خبریال: ناصرخان شیرزی|
په دې وروستیو کې د ناامنیو په وجه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د وزیرو ساحې د کمبو، لنډۍ، وټی، بلوخیل، احمدخیل، پيراخیل، میاګان، غونډۍ، ماما خیل، سپین راغه، زاوې او ځینو نورو… کلیو څخه ګڼ شمیر کورنۍ د چمتلې ښارګوټي، شیخ مصري ښارګوټي او جلال اباد ښار ته کډه شوي دي.
کډوال نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دوی سرپناه نلري، همدا شان د ژوند له لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي ځکه چې ټول شته یې په خپلو مینو او سیمو کې پاتې شوي او یو غوږ او سر له خپلو کورونو راوتلي دي.
له کډوالو سره له خپله ځانه هم د خپلو کوچنیو اولادونو غم او تشویش ډیر دی. دوی وایې « سوړ ژمی راپسي دی او که زموږ دا حال وي، خدای مکړه چې اولادونه به مو د یخ له وجې له ژونده بې برخې شي.»
د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي په یوه مرکه کې وویل« له کډوالو چارو ریاست سره تردا مهاله د یادو سیمو (۱۵۸۰) کورنۍ ثبت شوي چې له (۸۲۹) کورنیو سره یې ځیني لومړنۍ مرستې لکه خیمې، خوراکي او غیر خوراکي توکي او د (۳۰۰۰۰ ) افغانیو په ارزښت نقدې مرستې شوې دي.»
ځیني کډوال یادې مرستې مني خو وایې؛ دامرستې بسنه نه کوي ځکه د کډوالو تعداد ډیر دی او څه ته چې اړتیا ده هغه ډول مرستې نه دې ترسره شوي.
څرنګه چې نن سبا دغه کډوال د ژوند سختې شپې سبا کوي، خو د خپلو هیوادوالو مرستو ته سترګې په لارې دي، دوی له افغان دولت او مرستندویه بهرنیو ادارو او ځایې خلکو څخه هم د مرستو غوښتنه کوي.