اصف بهاند
د اسحاق ننګیال یادونو مې پرون (۰۷/۱۰/۲۰۱۹) د زړه پر بڼ لکه شوخ باد له شنه سهاره تر زېړي مازدیگر پورې حملې کولې او د زړه د بڼ له زیړو او شنو پاڼو سره مې لوبېدل، ما هم مازدیگر مهال دغه څو لنډې کرښې د ده د یاد د تازه ساتلو په پار ولیکلې:
د اسحق ننګیال د ژوند لړۍ ته که یو ځغلند نظر وشي، له خوښیو نه د ویر تله په کې ډېره درنه ده، هم د سیاست په ډګر کې، هم په ټولنیزو مسایلو کې او هم د ده د شخصي ژوند په لوړو ژورو کې؛ خو په دې ټوله لړۍ کې د خوښۍ خبره دا ده، چې اسحق ننګیال دغه ټول ویرونه او غمونه، ډېرې لږ خوښۍ او دغه راز د ټولنیز ژوند ټول اړخونه په ژور ډول لوستي دي، پرې پوهېدلی دی، د خپل فکر او احساس په ژرنده کې یې چاڼ کړيدي، تللي یې دي، له ډېر درد سره یې مل کړي او په هنرمندانه ډول یې په ډېر لوړ انساني احساس سره، خپلو مخاطبینو ته او خپلو لوستونکو ته وړاندې کړې دي.
د پاسنیو خبرو یوه بېلګه دا له دردونو ډک شعر کېدای شي:
له خوشحاله تر ننګياله
مــالي راشه، اغـــزو، د زړه پــــه ګــل وهـــلــی يم
«سقا» پـــه زړې تــــورې د «مــغــل» وهـــلـی يم
رقيب به مې د زړه له وينو تشه «ژۍ» کــړي ډکـه
خـو سـر مـې د اېـل نــه دی، کــه يې سل وهـلـی يم
يــو ګـل څه پــه کـمڅو کې د پـښـتـو د ناوې نـــه يم
نــــاره د «انــاالـحـق» يــې پـــه کــاکــل وهـــلی يم
حـيـران يـم د «اکـبر» پـر مـړي بـيا څــه فساد وشو
پــرديـــو مـې د خـپـل کـــور پــــه درشـل وهـلی يم
تقدير به مو وي داسې له «خوشحاله» تر«ننګياله»
هـــمـــدا چې کــلــه غــيــرو کـلـه خــپــل وهـلی يم
کابل
۰۷/۱۰/۱۳۷۴
مأخذ:
ننگیال اسحاق، سیندونه هم مري (د شعرونو ټولگه)، خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه (جرمني)، چاپ: دانش کتابخانه، قصه خواني بازار، پېښور، ۱۳۷۷ ل ـ ۱۹۹۸ ع، ۲۷۷ ام مخ.