تاند، جمعه، د عقرب ۳مه: د روغتیا وزارت په وروستیو دوه کلونو کې د پولیو د پېښو زیاتېدو او په سږني ۲۰۱۹ کال کې د ۱۹ پولیو پېښو خبر ورکوي.

 د روغتیا وزارت مرستیالې ماموسۍ زېور اندېښمنه ده چې افغانستان لا هم د پولیو له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

د اغلې زېور په خبره پولیو د افغانستان په لویه برخه سیمو کې له منځه تللې خو په ځینو سیمو کې د جدي ستونزو له کبله لا هم ماشومان له دې ناروغۍ څخه تر ګواښ لاندې دي.

 نوموړې وایي، حکومت له ۲۰۱۸ کال راهیسې افغان ماشومانو ته د پولیو واکسینو ۱۱۴ میلیونه دوزونه ورکړي دي، خو لا هم اړتیا ده چې زیات کار وشي تر څو په کندهار، هلمند، ارزګان، کونړ او ننګرهار کې دا ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي: (( له ۲۰۱۷ کال راهیسې دا ناروغي بیا زیاته شوې ده، همدا سږ کال موږ ۸ پېښې په ارزګان، ۵ په هلمند، ۳ په کندهار، یوه په پکتیکا، یوه په کونړ او یوه بله په ننګرهار کې موندلې ده.))

 دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې وړاندې د روغتیا وزارت له اوږده ځنډ وروسته اته نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسینو کمپاین پیل کړ، خو له دغه کمپاین څخه څه باندې دوه میلیونه ماشومان په ۱۵ ولایتونو کې محروم پاتې شول.

One thought on “له دوه کالو راهیسې افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوې دي”
  1. په کندهار ، روزګان ، کونړ ، هلمند او ننګر هار کې چې اکثریت پښتانه اوسي ، د بشریت ، انسانیت او اسلام دښمنان د دې سیمو له ماشومانو سره دومره ظلم کوي چې چنګیزیان ، تیموریان او د نړۍ هېڅ ظالم به نه وي کړی . د دې سیمو ماشومان یې له واکسین ، صحي آسانتیاوو ، ښوونځیو ، داکتر او … نه محروم کړيدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *