کومو ملګرو چې پنجاپ کې وخت تېر کړی دی وايي: چې پنجاپیان وايي اوس هغه پټانان نشته چې په غوږونو یی غټ ویښتان وو، دا خیره نن د پښتنو په بربادۍ پورې را یاده شوه پښتانه په دې وروستو لسیزو کې دومره بې عزته شول چې هیڅ د ننګ او غیرت په نوم څه ور پاتې نشول.
خپل ښوونځي یې وران کړل د خپلو تورسریو کمیسونه ټیکري یې د تورمخو په اشارو بهرنیانو ته ورواغوستل او په شرمو یې وشرمول د خور دې ټیکري پیڅه به یې چا په سترګو نه وي لیدلي خو د هغې خور پرتوګ به د جنت لیوني ته ورغوندي، خور به ښوونځي ته نه پریږدي خو د خور کمیس په عتبار به تروریست د کابل ښار ته را رسوي.
کیدای شي هغه خلک چې دا کارونه کوي جنګې تکتیکونه یې بولي خو دې ته فکر نه کوي چې د پښتون ناموس جامه په دې توګه بدرنګوې او د همدې جامې، ټیکري برقعې عتبار کم وې سبا بیا وایې چې زما ښځه تلاشي کیږي خو دې ته فکر نه کوې چې دا زمینه تا په خپله برابره کړي ده.
د پښتنو بیړۍ د ډوبیدو په حال کې ده هغه ارزښتونه یې په خپل لاس ټپي ټپي کړل چې دوی پرې نازیدل لونګۍ چې دوی یې له ډېره غروره په سر تړي څوک یې انګریزانو ته ور په سر کوي څوک یې پنجاپیانو ته تاسو به ډېر لیدلي وي چې زموږ خلکو انګرېزانو ته لونګۍ ورتړلي دي، بیا یې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته شوي دي، زه تر اوسه د دې کیسې په فلسفه نه پوهیږم؟؟
کوم ملکونه چې خپل ارزښتونو ته ارزښت ور نه کړي د هغو خلکو لمر د ختیځ له لوري را خیژي، د سومالیا ډېر غیرتي خلک وو ان خپل زکاتونه به یې عربستان ته لیږل خو دوی په خپلو ارزښتونو پوه نشول غرب دومره بې عزته کړل چې د لوږې مري او حتی د اغوستلو جامې نه لري، کله چې دوی د خپلو سرو کرښو نه واوښتل لوږه پرې راغله بیا نړیوال خورکي مرستې وروړې ورسره یې کمرې هم په هغه ورځو کې یې د دوی عزت ټولې نړۍ ته وښودلو چې د دوی غیرت دا دی چې په یوه مړۍ سره وژني.
همداسې د افغانان هم ډېرې د غیرت آوازې تللي وې خو چې د غرب په شیطاني جال کې ښکیل شول په رسنیو کې یې ټولې دنیا ته د دوی غیرت(!) ور وښودلو اوس د افغانستان پاسپورټ او وګړي دومره بې عزته دي چې کله کوم افغان بهرني هیواد ته لاړ شي خپل ځان میزان کوی شي، افغانانو دا حال خپله په ځانونو را وستی دی.