د خپلواکۍ د ۹۷ کليزې په مناسبت له ښاغلي عبدالکريم خُرم سره د خوشال بابا فکري بهير د (۱۴۹مې) ځانګړې غونډې راپور

د غونډې عنوان: افغانستان؛ سيمه‌ييزې لوبې او د خپلواکۍ لرليد

غونډه د خوشال بابا فکري بهير د همېشنيو غونډو په تالار کې په ټاکل شوي وخت له غرمې وروسته (۲:۳۰) پیل شوه. ښاغلي حسين خېل بارکزي د قران کريم څو مبارک آیاتونه تلاوت کړل او د حديث شريف ترجمه يې وړاندې کړه. ورپسې د ملي سرود درناوی وشو.

د غونډې د پیل وينا او ښه راغلاست ته د افغان ملي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي او فرهنګي سياسي فعال ډاکټر خوشال روهي را وغوښتل شو. هغه په خپلو خبرو کې د خپلواکۍ د هغه مهال په شرایطو لنډې خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ چې له خپلواکۍ را وروسته له هسکو ټیټو په ډکه لاره له ستونزو او ننګونو سره سره بايد د خپلواکۍ د اتلانو یاد مړاوی نشي او د شهيدانو او غازيانو ياد تل‌پاتې وي.

2ښاغلي خوشال روهي وويل: سمه ده چې له اته دېرشو کلو راهيسې موږ خپله سياسي خپلواکي له لاسه ورکړې ده، خو دا پدې مانا نه ده چې موږ د هغو اتلانو بې سارې کارنامې او سرښندنې هېرې کړو، چې د خپلواکۍ په لاره کې يې کړې دي. د خپلواکۍ نمانځل له يوې خوا د هغو اتلانو د سرښندنو قدرداني ده او له بلې خوا د خپلواکۍ لپاره د مبارزې په لاره کې زموږ يو الهام او يو درس دی، چې څنګه زموږ اتلانو خپلواکي ترلاسه کړه، موږ څنګه له لاسه ورکړه او ولې يې دا اته دېرش کاله بيا نه شو ترلاسه کولای.

ښاغلي روهي د خپلواکۍ د اتلانو روح ته د دوعا تر څنګ د دريو اتلانو نومونه په ځانګړې توګه ياد کړل، چې يو يې د استقلال عالم علامه محمود طرزي دی. ده وويل، چې د علامه محمود طرزي ليکنې او نظريات نه يوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله سيمه کې د خپلواکۍ د غورځنګ لپاره د الهام يوه سرچينه وه. موږ کولای شو، علامه طرزي په افغانستان کې د استعمار ضد فکري ويښتيا سرلاری هم وبولو.

2دويم د استقلال آمر اعليحضرت غازي امان الله خان دی. نوموړي داسې پاچاهي نه غوښته چې د بل تر واک لاندې وي، نو ځکه يې واک ته له رسېدو سره سمدستي خپلواکي اعلان کړه. د ده هوډ او جرئت چې انګرېزي استعمار يې په ګونډو کړ، نه يوازې په سيمه کې، بلکې د نړۍ د ټولو مستعمره هېوادونو لپاره د تشويق لامل شو. غازي امان الله خان يوازې د سياسي خپلواکۍ په حصول اکتفا ونه کړه، بلکې ډېر ژر يې د اقتصادي خپلواکۍ او يوه پیاوړې معاصر نظام جوړولو ملا وتړله، خو له بده مرغه چې دغه هڅه يې نيمګړې پاتې شوه.

درېيم، د استقلال عامل او حافظ اعليحضرت غازي محمد نادرخان دی، چې د ده کارنامې نه يوازې د استقلال په جګړه کې ډېرې ځلانده وې، بلکې تر خپلواکۍ وروسته يې دويم ځل د سقاو د زوی په وجود کې د انګرېزانو يوه بله دسيسه او غير مستقيم تېری شنډ کړ او هېواد يې د جهل او تيارې له غلامۍ څخه وژغوره.

2وروسته ښاغلي خوشال روهي، پدې اړه چې ولې دا اته دېرش کاله له بې سارې قربانيو سربېره موږ د خپلواکۍ په ترلاسه کولو نه بريالي کېږو، لنډې خبرې وکړې او له روانې لوبې سره د مقابلې لپاره يې د نظام د ننه او له نظام څخه بهر د پياوړو ملي بنسټونو پر جوړښت او پر ځانګړي سياسي هنر او تدبير ټينګار وکړ.

ورپسې آغلې ډاکټر توپېکۍ علم د خپلواکۍ په تړاو نظم ولوست. نظم افغان ملت ته هغه ربړې او کړاوونه ورپه يادول چې د خپلواکۍ په ستونزمنه لاره يې منلي او لا يې هم بايد وزغمي.

د غونډې اساسي وينا

د غونډې ځانګړی مېلمه د نوي نظام له پیل راهيسې په تېرو پنځلسو کلونو کې فعال سياسي – فرهنګي او علمي شخصيت عبدالکريم خُرم و. عبدالکريم خُرم د هغه جوت رول او روښانه دريځ له امله چې د ملي ګټو پر وړاندې يې وخت ناوخت نيولی و، دغه راز د هغو تجربو له امله چې د بن په لومړي کنفرانس کې د ګډون له مهاله د دولت په کليدي پوستونو لکه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير او د ولسمشر د دفتر د رئيس په توګه يې درلودلې وې د خوشال بابا فکري بهير لخوا د ملي موضوعاتو د روښانوونکي او په قضایاوو د پوه شخصيت په توګه وينا ته غوره شوی و. خُرم صاحب ته بلنه ورکړل شوه او هغه خپله وينا د تيوري او عملي ليدنو کتنو او شواهدو له مخې تنظيم کړه. خپلې حل لارې، وړانديزونه او سپارښتنې يې په روښانه ټکو کې بيان کړې. دغه راز يې په پای کې په پوره حوصله‌مندۍ له یو ساعت زيات د ګډونوالو پوښتنو ته په پوره جزئياتو ځوابونه وويل.

دولت- ملتونه، ملي ګټې او استعمار

ښاغلي خُرم خپله وينا په دې جملو سره پیل کړه چې: دولت – ملت معاصره اصطلاح ده چې معاصرې پولې او دولتونه يې وزيږول. له همدې سره اوسنۍ ملي ګټې مطرح شوې چې له دغو ګټو دولتونه او ملتونه  هر څه قربانولو ته چمتو کېږي. هغه وويل: له هماغه پیله پياوړو دولتونو د خپلې اړتيا له پوره کولو وروسته د خپلو ګټو د ساتنې لپاره پراختيا غوښتنې او په نورو سلطو ته مخه کړه. دا د استعمار لومړۍ وې چې له نن سره یې توپیر يواځې دا و چې اوس فکر کېږي هغوی په غیرمعقول ډول په نورو سلطه غوښته او اوس معقول او په موجه پلمو ولاړې سلطې ته مخه کېږي.

خُرم د یو شمېر نړيوالو څېړونکو او سياسيونو هغو شکونو ته اشاره وکړه چې په امريکا کې يې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د پېښو په تړاو لري او زياته يې کړه چې کله کله خپله (خُرم صاحب) هم په دې موضوع شکونه ور ولاړېږي او دا پېښه ساختګي ورته ښکاره شي دا ځکه چې د نوي استعمار لپاره د لارې هوارېدل ښکارېدل او هماغه معقول ابزار شول چې په افغانستان کې يې د حضور د پیدا کولو لپاره وکارول.

د امريکا دوه مخی سياست او د نوي نظام کاواکه مراندې

ښاغلي خُرم د نوي نظام په جوړېدو کې د امریکا متحدو ایالتونو د رول او هغه سياست په تړاو په تفصيل خبرې وکړې چې په افغانستان کې يې له لومړي سره تعقيب کړی. هغه وویل: د بېلګې په توګه زه د بن په لومړي کنفرانس کې ګډون‌وال وم. هلته څلور ګروپونو برخه اخيستې وه. خو یو هغه يې چې د افغانستان د شمال ټلواله وه تر ټولو نورو ګروپونو د شمېر له لحاظه هم ډېر و، د واکونو او امتيازاتو له مخې هم ډېر و. ښاغلي خُرم وویل دا ډېری هغه کسان و چې له طالبانو يې ماته خوړلې وه او که دوه يا درې نورې مياشتې په هماغه حالت کې پرې تېرې شوې وای په افغانستان کې به يې هم ځای نه درلود. ښاغلي خُرم وويل په لومړي سر کې ما فکر کاوه چې دا ښايي په دې خاطر د منلو وړ وي چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو د ماتولو لپاره ځمکني ځواک ته اړتيا لري ځکه نو د دوی دا ډول رول طبيعي خبره ده خو وروستيو پېښو او اقداماتو ښودله چې دا نيت کوږ و.

ښاغلي خُرم هغه پېښې په تفصيل سره يادې کړې چې څرنګه په بن کې له ۲۲ ورځو وروسته مشران په انتقالي حکومت سره سلا شول. هغه خاطره يې هم ياده کړه چې هغه له پیر سيداحمد ګيلاني سره ناست و او هغه ورته له بن څخه د شمالي ټلوالې د پلاوي د مشر يونس قانوني د بيا بيا تلفونونو کيسه ورته کړې او ويلي يې دي چې ښاغلي قانوني بيا بيا ورته ټلفونونه کول چې پیر صاحب له دې سره هوکړه وکړي چې قانوني د کورنيو چارو وزير او دغه نور د ټلوالې غړي د انتقالي حکومت په کليدي پوستونو کې ځای پر ځای شي. خُرم صاحب وويل چې پیر صاحب کيسه کوله چې ما داسې فکر کاوه چې امريکا به له هغو شعارونو سره چې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو لپاره يې ورکوي دومره کلیدي واکونه ټلوالې ته نه سپاري او يو ګروپ په ټول هېواد نه مسلطوي، ځکه نو پیر صاحب وايي چې ما هوکړه وکړه خو وروسته مې وليدل چې امريکا قصدا غوښتل چې همداسې وشي.

ښاغلي خُرم کيسه کوله چې د بن کنفرانس پر مهال چې کله د انتقالي حکومت لست خپور شو، د شپې دوه بجې وې، زه هلته د ښاغلي اشرف غني دفتر ته ورغلم (هلته غني موقت يو دفتر هم درلود) او له هغه سره مې دا اندېښنه شريکه کړه چې داسې یو ترکيب، لست او انحصار د اندېښنې وړ دی خو خُرم صاحب وايي چې غني ماته ویل چې دا ډېر سم دی او ته نه پوهېږې.

له افغانستان سره د امریکا سترې جفاوې

دغو ټولو پېښو ښودله چې امريکا قصداً غوښتل چې يو شمېر په غېږ کې ونيسي او بل شمېر محروم کړي، چې په دې کې دوی خپلې ګټې او اهداف درلودل. قصداً ېې د داسې یوې اردو بنسټ اېښودل غوښتل چې په دوی متکي وي، کمزورې وي او په ټوله کې واک په قومونو او ډلګيو کې وېشل شوی وي. دوی په بيارغونه کې هم داسې چارې وکړې چې د سترو او بنسټيزو پروژو پر ځای يې یواځې د ځينو خدماتو لکه مخابراتو په وده تمرکز وکړ. د افغانستان اقتصاد يې همداسې زيان‌منونکی پرېښود او افغانستان يې محتاج هېواد کړ.

ښاغلي خُرم صاحب ټینګار وکړ: بله مهمه موضوع د وسله والو مخالفينو او طالبانو د راپورته کېدو او د هغوی د ملاتړ وه. امريکا د افغانستان د اړتياوو له ليدلو او د پخواني ولسمشر او افغان دولت له بيا بيا غږونو او نيوکو سره سره په دې هم پوهېده چې پاکستان د افغانستان لپاره وسله وال مخالفين روزي او هڅوي. پاکستان دا کار په شدت کاوه او امريکا هم دې چارې ته اجازه ورکوله او په دې ډول طالبان د افغانستان لپاره په یوه ستره ګواښ او وسله وال مخالف ځواک بدل شول.

بل ټکی چې د امریکا ناسم نيت ترې معلومېږي د افغانستان او پاکستان د اړيکو د سمېدو د زمينې له منځه وړل و. امریکا هېڅکله اجازه نه ورکوله چې له پاکستان سره د افغانستان اړيکې ښې شي. عين کار يې په پاکستان کې هم کاوه او اجازه يې نه ورکوله چې له افغانستان سره د هغه هېواد اړيکې ښې شي.

درېیمه موضوع د افغانستان د سولې وه چې امریکا يې په نړولو کې منفي رول ادا کړ. ښاغلي خُرم په ټینګار سره وويل چې هغه مهال د استاد برهان الدين رباني غوره کول د سولې د عالي شورا د مشر په توګه پر ځای او اړتيا وړ اقدام و، ځکه که هغه په دغه سمت کې نه وای نو فکر به کېده چې د افغانستان سوله د يوه قوم د مرورو ډلو پخلا کېدل دي خو د رباني په راتګ سره دا اندېښنه ختمه شوه او ډېره تمه وه چې سوله راشي، خو د استاد رباني په له منځه تګ سره پاکستان او امریکا سولې ته سخت ګوزار ورکړ. په دې سربېره هر اقدام چې د سولې لپاره ترې یو څه تمه کېده د امریکا او پاکستان په ګډه هڅه شنډ شوی. لکه د ملابرادر نيول کېدل چې د امريکا او پاکستان په بشپړ تفاهم ونيول شو او په دې ډول د سولې بهير وننګول شو.

څلورمه موضوع په ډېر مهارت سره په افغانستان کې د پاتې کېدو او اوږدمهال حضور لپاره لارې ګودرې لټول وو. ښاغلي خرم د هغو شواهدو یادونه وکړه چې په دې برخه کې په کندهار او نورو ولايتونو او سيمو کې شته او ليدل شوي وو. ښاغلي خرم وويل امریکا حتی د طالبانو پر مهال د امنيتي تړون غوښتنه کړې وه چې بالاخره يې دا هدف په ډېر مهارت سره پوره کړ او له وړاندې څخه يې د اډو او حضور غمه خوړلې وه.

ښاغلی خُرم په دې اند و چې امریکا په افغانستان کې د اوږدمهال پاتې کېدو هوډ درلود، دا یې هدف و او اوس هم په دغه هدف پسې ده او دا ټول ځکه دي چې امریکا افغانستان او دلته حضور ته اړتيا لري.

د اجرائيه رياست کيسه

ښاغلي خُرم د هغې مخينې او شواهدو خبره وکړه چې امریکا کلونه وړاندې په پخواني ولسمشر فشار راوړی و چې له دریو څېرو، عبدالله عبدالله، غني او خليلزاد څخه یو د اجرائيه رئيس په توګه ومني. خو دا طرحه پنځه کاله وروسته ته وځنډېده او ډاکټر غني په ډېره آسانۍ دا هدف شونی کړ. امریکا همدا غوښتل چې په افغانستان کې خپل منځني شخړې وي او اختلافونه شته وي. اوس ګورو چې افغانستان له بل هر وخت څخه ډېر کمزوری دی. ځکه ورته رنګارنګ وړانديزونه هم کېږي. ښاغلي خُرم ټینګار وکړ چې په سياسي موضوعاتو کې د ښکېل چا په توګه شاهد و چې هغه ډول چې ويل کېدل په ټاکنو کې ستونزه نه وه، قصدا داسې کېدل.

حل لارې

ښاغلي خُرم په خپلو خبرو کې په دې هم بحث وکړ چې اوس نه د بيړنيو ټاکنو ترسره کېدل د حل لاره ده او نه هم د اوسني حکومت اصلاح.

هغه ټینګار وکړ، هغه څه چې ملت پرې پوه دی خو نخبه ګان اوسياسيون بايد ځان پرې پوه کړي هغه د ستونزو اصلي علت دی. دا اصلي علت د امریکا حضور دی. موږ نوی شکل مستعمره یو. نو واقعي حل یواځې او یواځې د اشغال ختمېدل دي.

ښاغلي خُرم وویل په کلياتو کې د نه تاوتريخوالي مبارزه ښه لاره ده. ځکه چې مسلحانه مبارزه د امریکا لخوا په ټولو جبهو او برخو کې انحصار ده. له بلې خوا موږ د وسله والې مبارزې او جهاد پوره تجربې لرو او ټول واقعيتونه او تحليلونه دا ښئي چې د نه تاوتريخوالي له لارې مبارزه اړتيا او اغېزناکه ده. دې ټولو موضوعاتو ته په پام سره له اشغال څخه خلاصون، علمي، سياسي او د نه تاوتريخوالي پر بنسټ ولاړه حل لاره غواړي.

په دوديزو جرګو د تکيې په برخه کې ښاغلي خُرم وويل چې دا جرګې له دې امله چې زموږ په پرېکړو کې د بهرني نفوذ تر ډېره بريده مخه نيسي ښه لاره ده او سپارښتنه يې وکړه چې دغه دود ته بايد د پرېکړه کوونکي او پاليسي جوړونکي هدف په سترګه وکتل شي.

پوښتنې او ځوابونه

د غونډې بله برخه پوښتنو او ځوابونو ته ګوښې شوې وه. د اکبرجان پولاد، حاجي مشتاق رحیم او اېمل ساپي پوښتنې تر ډېره په اغېزناکه حل لاره څرخېدې. چې خُرم صاحب په دې تړاو په ډېرو جزئياتو په دې تړاو خبرې وکړې او معلومات يې ورکړل.

له ښاغلي خُرم څخه تېرو وختونو کې په مدني ټولنه د هغه د نظر په اړه هم پوښتنه وشوه، ښاغلي خُرم په دې تړاو وويل: هغه مهال د طالبانو واکمني وه، هغه رژیم ولس سخت تر فشار لاندې نیولی و، په هغه مهال کې په حل لارو کې غوره حل لاره هغه وه چې په اغېزناک ډول د طالبانو تر سخت رژیم لاندې وکولای شي له ولس څخه فشار پورته کړي او دا چې مدني ټولنه غيرسیاسي حرکتونه و او کولای يې شو معقول او نه دفعه کېدونکی فشار په رژیم واچوي معقوله لاره وه او د ټولنې د بيدار وجدان په توګه يې په ټولنه کې بدلون ته لاره هوارولای شوه.

ښاغلي خُرم د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د امریکا په حضور کې یو شمېر ډلې ډېرې منسجمې، پرمختللې، بډایې او د واک د انحصار خاوندې شوې خو یو شمېر نه شوې وويل: هغوی هغه ټیټ او پست کارونه چې موږ یې نشو کولای کولای شي، دا هغه څه دي چې د استعمار له ګټو سره غوټه وي، ځکه نو هغه ډول د ودې زمينه چې د استعمار عاملينو ته برابره وي ټولو ته نه برابرېږي.

د پوښتنو په جريان کې دا پوښتنې هم وشوې چې هغه مهال بايد تاسو (خُرم صاحب) یو شمېر لابي ګرۍ کړې وای، یو شمېر حتی دا هم وويل چې یو څه بې غیرتي بايد شوې وای تر څو لوړې ګټې تر لاسه شوې وای خو ښاغلي خُرم ټینګار وکړ چې له هر څه وړاندې خالصانه او پاکه حکومتولي او سياسي مبارزه په کار ده او په دې تړاو چې بې غیرتي به وکولای شي موږ ته ګټه ورسوي ځکه ګټه نه روسي چې کله د ګټو ټکر د درز او زموږ د ګټو د له لاسه تللو لامل وي بيا نو په یو شمېر ارزښتونو زموږ د پښو اېښودل هم له موږ سره مرسته نشي کولای چې هغه ګټې خوندي کړو.

د ښاغلي خُرم په خبرو کې ډېر داسې ټکي و چې د افغانستان په روانو حالاتو، سيمه‌ييزو لوبو او خپلواکۍ ته په ورپېښو ننګونو يې هر اړخيزه رڼا اچولای شوه. هغه خبرې چې له داسې یوه شخصيت څخه يې تمه کېده په ډېر اخلاص او جزئياتو يې له ګډونوالو سره شريکې کړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي خُرم ته هغه کتاب چې د شرق الهند د کمپنۍ او افغانستان د هغه مهال د اړيکو په تړاو ليکل شوی و او د غونډې له موضوع سره یې تړاو درلود ډالۍ شو.

په پای کې د یحیی جدي او نزاکت جدي؛ هغو ځوانانو قدرونه وشوه چې په خپلو همېشنیو هڅو او اقداماتو ځوان نسل ته د اګاهانه مبارزې لپاره زړه ورکوي، او د هغوی په زيار هغه چمتو شوی کېک هم پرې شو چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷ مې کليزې په وياړ چمتو شوی و. د دغو مراسمو لپاره د افغان ملي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړی او د علومو اکاډمۍ د فرهنګي او بهرنيو اړيکو رئيس استاد بخت محمد بختيار، د افغان ملي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي ډاکټر خوشال روهي، د افغان ملي غورځنګ د خويندو د څانګې غړې او تکړه او مبارزې پېغلې نزاکت جدي ته بلنه ورکړل شوه چې له ځانګړي مېلمه ښاغلي خُرم سره یو ځای دا کېک پرې کړي.

په پای کې د افغان ملي غورځنګ د رهبرۍ شورا د غړي او د علومو اکاډمۍ د غړي اکبرجان پولاد څخه هیله وشوه چې دعا وکړي او د مازدیګرنۍ په خوړلو سره غونډه پای ته ورسېده.

One thought on “له خرم صاحب سره د خوشال بابا فکري بهير ځانګړې ناسته”
  1. له خرم نه نوره تمه نه کیږي، چندان د تورې بنګړی نه دی،‌ یوازې دومره دې وکړي چې لیکنې دې په پاړسي نه بلکه په خپله ژبه پښتو وکړي او بس.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *