تاند- یوې ناحکومتي موسسې اعلان وکړ چې یوازې د افغانستان په ختیځ کې د کانونو له غیرقانوني او غیر مسلکي کیندونو څخه د دولت وسله وال مخالفان په سلګونو ملیون ډالر ترلاسه کوي.
په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې شبکې د چهارشنبې په ورځ /فبروري۱/ په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان د جنایتکارو بانډونو په مرسته د ننګرهار په خوږیاڼي ولسوالي کې هره ورځ د سپینو ډبرو ۵۰۰ لارۍ پاکستان ته وړي.
له اداري فساد سره د مبارزې افغاني شبکه وايي چې له دې قیمتي ډبرو څخه په ډېرو شیانو کې کار اخیستل کېږي.
په کاغذ جوړولو، سرامیکي وسایلو (لوښو –لاس مینځونکو، کمودونو)، د برښنا مزو، جامو جوړولو، پلاستیک، د سینګار وسایلو او ګڼو نورو مواردو کې له دې قیمتي او نادرو ډبرو کار اخیستل کېږي خو له افغانستانه په خورا کمه بیه پاکستان ته وړل کېږي او پاکستانیان یې اروپا او نورو هیوادونو ته په نسبتاً لوړه بیه صادروي.
له اداري فساد سره د مبارزې د شبکې مشرانو د افغانستان پر حکومت نیوکه کړې چې د دغو قیمتي ډبرو د قاچاق مخه یې نه ده نیولې ده.
د دې ادارې مرستیال سمیرالله پوپل وویل چې حکومت د سپینو ډبرو د صادراتو جواز ورکړی چې پر اساس یې نژدې ۷۵۰ زره ټنه استخراج شوي دي.
ښاغلي پوپل د افغانستان پر حکومت په دې خاطر هم انتقاد وکړ چې د قیمتي ډبرو استخراج په جدي ډول نه څاري او حتي د هغو د قاچاق او استخراج په وړاندې بې تفاوته دی.
دا شبکه باور لري چې د دولت مخالفو یاغي ډلو په ۲۰۱۶ م کال کې د ننګرهار په خوګیاڼي ولسوالي کې د دې قیمتي ډبرو د قاچاق له درکه ۴۶ ملیون ډالره ګټلي دي.
او زمونږ د امریکا په ډالرو او وسلو بار دولت خو د کاغذي خلکو چې پفساد کی یی اول مقام ګټلی او دوریښمو د چینجیانو غوندی په په پاڼو ماړه او او په و ریښمو کې ویده دی! او په دړکو کې ساری نه لري! دا ډیر شرم دی!ی خو پاڼې هم بې باده نه خو ځيږي!!!!۵۰۰ لارۍ؟۱
۵۰۰ لاری سپینه ډبره د ورځی
چارتراش، لاجورد او نوری قیمتی ډبری، نور قیمتی دولتی لوازم او نور ضایعات که د میاشتی اوسط یی وسنجول شی له هغه مطلبی کومکو نه څو واری زیات دی چه خارجیان یی راکوی نو که کار اهل ته وسپارل شی زموږ اړتیاوی به ډیری لږ او له منت او ذلت د سوال نه کاملا آزاد او خپلواک کیدای شو خو مع الا سف چی دی تالان او فساد کی زیاته برخه د مفسدو حکامو ده یعنی د کور غله .