د تاند ویبپاڼې درنو کارکوونکو او ډاکتر صیب تصمیم ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم، زه ستاسې د ویبپاڼې یو دایمي لوستونکی یم ستاسې په حقیقت ولاړې خپرونې مې ډیرې خوښیږي خدای د وکړي چې د مظلوم اولس لپاره نور هم خدمت وکړئ او خدای د نور هم توفیق درکړي

څه موده وړاندې مې ستاسې په پاڼه د ډاکتر صیب مشوره ولوسته چې د عابد ورور په ځواب کې یې کړې وه، زه هم کټ مټ همدا رواني مشکل لرم چې د خلکو په مخ کې خبرې نه شم کولای او تاسو ته ښه معلومه ده چې خندا د ژوند مالګه ده او په موسکا سره زړونه خپلیږي او انډیوالان او ملګري زیاتیږي خو زه د خلکو په وړاندې نه شم خندلي خصوصاً د هغه چا په مخ کې چې مقام یې زما نه لوړ وي، تر دې چې د خپل د دفتر د رئیس په وړاندې هیڅ خندلی نه شم او تاسو ته معلومه ده چې انسان چې د خپلو خبرو سره یوه اندازه موسکا ولري په مقابل طرف ښه اغیزه پرې باسي خو زه دا کار نه شم کولای، او د نورو خلکو په وړاندې هم نه شم موسکلی او ملګري نه شم پیدا کولای چې دا ستونزه تل ما ځوروي، ستاسې نیکو مشورو ته سترګې په لار یم

مننه تل تاند او ودان اوسئ

احمدزی

 احمدزي ته د ارواپوه سمون تصمیم ځواب

ګرانه وروره،
ډیرکله د ټولنیزو اړیکو ساتل ستونزمن ثابتیدای شي. خو دا په دې معنی نه ده چې د حل لاره ونه لري. په ټولنیزو اړیکو کې ستونزه اکثراً انسان سره د روانی نا امنۍ، او دټولنی د لوړو توقعاتو د پوره کولو په هڅه کې د ناکامیدو له ډاره څخه منځ ته راځي.
ددی لپاره چې دا ستونزه مو په ژوند کې د پرمختګ مخنیوی ونکړي لمړی باید د خپلو رواني ناامنیو منشه پیداکړئ. رواني نا امني د انسان پر ځان باور نه لرل او داسې فکر کول چې ګواکې شخص تر نورو ناتوان دی او نه شي کولای سالم رقابت کې ګډون وګړي دي.
ستاسې د ستونزې د حل لپاره دا لاندې وړاندیزونه درته لرم:
هغه افکار چې د رواني نا امنۍ لامل ګرځي پیدا کړئ: کله کله مونږ دومره د خپلو منفي افکارو سره عادت شو چې دغو افکارو ته نه متوجه کیږو، لمړی باید خپلو عاداتو ته ځیر شو او منفي اړخونه ېي وڅیړو او بیا د دې افکارو په بدلون کې هڅه وکړو.
د ځان څخه وپوښتئ، آیا تاسې داسې فکر کوئ چې تاسي د نورو سره د سالم رقابت وړتیا نه لری؟ او یا مو کله داسې فکر کړی چې تاسی دوستان خوشحاله نه شی ساتلی؟
داسي نوری ډېرې پوښتنې شته چې تاسو ېي باید د خپلې ستونزی په نظر کې نیولو سره د ځان څخه وکړئ او ځواب ېي پیدا کړئ ځکه ترڅو چې د داسي پوښتنو ځواب پیدا نه کړئ د ستونزې حل به مو ګران وي.
خپلو منفي افکارو ته بدلون ورکړئ: د خپلو منفي افکارو د څیړلو نه وروسته باید داسی افکارو ته بدلون ورکړئ. تاسې کولای شی بدلون په لاندی مرحلو کې رامنځ ته کړئ.
–       لمړی باید په ذهن کې د منفي فکر موجودیت ته توجه وکړئ او د ځان سره ېي په هغه افکارو کې وشمیرئ چې بدلون ته اړتیا لري.
–       د منفي جملاتو د استعمال نه ډډه وکړئ او خبرو ته مو مثبت شکل ورکړئ. د بیلکې په توګه د دې پر ځای چې وواېئ چې تاسی خندا نه شئ کولای کیدای شي چې وواېي تاسی به کوښښ وکړئ ترڅو لاډیر بشاش او خوشحاله وښکاریږئ.
–       د هر منفي فکر لپاره دری مثبت بدیلونه وټاکئ.
خپل ځان د نورو سره مه مقایسه کوئ: اکثراً مونږ خپلې ناکامۍ د نورو د کامیابیو سره مقایسه کوو، او د خپل ژوند منفي جزئيات د نورو د مثبتو جزئياتو سره مقایسه کوو چې دا کار د مأیوسۍ او ناامیدۍ سبب کرځي. کوښښ وکړئ ترڅو د داسی مقایسو څخه ځان وژغورئ.
تاسې د نورو د توجه مرکز نه یاست: داسې فکر کول چې تاسی ګواکې د ټولو خلکو د توجه مرکز یاست ددی باعث ګرځي چې ستاسې د اعتماد کچه راټیټه کړي. حتی که څوک تاسې ته متوجه هم وي نو د څو ساعتو نه وروسته به ېي هیر شي.

په دی هیله چې تاسی سره مو څه مرسته کړی وي.
مننه.

3 thoughts on “له خلکو شرم/ د ارواپوه سمون تصمیم ځواب”
  1. په سلامونو مو لمانځم !ه
    محترمه ایا کولای شم چی د داکټر صاحب کلینک ته ورشم او مشوره ورسره وکړم ځما د یو ملګرمشکل ډیر دی عواړم د نزدی نه ور سره اوګورم.که د کلینک ادرس یی را ته په ایمیل کښی رواستوی .
    مننه

  2. د تاند ادارې ته،
    د طبي او اروایي خدمتونو د وړاندې کولو له امله له تاسو او ښاغلي ډاکټر صیب څخه مننه. یو وړاندیز لرم؛ د پوښتنې او ځواب دا فارمټ ښه نه دی، هغه پخوانی سوال او ځواب ښه معلومېد. ګورئ دلته عنوان وایي له خلکو شرم/ د ارواپوه سمون تصمیم ځواب) بیا پوښتونکی پوښتنه وړاندې کوي او تر هغه وروسته بیا لولو چې ( احمدزي ته د ارواپوه سمون تصمیم ځواب). دا چې دا یوه علمي برخه ده او کیدای شي چې له دې څخه په ښه بڼه وړاندې شي هیله ده چې پام ورته وکړئ.

  3. سلامونه مى ومنى
    داکترصاحب ستاسى ادرس ته ضرورت لرم ترڅوله نيږدى درسره خپل مشکل شريک کړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *