هغه مې درې یا څلور ځله لیدلی، مجلس مې ورسره نه و کړی خو راته ګران و. زړه ته مې نه لوېدل چې داسې نری ډنګر انسان چې لوړ فشار، د زړه ناروغي، شکره او بله داسې خطرناکه ناروغي نه لري، په ناڅاپي مرګ دې ومري خو ګران ابراهیم هوتک وویل: «دفتر کې ناست و. چې ورغلو ساه یې ختلې وه».
په لومړي ځل مې د ۱۳۹۱ د لړم په ۲۵ مه په بابر بڼ کې ولید. د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د اووم جشن وروستۍ ورځ وه. بل ځل مې تېر کال اوړی ورسره ولیدل. د ماشومانو لپاره د تلویزیوني خپرونو د جوړولو ورکشاپ یې دایر کړی و. د ورکشاپ په پای کې د ګویته انستیتیوت په انګړ کې غونډه جوړه وه او د نانځکو د تیاتر یوه ننداره یې راښکاره کړه. وروستی دیدن مو تېرکال منی د قلم ټولنې په انګړ کې هغه شېبه وه چې موږ د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د اتم جشن لپاره جلال آباد ته روان وو. دی راغی، د افغانستان له مختلفو ولایتونو او مختلفو ژبو لیکوالو او شاعرانو ته یې ښه راغلاست ووایه او د ښه سفر هیله یې ورته وکړه. ما سره درې نیم کلن مجیب الله مې هم و. دی یوازینی بني آدم چې د غونډې چوپتیا یې ماته کړې وه او هغه مهال چې ښاغلي تورستن اورتل ) Torsten Oertel ) وینا کوله، ده دې خوا ها خوا منډې وهلې. اورتل هغه په غېږ کې ونیو او ویې ویل: «دا جشن به په دې خاطر خاص وي چې داسې ګلالی ماشوم هم درسره دی.»
ښاغلی اورتل د آلمان د فرهنګي مرکز «ګویته انستیتوت» رییس و. دی لاړ خو افغانان به د ده خدمتونه هېر نه کړي. د آلمان فرهنګي مرکز د افغانستان د فرهنګ د ودې لپاره ډېر څه کړي دي خو څه چې ماته رامعلوم دي:
× له اتو کالو راهیسې هر کال د معاصرو ادبیات جشن جوړوي چې د هېواد د ډېرو ولایتونو د مختلفو ژبو ليکوال او شاعران ورته رابلل کېږي او له یو بل سره د پېژندګلوي، د تجربو د تبادلې او د خپلو اثارو د معرفي کولو موقع ورته برابرېږي.
× ګویته انستیتوت د تیاتر کلني فیستوالونه جوړوي چې د مختلفو ولایتونو تیاترې ډلې په کې خپلې ډرامې وړاندې کوي او غوره ډرامې جایزې ګټي.
× همدارنګه کلني سینمايي جشنونه د وطن سیمناګرانو ته د فلمونو د ښودلو او د جایزو د ګټلو زمینه برابروي.
× ګویته انستیتوت د ماشوم ادبیاتو ته هم ځینې کارونه کړي دي، د ماشومانو لپاره یې د شعر او کیسو کتابونه چاپ کړي، د مصور بنسټ په همکارۍ یې د ماشوم د ادبیاتو جشنونه او میلې جوړې کړي دي.
× له څو کالو راهیسې د کتاب ښار په ملګرتیا د کتاب نړېواله ورځ لمانځي او خلک د کتاب مطالعې ته هڅوي.
× ګویته انستیتوت په مزار شریف کې د خوشحال بابا په نوم کتابتون جوړ کړی او د ځوانانو لپاره یې د لیکوالۍ ورکشاپونه جوړ کړي دي.
دا د آلمان د فرهنګي مرکز یوازې هغه کارونه وو چې زه ترې خبر یم خو د دوی فعالیتونه تر دې زیات دي. څومره چې زه خبر یم د بل هېڅ هېواد فرهنګي مرکز د افغانستان د فرهنګ لپاره دومره مخلصانه خدمتونه نه دي کړي نو راځئ چې له دولته وغواړو د دوی قدرداني وکړي.
راځئ چې د ښاغلي تورستن اورتل کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ووایو او دا ورته ووایو چې افغانان د چا ښه نه هېروي.