تاند- راپورونه وايي چې له جنرال دوستم څخه د ده د ملي غورځنګ ځینې مهم غړي جلا شوي دي.
جنرال دوستم له څو میاشتو راهیسې په ترکیه کې جلا وطن دی او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د قضیې په خاطر هیواد ته راګرځېدای نه شي.
نورالله سادات، چې د دوستم له جلا وطن کېدو وروسته د ملي غورځنګ مشر ټاکل شوی، د افغانستان په عدلیه وزارت کې هم د دغه ګوند د مشر په توګه ثبت شوی دی.
سادات وايي، فکر نه کوي چې دوستم دې بېرته هیواد ته په اسانه راشي. ده په عین حال کې وویل چې له دوستم سره یې اړیکې پرې کړي دي.
د ملي غورځنګ دوو نورو مشرانو هم، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې له دوستم سره یې اړیکې شلولي او نور نوموړی خپل مشر نه ګڼي.
د ملي غورځنګ مشر سادات هم تایید کړه چې د ګوند اکثرو مشرانو له دوستم سره اړیکې پرې کړي او له ولسمشر غني سره یې کتلي دي.
د جنرال دوستم ویندوی احمد ته ینج په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د سادات په وینا په دغو مشرانو کې د ولسمشر سلاکار او د غورځنګ مهم غړی شاکرکارګر، د ستنډرد د ادارې رييس نقیب الله فایق، د سمنګان پخوانی والي خیرالله انوش، د ترانسپورت پخوانی وزیر محمد الله بتاش، سید کامل اقا، عالم ساعي او عنایت الله کمال شامل دي.
دا ټول د ملي غورځنګ اصلي او مهم مشران دي.
ګومان کېږي چې دغو کسانو ته به په راتلونکو ورځو کې دولتي چوکۍ ورکړای شي.