ژباړه محمداکبر حقمل
د ارواپوهنې له نظره ستاسو پر نفس د اعتماد کچه ستاسو د خوښۍ او خوشحالۍ څرګندونه کوي. پر نفس اعتماد په دې پوښتنه( له خپل ځان سره مو څومره مینه لرئ؟) تعریفوي او له بلې خوا د هر چا د خپل ځان په اړه فکر کول د هغو پرنفس د باور کچه معلوموي. کوم څه، چې د ځان په اړه دا ډول فکر کول رامنځ ته کوي هغه شخصي یا خپلې هیلې دي. همدارنګه شخصي هیلې ارزښتونه، موخې، باورونه، نوي امیدونه او هیلې رامنځ ته کوي. ارواپوهانو موندلې ده هر څومره ډېر، چې په خپلو آرماني چلندونو او رفتارونو عمل وکړئ نو په ډېره کچه به له خپل ځان سره مینه ولرئ، خپل ځان ته به احترام ولرئ او د خوښیو ډک ژوند به ولرئ. له بلې خوا هرڅومره، چې د خپلو غوره هیلو د رفتار په خلاف فکر یا عمل کوئ نو په پایله کې به په همغه کچه د منفي فکرونو ښکار شئ او داسې احساس به وکړئ، چې له خپلو هیلو او د شخصیت د غوره فکر له زړي څخه لرې یاست. او په پایله کې ستاسو د خوښۍ د مېزان او پرنفس د باور ترمنځ یوه مستقیمه اړیکه ټینګېږي. د خپلې راتلونکې لپاره مو باید دا ډول فکر وکړئ؛ د بشر تر ټولو غوره لاسته راوړنه داد، چې هر کس په هر څه فکر کوي همغه ته بدلون مومي. او هر کس، چې د هرې کړنې په ترسره کولو ډېر فکر کوي نو په همغه کړنه به هرومرو اوړي او ترسره کوي به یې. که چېرې تاسو یواځې د خپلې راتلونکې په اړه غوره فکر او ښکلې انګېرنه وکړئ نو په ریښتینې بڼه به تاسو یوه روښانه او ښکلې راتلونکې ولرئ. د خپلې راتلونکې مو، چې هر رنګه انګېرنه وکړئ نو په هغه ډول راتلونکې به ولرئ یعنې ستاسو انګېرنه ستاسو راتلونکې ټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *