تاند – د افغانستان له دولتي ادارو څخه د پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د عکسونو لیرې کول پیل شول.

په یوه عکس کې چې تاند ترلاسه کړی دی، د ننګرهار ولایت یو مامور په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ښاغلي عبدالله عکس یې له دېوال راښکته کړی او له مخې یې لیرې کوي.

ښاغلي عبدالله او څو نورو کاندیدانو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پرحال ولسمشر اشرف غني په وړاندې ماتې وخوړه.

عبدالله عبدالله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د یوه ناکام خارجه وزیر په توګه له دندې لیرې شوی وو، له هغه وخت راهیسې څلورځلې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې وخوړله خو دا لا معلومه نه ده چې په راتلونکي دوره کې به بیا ځان کاندید کړي که له سیاسته به لاس واخلي.

3 thoughts on “له دولتي دوایرو څخه د عبدالله عبدالله د عکسونو لیرې کول پیل شول”
  1. مبارک مبارک دا رکار د ستاينو وړ ده او اميدواري پيدا کوي چه اولس مشر دا
    دولتي نارغه او له فساده ډکه سستم ته بدلدن ورکي

  2. abdullah is a doctor but degreeless/exactly he did not finish medical school.
    he finishes residency in pungsheer as spokesman of Ahmad shah Masood.
    now he working for sepah passdaran iran as a raporter,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *