زموږ ژوند، زموږ عزت، زموږ اسلامیت او زموږ هوساینه په همدې افغانستان کې ده!!. افغانستان زموږ کور دی او په نړۍ کې د افغان په هویت پېژندل کېږو. ددې خاورې هر وګړی که ځان ته هر نوم او هر لقب ورکوي مګر د مسلمانې او غیر مسلمانې نړۍ په هر ګوټ کې ورته د افغان په سترګه کتل کېږي. د افغانانو قدر او درنښت د همدې خاورې په درنښت پورې تړلی دی. هېڅکله داسې څوک دې په خپل کور کې وهل ټکول کوي، خپل کور دې ورانوي او بیرون دې له نورو د درناوي تمه ولري. که نړۍ ته د یو کلي فکر وکړو او هېوادونه یې داسې وګڼو لکه د کلي کورونه، نو موږ په اسانۍ سره د افغانستان نوم په نړۍ کې ارزولی شو. زموږ په کلیو کې هر کوچنی او لوی په دې پوهېږي چې کوم کور ښه دی او کوم بد دی، کومه کورنۍ ښه تربیه لري او کومه کورنۍ بیا هسې نه ده. کومې کورنۍ ته خلک په درنه سترګه ګوري او کومې ته په ټیټه. همدغه ذهنیت په نړۍ کې هم عام دی او دا ذهنیت اوس د نړۍ یو واقعیت ګرځېدلی دی.
پوهان وايي چې د هوښیارۍ یوه نښه دا ده، چې انسان له خپلې خاورې سره مینه لري او هغه یې تل په زړه کې ځای لري. په نړۍ کې هېڅوک داسې نشته چې له خپل هېواد او خپلې خاورې سره مینه ونه لري. له خپلې خاورې سره مینه لرل د هر انسان طبیعی خصلت دی او اسلام هم دا تایید کړی. نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله له مکې مکرمې څخه ایستلو ته اړ شو. هغه په ډېر خفګان سره د مکې ښار ته تر شا را وکتل او ویې ویل: ” لولا أن أهلك أخرجونى منكِ مَا خرجت” که ستا اهل زه نه ایستلی نو هېځکله به له مکې مکرمې څخه نه وتلم.
افغانستان زموږ خاوره او زموږ وطن دی، ودانول، ورانول او پرمختګ یې زموږ په لاس دی. په دې خاوره کې د هر نظام راوستل هم زموږ کار دی. دا موږ یو چې خپلې خاورې ته څومره خدمت کوو، ولې مو هېواد وران دی او یا مو ولې په هېواد کې ګډوډۍ روانې دي. موږ افغانان که په ريښتیا هم په دې خاوره او ددې خاورې په ملیونونو انسانو او مسلمانانو زړه وسځوو، کولی شو چې د یو او بل په تفاهم او مرستې سره په دې خاوره کې د آرامۍ فضا حاکمه کړو. له وینې تویولو پرته پکې داسې نظام حاکم کړو، چې د هر چا په خیر او ګټه وي.
اوس چې زموږ وروڼه او خویندې د نورو هېوادونو په سرحدونو کې وهل کېږي، وژل کېږي او ورک کېږي دا ټول د افغانانو په نامه داسې ورسره کېږي.
اوس چې زموږ وروڼه او خویندې نورې نړۍ ته د تېښتې په نیت د کبانو خوراک کېږي، ورک کېږي او د خپلې مور او خپل هېواد له غېږي محرومېږي. دا د افغانانو په نامه دي. تاسې وګورئ په ګاونډیو هېوادونو او نوره نړۍ کې په افغانانو څه تېږيږي! څوک یې کور ور ړنګوي، څوک یې له کوره شړي، څوک یې پیسې په زور اخلی! څوک یې هم ترهګر، غل او قاچاقبر بولي او څوک یې ناپوهان او احمقان بولي.
- نو موږ هم باید له انساني، اسلامي او افغاني فطرت سره سم له خپلې خاورې سره مینه ولرو، د نورو ځایونو پر ځای خپل وطن او هېواد ته ترجیح ورکړو.
- زموږ مشرانو خپلو شخصي ګټو ته د وطن د ګټو پر وړاندې ترجیح مه ورکوئ او مه هم پردي د خپلو افغانانو پر تله لوړ بولئ.
- په لویدیځو هېوادونو کې زموږ وروڼه او خویندې د خپل هېواد وګړي ګرځول کېږي بیا نو ولې موږ خپل هېوادوال چې په رنګ، عاداتو او هرڅه کې سره یو یو، ولې یو او بل ته په توپیر قایل شو!!
- ای هغو مشرانو چې اوس مو د قوم او سمت په نامه په ځان خلک را ټول کړي او تاسې ته ځان بانفوذه ښکاري. داسې ورځ به خامخا راځي، چې پر تاسې به لعنت وايي. یوه ورځ به دا خامخا وايي، چې موږ څومره ساده ګان وو، چې ددې ناپوهانو په بې ګټې شعارونو غولېدلو! نو د څو ورځو په دبدبو مه غولېږئ بلکې هغه څه وکړئ، چې د تاریخ پاڼې درباندې ویاړ وکړي!!
- راشئ افغانانو خپل کور په خپله جوړ کړو. که مو کور آباد زموږ ژوند به هوسا وي. راځئ چې د ړنګ کور پر ځای په جوړ کور کې ژوند وکړو، راځئ د ړنګ جومات پر ځای په آباد جومات کې لمونځ ادا کړو او راځئ چې د ړنګ ښوونځي او مدرسې پر ځای په جوړ ښونځي کې د علم په ګاڼه ځان سمبال کړو. راځئ نړۍ د علم، پوهې او خیر ښېګړې صادروونکي و اوسو. په همدې هیله