مې ټوک ټوک دی. چپه پښه مې نشته. سینه مې سورۍ سورۍ ده. له هر سوري څخه لا اوس هم وینه راوځي. مخ مې خچ پچ دی. خدای زده چې دوی څنګه وپېژندلم. هو رښتیا نن مې سپین کالي اغوستي وو. نن مې اوله سپاره خلاصوله. دا سپین کالي په همدې خاطر راته اخیستي وو. سهار مې کالي واغوستل، مور په غېږ کې ونیولم، ویې ویل: څومره ښه ښکارېږي، تیاره حج اڼۍ درنه جوړه ده. آغا جان وویل: وبه شي. که خدای کول، درې واړه به یو ځای حج ته لاړ شو. سږ خو نه کېږي، کال ته که خیر و. دنیا نو څه په درد لګېږي.
خدای جانه! ملا صاحب ویل چې ته د هر چا په زړه خبر یې. ته هر څه کولای شې.
ته د هغه سړي په زړه نه وې خبر چې د بمونو ډک موټر یې زموږ د جومات څنګ ته راوست؟ تا نه شو کولای چې د هغه لاسونه مات کړې؟ تا نه شو کولای چې د هغه پښې شلې کړې؟
خدای جانه! ولې دې هغه پرېښود؟ تا باندې خو روژه تیان ګران دي. ولې دې دا دومره روژه تیان په هغه ووژل؟
خدای جانه!
غږ نه کوې؟