افغان لیکوال د ژباړې او ژبپوهنې مرکز
د وږي میاشتې په ۱۵مه نېټه، چې د سپټېمبر له ۶مې سره برابره ده، په افغان لیکوال د ژباړې او ژبپوهنې مرکز کې د (د ژبو د متروکېدو او مړه کېدو لاملونه او د مخنیوي لارې چارې) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار جوړ شو.
دغه سیمینار چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړي او د سیمهییزو مطالعاتو مرکز د رییس څېړنوال رفېعالله نیازي له خوا وړاندې شو، د ژبو د له منځه تللو او د خپلو ژبو په ساتلو مهم بحث وشو.
په دغه مهم علمي سیمینار کې ښاغلي نیازي د ژبو په مړینه، نړیوالتوب، ژبني سیاست، دوه ژبیزه او څو ژبیزو ټولنو، مورنۍ ژبې، قام وژنې او ژبې وژنې بحثونه وکړل.
څېړنوال رفېعالله نیازي په خپلو څرګندونو کې د یونېسکو شمېرو ته په اشارې سره وویل، چې اوس په نړۍ کې ۶۹۱۲ ژبې دي. ۱۳ داسې ژبې دي چې په هره یوه له سلو میلونو ډېر وګړي خبرې کوي. پر۲۰۰۰ زره ژبو له ۱۰۰۰ تنو لږ وګړي خبرې کوي.۲۴۷۳ ژبې د مرګ له ګواښ سره مخ دي. ۱۷۸ ژبې له ۱۰ څخه تر ۵۰ پورې ویونکي لري. ۱۴۶ ژبې له ۱۰ تنو څخه لږ ویونکي لري. ۵۷۷ ژبې د مړینې له سخت ګواښ سره مخ دي. له ۱۹۵۰ کال راهیسې ۲۳۰ ژبې له منځه تللې دي. تر ۲۱۰۰ کال پورې به د نړۍ ډېرې ژبې له منځه ځي.
ښاغلي نیازي د ژبو د مترو کېدو لاملونه څو ژبیزه ټولنه؛ په ښوونځیو کې په دویمه ژبه زده کړه؛ د هېواد ژبنی سیاست؛- + ، د ښاري توب ژوند؛ کډوالي؛ صنعتي کېدل؛ د باندنیو کلمو بې خرته پورنه او نور وبلل.
ښاغلي نیازي له له دري پرته ټولې ژبې د مرګ له ګواښ سره مخ وبللې.
اریاني: تیرايي، اورمړي، پراچي، بلوڅي
اریايي: هندی، پنجابي، ګوجري او هندکو
داردیک: وټه پوري، ننګلامي، نورستاني ( کته یی، وایګلي، اښکون او پرسوني)، پشه يي، ګواري، شوماشتي،
پامیري: ټولې ، خو اشکاشمي، زېباکي او ځینې نورې
ډرایويډي: براهوي
ترک- مغلي: ترکي، ازبکي، ترکمني، ایغوري، قرغزي او مغلي
ښاغلي نیازي د ژوندي پاتې کېدو لارې چارې لاندې وبللې د وګړیو د نفوسو ثبات ؛
د کلیوالو سیمو د وګړیو د ژوندانه ښه کېدا ته پاملرنه کول؛
په مخ په ودو او پرمختللیو هېوادونو کې د بې وزلو خلکو د ژوند د حالت ښه کول؛
په مورنۍ ژبو ټولو وګړیو ته د زده کړو او تدریس زمینه برابرول؛
د هېوادونو له لوري د ناسمو ژبنيو سیاستونو له منځ وړل؛
ادب او صحافت ته وده ورکول؛
د مذهبي عباداتو، رسومو، اسماني کتابونو، احادیثو، تفسیرونو او نورو په خپله ژبه ژباړل؛
د ژباړې فن ته وده ورکول؛
د دولتونو له لوري د فرهنګي یرغلونو مخنیوی؛
د نړیوالتوب د اغېزو د مخینوي لارې چارې؛
ژبه باید په ټولنه کې خپل ټولنیز اعتبار لوړ کړي
د مسلطې ژبنۍ ټولنې په وړاندې خپل قانوني قدرت پياوړی کول
د هېواد په تحصیلی ډګر کې پياوړی حضور درلودل
خپلې ژبې ته په مارکېټ، اقتصاد او بازار کې شعوري ځای ورکول
په ټولو ورځنیو چارو کې په شعوري ډول د خپلې ژبې کارونه،
خپلې رسنۍ درلودل
همدا راز د یوې ژبې د ژوندي ساتلو لپاره ژبنی سیاست او اقتصادي ځواک لرل هم خورا مهم دي.
سلام
دڑبی تولو معیاری برخو تہ دوہ ورکوی دڑبی اخلاقی ،ادبی ،فرھنگی او علمی اھمیت ساتل او ھمدارنگہ دڑبی سوچہ کیدل لہ نورو ڑبو نہ باید پہ بنستیزہ توگہ را منخ تہ شی
دڑبی د پیاورتیا پہ وراندی د مرموز او فاسد سیاست لہ مینخہ ورل پہ بھر او دننہ پہ تولو علمی برخو کی د مکاتبو سترہ وسیلہ گنل دڑبی دسپلین اوارزشت ساتی ۔ پہ معذرت سرہ زما کیبورد پہ مبایل کی عربی دی
دڑبی لپارہ دولت مجبور دی چی د بڑی پہ برخہ کی اوچت علمی اوعربانی کدر اروشی ۔ڑبہ لہ ھر دول احساساتی آؤ ھر زہ گوئی نہ لیری ساتل ڑبہ د تلنے ستر ھویت او دپوھولو را پوھولو یوہ سترہ وسیلہ بل
نیازی نہ دیرہ منہ کوم چی ھغہ د ڑبی پہ برخہ کی ویلی دی
ڑ نیزہ فرھنگ تہ پراختیا ورکول