تاند- ساینسپوهانو یو نوی روباټ جوړ کړی چې له خپل خاوند سره ویدیويي تماس نیسي.
دا روباټ، چې (Temi) نومېږي، په (IFA) نندارتون کې یې مخکتنه وشوه.
ټاکل شوې وه چې ټیمي د اکتوبر په لومړۍ په یو نیم زر ډالره بازار ته وړاندې شي.
د دې روباټ یا ټیمي جوړوونکې کمپنۍ وايي چې هغه یې د شرکتونو لپاره نه بلکې د عامو خلکو لپاره د شخصي استفادې په خاطر جوړ کړی دی.
دا روباټ څو سینسرونه لري چې د هغو په وسیله لاره مومي، دوه بعدي نقشه جوړوي او ادرس په یاد ساتي.
کله چې د روباټ خاوند ورته ووايي چې سلام یا های په ما پسې راشه، ټیمي ورپسې روانېږي او د لیزرونو په وسیله خپل خاوند څاري.
که په لاره بل څوک د روباټ او د هغه د خاوند ترمنځ راشي یا بیروبار وي، ټیمي بیا هم خپل خاوند د نورو خلکو په منځ کې پېژني او په هغه پسې ځي.
په اصل کې دا روباټ د خپل خاوند پښې پېژني.
یو ځل چارج د دې روباټ د ۸ ساعته کار لپاره کافي دی. د اړتیا په صورت کې روباټ پخپله هم د چارج کېدو ځای ته په اتومات ډول ځان نژدې کوي.