ودان روښان  

په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې دداعشیانو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې له یوې خوا او ددولتي او نړیوالو ځواکونو سختو هوایي اوځمکنیو ګوزارونو په پایله کې داعشیانو ماتې وخوړه او شاوخوا ۲۵۰ وسله وال یې اړ شول چې دولت ته تسلیم شي. روښانه ده چې د طالبانو پرځای دولت ته د داعشیانو تسلیمېدو لامل دادی چې دولت قانون لري او هر راز چلند به ورسره د قانون له مخې کېږي او طالبان خو قانون نه لري هغوی بې ګنا انسانان په تشو رپوټونو وژني نو پر هغو کسان خو هیڅ رحم نه کوي چې همدا پرون ورسره جنګېدل نو ځکه خو داعشیانو د ځانونو خوندیتوب په خاطر ددولت خوا غوره وګڼله.

  خلکو تسلیمي لا ددغو خلکو په اړه ځینو ځایي خلکو جدي شکایتونه کړي دي.

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې  د تسلیم شویو داعشیانو په اړه څه باندې درې سوه شکایتونه د والي دفتر ته رسېدلي.

ښایي ډېر دغه شکایتونو رښتیا وي ځکه چې په پخوا کې هم د داعشیانو ظلم او نارواوو په اړه رسنیو د خلکو شکایتونه خپاره کړي وو. خلک حق لري چې پرې شوي ظلم په اړه د عدالت غوښتنه وکړي. دغه کار هم په اوس او هم په راتلونکی کې د نورو عبرت له پاره ډېر اړین دی. مجرم ته د سزا ورکولو فلسفه هم همدغه عبرت دی. د بېلګې په توګه که یو څوک بل انسان ووژني نو ددغه جرم سزا مرګ دی. ولې؟ په لومړي سر کې خو دا چندان ښه نه برېښي ځکه د قاتل په وژل کېدو خو هغه بل سړی بېرته نه راژوندی کېږي خو په دغه ځای کې مهمه د نورو عبرت دی، ځکه که قاتل ووژل شي نور کسان به بیا د چا وژلو ته زړه ښه نه کړي پر همدغه دلیل دی چې باید قاتل قصاص شي.

خو په دغه ځای کې ځینې نورې خبرې هم شته چې ښایي ځینې لوري او ډلې غواړي د داعشیانو محکمې په پلمه خپلې نورې اجنداوې مخته یوسي.

د ځینو متعصبو لورو په غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو کې په پرله پسې توګه داسې مطالب خپرېږي چې ګنې په جوزجان کې داعشیان تسلیم نه بلکې د دولت میلمانه دي. ځینې بیا وایي چې داعشیان تسلیم نه بلکې دولت له طالبانو خوندي کړي دي.

دغه راز، امریکایانو هم ویلي چې افغان دولت ډاډ ورکړی چې له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په توګه چلند کېږي.

د یو افغان په توګه که د امریکیانو دریځ یو خوا پرېږدو چې پر خپل ځای د بحث وړ دی چې لږ وروسته به لنډه تبصره پرې وکړو(۱) خو که د کورنیانو دریځ ته وکتل شي په دې اړه ډېرې پوښتنې راپورته کېدی شي.

په ډاګه وایم چې زما دا خبرې په هیڅ صورت د چا برات نه دی بلکې د څو رښتیاوو څرګندول دي.

په پیل کې څو پوښتنې طرح کوم او هغه دا چې د هغو افغانانو وینې چې د امریکایانو په لاس د طالبانو له ماتې او کابل ته په ۱۳۹۵ کال کې د طالبانو له راتګ مخکې په تنظیمي انډوخر کې تویه شوي د اوس وخت د افغانانو له وینو سره څه توپیر لري؟

دهغه وخت کونډو، یتیمانو، بورو او ورارو ویر، درد او غم ددغه وخت له هغو سره څه توپیر لري؟

ددغه وخت جنګي جنایت د هغه وخت له جنګي جنایت سره څه توپیر لري؟

په تنظیمي انډوخر کې د ۶۰ زره کابلیانو د وینو رنګ د نن ورځې د وژل شویو کسانو له له وینو سره څه توپیر لري ایا هغه شین او دغه سور دی؟

پر دې ټول پوهېږي چې هیڅ توپیر په دغو جنایتونو او هغو جنایتونو کې نه شته یوازې دومره توپیر دی چې د هغه وخت ډېر جنایتکاران د امریکا د ډالرو او سیاسي ملاتړ له امله چې د طالبانو پرضد جګړه کې یې د امریکا د اجیرو سپاهیانو په توګه دنده ترسره کړه اوس ځواکمن دي او له امریکا پرته اوس د نورو ډېرو بهرنیو استخباراتي کړیو ملاتړ هم له ځانه سره لري او د کرزي او امریکایانو په لورېینه یې له نامشروع لارو خورازیاته شتني ټوله کړې او یو څو لنډغر یې پرځان راټول کړي که نه دوی ان دغه دداعش له اوسنیو جنایتکارانو څو ځله ډېر جنایتونه کړي دي.   

که داعشیانو په ننګرهار کې قومي مشران پر بمونو له کینولو وروسته والوزول، یا یې نوی زېږدلی ماشوم دوه ټوټې کړ خو داسې کسان شته چې له ښځو یې تیان غوڅ کړي، د مړو له ګډواګانو یې خوند اخیستی، د خلکو پرسرونو یې میخونه ټکوهلي او نور وحشتناکه جنایتونه.

د تنظیمي انډوخر پرمهال به ټولو د چلستون، دارالامان،، دریمې، څلورمې کارتې، خوشال مینې، افشارو چنداولو، زاړه ښار، نوې کارتې، شاشهید اونورې کنډوالې لیدلي وې چې د چا په هوایي بمباري، توغنیدو، توپونو او ټانکونو له یوې مخې کنډوالې شوي وو. ایا له هغو کنډوالو لاندې شویو انسانانو وینو د ننیو جنایتونو له وینو سره کوم توپیر درلود؟

له تردید پرته چې نه یې درلود خو په دغه ځای کې نورې موخې دي!

زما په اند دغه خلک په دغو تبلیغاتو غواړي خلک پر دولت بې باوره کړي او داسې وښیي چې دولت له داعشیانو سره اړیکه درلوده یا هم داعشیان دولت جوړ کړي وو اودې ته ورته نور زهر جن تبلیغات، په داسې حال کې دداعشیانو له لاسه تر ټولو دېر زیان ننګرهاریانو، زابلیانو، کونړیانو او د ختیځو، سویلي او سویل لودیځو سیمو خلکو ګاللی دی.

ددغو خلکو بله موخه داده چې په دغه ډول تبلیغاتو یو ډول د سولې را روان بهیر ته زیان ورسوي ځکه دغه خلک داسې ګڼي چې که په هېواد کې سوله وشي نو بیا خو ددوی دغه غورې دربې او اوتې بوتې ځای نه نیسي او نه به په دولت او نظام کې د استحقاق خلاف ونډه اخلي. د بېلګې په توګه کله چې امرالله صالح د ملي امنیت له ریاسته لرې کړای شو په ډاګه یې اعلان وکړ«له طالبانو سره سوله د لږه کیو په زیان ده» دا داسط مهال وچې دغه سړی شاوخوا ۸ کاله د مملکت د استخباراتو رییس و له دې ښکاري چې ده په خپله واکمنۍ کې د لږکیو د ګټو په خاطر د ډېره کیو وینو تویولو له پاره دسیسې جوړولې. زه باوروي چې که د هغه وخت سمه پلټنه وشي ښایي به دې اړه کره ثبتونه هم پیدا شي.

زما وړاندیز دادی اوس چې داعشیان د جنګي جنایتونو په خاطر محاکمه کېږي او ذهنیت هم ورته چمتو دی نو غوره به وي چې له استثنا پرته ټول د خپلو کړنو ځواب ووایي. که چا کابل ښار وران کړی، که چا بې ګنا انسانان په بمونو، توغندیو او توپونو الوزولي، که چا د مړو ګډا ننداره، د ښځو تیان غوڅ او د انسانانو پر سرونو میخونه ټکوهلي او نور ډول ډول جنایتونه کړي ټول باید محاکمه کړای شي!

(۱)داسې ښکاري چې امریکایان هم له عدالت سره سیاسي چلند کوي په دې مانا چې تر ټولو زیات جنګي جنایتکارانو په اړه ځکه چوپه خوله دي چې یو وخت یې د طالبانو پرضد جګړه کې مرسته ورسره کړې وه.    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *