تاند- د ملګروملتو له یوې احصاییې سره سم تر بل هر وخت ډېر خلک له خپلو هیوادونو دباندې اوسي او د امریکا متحد ایالتونه په نړۍ کې هغه ځای دی چې د نورو هیوادونو زیات خلک پکې اوسي.
د ملګروملتو د نفوس د څانګې د هغه څېړنیز راپور له مخې، چې نتیجه یې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، په روان ۲۰۱۳ کال کې ۲۳۲ ملیونه خلک، چې د نړۍ د ټول نفوس درې اعشاریه دوه فیصده کېږي، له خپلو هیوادونو دباندې اوسي.
په دوه زرم کال کې ۱۷۵ ملیون او په ۱۹۹۰ کې ۱۵۴ ملیون تنه له خپلو هیوادونو بهر اوسېدل.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې اروپا او اسیا په ګډه د نړۍ په درو کې د دوو برخو کډوالو کوربانه دي.
په روان ۲۰۱۳ کال کې په اروپا کې ۷۲ ملیونه او په اسیا کې ۷۱ ملیون تنه داسي خلک اوسي چې له نورو هیوادونو ورغلي دي.
د نړۍ د ټولو کډوالو نیمايي په لسو هیوادونو کې اوسي.
راپور وايي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۴۵ ملیونه او اته لکه مهاجر اوسي. دومره بهرنیان په بل هیڅ هیواد کې نه اوسي.