دا طبیعي ده چې انسان په یوازې توګه خپل ژوند پرمخ نشي بېولای، ټول د یو بل مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، غوره ملګري او دوستان لرل لویه نېکمرغي ده، که څوک غوره ملګري او دوستان ولري هغوي په ټولنه کې تر هغو کسانو ډېر بریالي وي چې له غوره ملګرو او دوستانو بې برخې دي، ما د ډېرو بریالیو کسانو ژوند مطالعه کړي دوي د خپلو بریاوو یو ستر راز د ملګرو او دوستانو همکاري او مرسته بللې.
موږ ډېر ملګري او دوستان لرو خو پر دې نه پوهیږي چې کوم مو په ګټه او کوم مو په زیان دي، موږ د ټولو منو چې په پایله کې د لویو ستونزو او ناکامیو سره مخ کیږو ښه دا دې چې پر خپلو ملګرو د سره غور وکړو او له منځه یې هغه کسان راوباسو چې رېښتي مینه راسره لري، په خوښۍ مو خوښ او په غم مو غمجن وي او له هغو نه چې د درد مو نه پرې دوا کیږي ښه دا ده چې مخه ښه ورسره وکړو.
دلته د ځینو هغه کسانو یادونه کوو چې تل راته ستونزې زیږوي او د پرمختګ په لار کې مو خنډ دي.
۱: ځان غوښتوونکي کسان
دا هغه کسان چې تل د ځان په اړه فکر کوي، دوي زموږ سره صادقانه چلند نه کوي، هغوي تل د ځان په غم او وېر وي کله یې چې د ځان پوره شوه بیا مو په کیسه کې نه وي په هر کار کې د ځان ګټه ګوري.
۲: کینه لرونکي کسان
دا ډول کسان زموږ سره زړه نا زړه چلند کوي، هغوي تل په ناخبره د لنډ وخت لپاره خپله لار جدا کوي، هغوي زموږ په پرمختګ خفه کیږي هغوي دا نه خوښوي چې تر دوي وړاندې وو، دا ډول کسان مو ملګرۍ او دوستۍ په جامه کې کندې ته اچوي او تل مو په غیر مستقیم ډول تهدیدوي او ګواښي مو.
۳: وروسته پاتې کسان
دا ډول کسانو مو د بریا پرلور مزل سختوي هغوي تل راته غلطې مشورې راکوي، دوی دا خوښوي چې د ددوي په رنګ و اوسو ، داسې خلک ناوړه انګیزې او منفي افکار راکوي هغوي مو تل د بدمرغۍ پر لور بیايي، داسې کسانو نه یوازې د بریا په لار کې مو خنډونه جوړوي بلکې ژوند مو ګواښي.
۴: ژر قضاوت کوونکي کسان
د داسې کسانو په نظر هېڅ شی ښه نه دي، دوي ددې پرځای چې خلک تشویق او تقدیر کړي بلکې تهدیدوي یې او غیر سالمې نېوکې پرې کوي، هغوي زموږ خبرو ته غوږ نه نیسي زموږ په ښه خبره بد ګومان کوي او ژر راته خپل نظر او غوښتنه مخته کوي په زور خپلې خبرې په پرموږ مني له دا ډول کسانو سره اوسېدل مو په ژوند بد اثر کوي.
۵: کنټرول کوونکي کسان
دا کسان هڅه کوي چې د ژوند ټول واک مو په لاس کې واخلي، له داسې کسانو نه د ځان کنټرولول هېر وي خو دا یې ډيرخوښیږي چې پر نورو حکومت وکړي او تل غواړي چې غوښتنې یې پوره ډا ډول کسان ځینې وخت هڅه کوي چې زموږ په شخصي مسایلو کې مداخله وکړي.
۶: دورغجن کسان
داکسان تل راته دورغ وایي دوي هېڅکله زموږ سره ریښتنی چلند نه کوي د هغوي کار چل او دوکه ده دا کسان ډیر خام دي چې په لږ وخت راته په خپله خپلې نیکمړتیاوې او خاموالی ثابتوي، دا کسان هېڅکله خپل ځان په اصلي څېره کې نه ښیي.
۷: مزاحم کسان
دا کسان زموږ د پرمختګ په لار ګې په مستقیم ډول او په سپین سترګی ستونزې ایجادوي، هغوي مو د وخت قاتلان دي هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول مو وخت ضایع کړي، دوي مو د وزګارتیا او بوختیا وخت نه پیژني تل هڅه کوي چې له دوي سره و اوسو او خبرې ورسره وکړو.
۸: مغرور او کبرجن کسان
یوه عامه خبره ده وايي« کبرجن د الله دښمن دي» کبرجن کسان تل له خدای(ج) سره په جګړه کې وي، مغرو او کبرجن کسان پر هغو شیانو نازیږي چې بقا نه لري، هغوي له اخلاقیاتو نه لرې پاتې شوي دي هغوي په زور، قدرت، ښایست، پیسو، واک او داسې نورو بې ارزښته شیانو نازیږي. له داسې کسانو سره اوسېدل زموږ په چاپلوسۍ دلالت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *