لومړۍ برخه
په غزني کې د بزګر د ورځي مراسمو ته خبریالان وربلل شوي وو. زه هم ورغلم، هالته د اطلاعاتو او فرهنګ ریس بشیر محمدي راته وویل: د علامه سید جمال الدین افغان سیمنیار ته بلل شوي یوو، دواړه به ځو. ما ورته وویل: څه وخت؟
ـ بیا به احوال درکړم. ما ورته وویل: ښه ده .او نور نو خبره همدلته پاته شوه.خو بالاخره.
د ۱۳۹۸ کال د ورې د میاشتي ۱۵ نیټه وه. د ورځي یولس بجې وي. دغزني داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دګرځندوی د امر محبوب الله رحماني له شمیرې زنګ مې په غوږونو کې ازانګې وکړي.زما د تلیفون د زنګ غږ دومره لوړ دی چې کله زنګ راشي نو ځورونکی وي.له جوړ پخیر وروسته يي راته وویل:
ـ د شنبې په ورځ په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا د سیدجمال الدین افغان په اړه په کابل کې درۍ ورځنی سیمینار دی. له غزني به زه او ته په دغه سیمینار کې ګډون کوو. خو هغه دا هم وویل: چې زه او ته به په ګډون کوو.دا چې اوس رحماني ددې سیمینار ګډونکونکی و. زه يې هم په دلیل پوه نشوم. د ګرځندوي امر ته مې وویل:ـ رحماني صاحب نو سبا خو د جمعې ورځ دی. او سیمینار هم د شنبې په ورځ دی. نو دشنبې په ورځ به وختي کابل ته حرکت وکړو.خو هغه راته لنډ ګنډ وویل: زه کیدای شي سهار ولاړ شم، او ته هم باید د جمعې په ورځ ځان ورسوي، ځکه وزارت ویلې دي چې ځانونه به مخکې تر مخکې را رسوئ، نو زه په خپل موټر کې له کورنۍ سره یو ځای ځم، ځکه په کابل کې مې ماما ناروغ دی. یوځل دهغه پوښتنې ګرویږنې ته ورځو. دا خبره يي تر یوه بریده رښتیا هم وه. ماما يي زه هم پیژنم جهادئ قوماندان حاجي زمان له څو ورځو راهیسې په کابل کې د ناروغې له امله بستر و، هغه د شکرې ناروغې لري. له ښاغلي رحماني سره مې خدای پامانې وکړه او پوه شوم چې له هغه سره مې ملګري نه کیږي.همدا چې زما او د هغه تلیفونې اړیکه پرې شوه. تلیفون مې جیب کې کیښود. او د خپل کاري دفتر په لورې روان شوم. څو ګامه لا نه وم تللی چې د شا له لورې راغلا پسي غږ وشو. جلالزی صاحبه! مخ مې ور واړاوه. استاد نوراحمد و. ورته ودریدم، له جوړ پخیر یا روغبړ وروسته يي راته کړه.ـ قند نبات زه خو بانک ته ځم که معاش راغلی و، سبا مې زړه ده چې کابل ته ولاړ شم. یوه لور مې هم ناروغه ده او زه هم ساز نه یم.ما په خندا کې ورته وویل: – استاده دا زموږ او ستاسو معاش نه دی. دا ماش دی.ځکه له دې ورها خوا لوبیا هم نه پرې کیږي. نو زه درسره څه کولای شم.؟
ـ ته هیڅ هم مه کوه؛ خو که چیرته مې تنخواه نه وه راغلۍ بیا به لارې کرایه راکړي.
ـ په دواړو سترګو دا کار خو به وکړم. خو که په لیني موټرو کې ځئ دا اوس به کرایه درکړم.
ـ یه یه اوس کرایه نه کوم. ما یو موټر دربست نیولی دی.
ـ تاسو څو کسه یاست چې موټر دې در بست نیولی؟
ـ زه یم لور مې ده او دهغې یو ماشوم دی. خو څه کالي او غوټي يي هم سته. ده خپله خبره پسي اوږده کړه لاره څنګه ده؟ جنګ خو به نه وي.
ـ لاره به ګوندې امن وي. جنګ، کله کله وي. خو خلک ځي او راځي.
ـ استاده که تاسو ته کومه ستونزه نه وي، زه به هم در سره ولاړ شم. دلارې له کرايي به مو هم خلاص کړم. بانک کې دومره زیاته ګڼه ګوڼه ده ګومان مې نه شي چې وکولای شي. دا معاش دې ترې واخلې. ده را سره ښه کړه. ویل يي ـ زموږ سره ستونزه نشته ، سهار به موټر د کور مخې ته درولو او تا به هم راسره واخلو. او په همدې خبره مو یو بل ته خپل د خدای پامانۍ له پاره لاسونه ورکړل.
سهار وختي زما د کور مخي ته موټر راغی او له غزني ښاره، مخامخ د کابل په لوري را روان شوو. موټر چلوونکی هم شناخته و. په لاره کې به مو کله کله مجلس هم سره کاوه. موټروان ویل: ـ پرون له کابله راغلم. په لاره کې د سالارو په سیمه کې طالبان دسړک په غاړه ولاړ ول.لوی ۳۰۳ موټر يي درولی و. له سورلیو يي پوښتنې ګرویږنې کولي. او څو ورځي وړاندې بیا سخت جنګ و. اته سوځیدلي رنجر په سړک پراته ول. موټر په چټکۍ سره روان و. موږ د سلطان محمود غزنوي له زیارته تیر شوو. لوی او واړه موټرونه له دواړو خواوو را روان دی. هرموټر چلوونکی هڅه کوي تر نورو مخکې شي. زموږ موټر چلوونکي د موټر د رادیو سوچ ور تاوو کړ. بیا يي وویل: جلالزی صاحب پرون مو هم یاد کړې. په میدان وردګ ولایت کې چې مظاهره وه او هیڅوک يي نه پریښودل خو ته ورغلي او ځان دې ور وښود. وروسته په دې هم بریالی شوي چې موږ ددوئ له منځه وباسي. ماته د موټر چلونکي له خبرې سره دا ټوله کیسه را یاده شوه.
څو موده وړاندې په میدان ښار کې د میدان خلکو لاریون کړی وو. د ورځي کابو دولس بجې چې د موټر په مخ لاره بنده وه. په سلګونو موټر د لارې دواړو غاړو ته ولاړ دي، او په زرګونو مسافرهم سرګرانه، په یوه موټر کې یوه ماشوم سخته نا کرارې کوله. مور خوارکۍ ورته د موټر ښیښه کوزه کړي وه، خو ده پرله پسي ژاړ کوله، هغې ورته زارۍ کولې. چې غلی شي. خو هغه ناروغ وو. له ما سره وحیدالله همیم هم ملګری و. په موټر کې دوه سورلۍ نور هم وو. یو يي ناروغ و. لاریوني دومره په قهر ول ما ویل چې خدای مه کړه بیا چیرته چاپه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي. خو کله چې زه او وحید همیم نژدې ورغلو، او ومو پوښتل: دوئ په دغه ولایت کې د پوهنتون د نوم په سره شخړه جوړه کړي وه. د سرک په منځ کې يي لوی کانتینر درلولی و. د کانتینر د پاسه څو تنه احساساتي ځوانان ناست او ولاړ وو. د سړک په غاړه بیا نور کسان هم ولاړ ول. یو ږیر خریلی کس چې تر ټولو زیات ستړی معلومیده. بیا دومره احساساتي و. چې کله به کوم مسافر له موټره کوز شو. نو هغه د وردګو په خبره زیاړې به يي ورته کولي. د څو ځوانانو په لاسونو کې لرګې هم لیدل کیدل. خو له ده سره بیا دوه وسله هم تیز تیز ګرځیدل. دده نوم زما په یاد نه دی خو تخلص يي هوتک و. دا ځوان د ولایتي شورا غړی و. زه او وحیدالله همیم هم له ولاړو خلکو سره ولاړ وو. ننداره موکوله، کله، کله به یو سپین ږیری کس راغی او دلارې دخلاصون هیله به يي وکړه. خو لاریوني په قهر ول. سړی به يي مخامخ همدې ځوان ته ور ولیږه. ځوان وکیل دومره په غضب کې وو. چې دهیچا خبرو ته يي غوږ نه نیوه. په دغه وخت کې څلور تنه خبریالان له خپلو کامرو سره را پیدا شول. همدا چې سترګې مې پرې ولګیدې ، نو خواته يي ور نږدې شوم. په غاړه کې مې خپل کارت را ځوړند کړ. دوئ مې یو هم نه پیژندل دوئ له سیمه ایزو رسنیو سره کار کاوه.ځان مې ور وپیژانده. دا مې هم وریاده کړه چې له غزني راغلی یم له بي بي سي رادیو سره کار کوم. یوه يي راته وویل: جلالزی صاحب يي؟
ـ هو هو جلالزی یم.
اوس نو د وحید په ګډون شپږ تنه شوه. او د همدې ښاغلي خواته ورغلو. هیله مو ترې وکړه چې له رسنیو سره خپله ستونزه شریکه کړي. زما په غاړه کې کارت ته يي وکتل، پوه شو چې له بي بي سي سره کار کوم. په یو څه کاوړ يي راته وویل: ته خو مې دلته کله نه يي لیدلی. کامره دي چیرته ده. ما هم ورته په ځواب کې وویل: رښتیا ده وکیل صاحب له غزني څخه له بې بې سي رادیو سره کار کوم. خو د میدان په اړه هم راپورونه ورکوم. زه یوازې رادیو ته کار کوم. خو ستاسو د لاریون تصویر به هم واخلم اوکوښښ به وکړم چې د بې بې سي رادیو د پښتو تلویزیون همکارانو ته يي ور ورسوم. دا چې ما یوازې د میدان نوم واخیست پوه شوم چې تندی يي وغوړیده. خپلوعسکرو ته يي وویل: لږ شاته شئ، بیا يي غاړې تازه کړي. وایاست څه وایاست.
یو ه کره خبره ده چې نا بلده سړی زرور وي. خپل ایفون تلیفون مې وحید ته ورکړ. سوند ریکاردر مې په لاس کې وینو او تبت ته مې عیار کړ. بیا مې لږ په مهارانه اندازې کې ترې وپوښتل: ښاغلی هوتک د ولایتي شورا دیوه غړي او دخلکو د استازې په توګه راته ویلای شي چې د لاریون اصلي موخه مو څه ده. څه غواړئ؟
وکیل صاحب له یوې اوږدې مقدمې را پیل کړه. تاسو ته معلومه ده. چې له څه مودې را په دې خوا په کابل او دلته یو شمیر کسان شته چې تل يي د میدان دخلکو په حقونو سترګي پټي کړی. اوس يي په بي شرمۍ سره د دغه ولایت پوهنتون د وردګو د پوهنتون په نوم نومولی. او بده خو يي لا داده چې د ولایت له مرکزه يي یوې ولسوالي ته انتقال کړی. موږ به مړه شوو. خو نور خلک به دې کار ته پرینږدو.
ما ته په زړه کې را وګرځیده که مړه شوئ نو بیا به دا کسان په اسانۍ سره خپل کار وکړی. په هرحال ښاغلي وکیل دومره اوږدې خبرې وکړې چې لوری او لودن يي رانه ورک کړل. فاروق وردګ، د میدان وردګ والی، او همداشان په لسګونو نو کسان يي تورن کړل. کله چې مرکه خلاصه شوه. په کراره مې ورته وویل: وکیل صاحب ددې له پاره چې خبر مو خپور شي. نو اړینه ده زموږ موټر ته اجازه راکړئ چې د ولایت نظر هم را واخلو، کنه یوازې ستاسو نظر خو بیا خبر له بې پریتوبه باسي.
سر يي تاوو کړ. په لږ لوړ اواز يي وویل: داسې نه شي کیدای. موټر ته مو اجازه نشته.
د سیمه ایزو خبریالانو هم غوږونه ځړليدلي ول. خپله غوښتنه مې تکرار کړه او ورته ومې ویل: زه نو درنه ولاړم له غزني څخه راغلی وم. خو په ډاډ سره درته ویلای شم. چې خبر به مود کابل همکارانو ته واستوم. خو دا هم درته ویلای شم . خپور به يي نه کړي. ځکه چې زموږ په اصطلاح توازون په کې نشته دی. او ترې روان شوو. د سیمه ایزو رسینو خبریالانو راته وویل: دا خبره به دې نه ورته کوله. دا سړی ډیر بد دماغه دي. ما په ځواب کې ورته وویل: – ما خو خپله رښتیا خبره وکړه.
وکیل صاحب اک پک شو. ترڅو ګامه وړاندې تلو وروسته يي را غږ کړ.
ـ ای د بې بې سي خبریاله. دا زموږ ملګری به در سره ولاړ شي. ورشئ ځونډی هم پرې وغږوئ.( ځونډی ګل) د میدان وردګ د والی نوم و. یو ځوان راغی او راته کړه. ما هم څه وخت د بي بي سي په تعلیمي خپرونو کې کار کاوه. نصیراحمد احمدي پیژنم. جاوید اوربل پیژنم. ترنک صاحب هم پیژنم دا مې ملګري ول.
ـ هغوئ خو لیکوالان دي کتابونه به دې لوستي وي.
ـ هو داحمدي صاحب خو مې ( بوډا او د لیوانو پلونه) بړبوکۍ اوزرو لوستي دي.
لنډه به کړم په هغه ورځ د ورځي په یوه بجه ایله وتوانیدو له میدان ښاره تیر شو. دفتر مې ته خبر له جزیاتو سره واستاوه. خو خپور يي نه کړ. بلکې سهار چې مې ایمیل پرانیست همکار مې راته لیکلي ول. ددوئ ستونزه هواره شوه. لاره له یو ساعت وروسته د مسافرو په مخ پرانیستل شوي ده. نور نو کوم خبرې ارزښت نه لري. له تا مننه.
موټر لاهم ګړندی ګړندی روان دی.
نوربیا