تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷مه: د تاند ته د جمعیت ګوند تر منځ د عطا محمد نور، عبدالله عبدالله او صلاح الدین رباني د ناندریو په تړاو نوی سند رسېدلی چې په کې نور له خپلو پلویانو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې دې د عبدالله او رباني پلویان وځغلوي.
نور د خپلو فیسبوکي لیکوالانو یو ګروپ ته متحد المال مسج استولی او ګیله یې ترې کړې ده چې لیکوالان یې سلګونه پیجونه لري، خو ده ته هره ورځ د عبدالله، صلاح الدین رباني، جنبش او امرالله صالح پلویان په کمنټونو کې ښکنځل کوي، مګر د ده پلویان هیڅ نه ورته وایي.
عطا محمد نور د خپل فیسبوکي ګروپ او کارمندانو له ډلې د څو مشهورو تاجیکو شنونکو او فیسبوکي لیکوالانو اصف شاهراه، اصف خان ازادي، حاجي شفیع، سنت الله عرب، پویا، محبوب الله قاضي زاده، کوهدامني، افراسیاب صدیقي، مجتبی نبي زاده، افضلي، صفري، غبار نومونه اخلي او ورته د پېغور په بڼه وايي چې ستاسې د زرګونه لایکونو لرونکي پیجونه څه شول؟ چې زما دفاع نشئ ترې کولای.
نوموړي همدا راز ګیله کړې چې نه یې د ده پر پوسټونو لایکونه کړي، نه یې دشمنانو ته د کمنټ ځواب ورکړی دی: (( باید بیدار شئ، هغوی پسې ولاړ شئ، د کنځلو ځواب ورکړئ، په خپلو پوسټونو کې زما دفاع وکړئ، بیا یې سکرین شاټونه ماته راواستوئ.))
عطا محمد نور په دغه ګروپ کې همدا راز له خپله اړخه مقررو کړیو قومندانانو، په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې له خپل ملاتړه برخمنو وکیلانو باندې هم غږ کړی دی چې سر نن څخه دې د هغه لپاره په ټولنیزو رسنیو کمپاین ګړندی کړي او د مخالفانو تخریب ته دې خپل مشر (عطا محمد نور) نه پرېږدي.
عطا محمد نور په داسې حال کې خپلو پلویانو ته د عبدالله او صلاح الدین رباني د فیسبوکي لیکوالانو د ځغلولو امر کړی دی چې پخپله یې هم د بلخ له ولایت مقام څخه تر ایسته کېدو وروسته عبدالله ته د غاښونو ماتولو ګواښ کړی و.
عطا محمد نور ځان د جمعیت ګوند اصلي مشر ګڼي او ټول اجرائیي صلاحیتونه یې په ځان پسې تړي خو عبدالله عبدالله او صلاح الدین رباني بیا جمعیت ګوند د پنجشېر او بدخشان میراث بولي او نه پرېږدي چې نور په کې زیات واک ولري، له همدې کبله د دغه ګوند غړي هم دا ځل انتخاباتو کې په بېلو بېلو لارو ولاړل.
پسران رهبران احزاب و تنظیمهای جنګی میخواهند رهبری این احزاب برای شان میراثی شود یعنی بعد از پدر پسر رئیس حزب شان باشد ، ازینرو این ارجمندان به شورای ، انتخابات باورمند نیستند ، زیرا میترسند که منابع مالی این احزاب غیر از فامیل های خودشان در اختیار شورای مرکزی و یا کمیته ای مالی و در نهایت دردست دیگرارکان این احزاب نیفتد ، بنآ منشه ای اختلاف اختیارات و تصاحب منابع مالی هنگفتی میباشد که در ین 40 سال بنهام ملت مظلوم ، شهید و یتیم به حساب آنها سرازیر گردیده است