دوکتور سیمویل جیمز سټرایکر د هولین فونیکس کنسلټینګ په نوم د یوې کمپنۍ بنسټ اېښودونکی دی. نوموړی د ډېرو کتابونو لیکوال دی او ډېر شمېر اعزازي مډالونه یې ترلاسه کړي دي. نوموړې کمپنۍ په بې ثباته سیمو کې د ټولنیزو او کلتوري څېړنو په برخه کې کار کوي. نوموړی په هغو سیمو کې خورا زیاته تجربه لري چې د شخړو ښکار دي. دی په شمالي افریقا، عراق او افغانستان کې د ټولنیز سائنس پوه په حثیت خورا زیاته تجربه لري. نوموړی په ښوونه روزنه، څېړنه او تکنالوژي کې دوکتورا، د ښووني روزني له لارې په راهبریت کې ماسټري او په فزیکي سائنس کې لیسانس لري. نوموړي پدا نږدې وختونو کې د امریکا هوايي ځواک سره د یو ټولنیز ساینس پوه، د ښووني روزني رئیس، امنیتي مشاور او څیړونکي په توګه کار کړی، همدا ډول نوموړي له نړیوالو ځواکونو لکه ناټو، د امریکي له دفاعي ادارې او نورو نظامي څانګو سره کارکړی دی. نوموړی په افغانستان کې هم پر لوړ پوړي پوسټونو کار کړی دی.
دوکتور سیمویل جیمز سټرایکر له یوې افغان انګلیسي ویبپاڼي (افغان ټریبون) سره مرکه کړې ده چې پوښتنې او ځوابونه یې لاندې ذکر دي.
هغه کومې ستراتیژي کیدائ شي چې عملي شي او افغانان په دې باوري کړي چې امریکا رښتیاهم د افغانانو راتلونکي ستراتیژیک ملګري دي؟
دا یوه غوره پوښتنه ده. خو زه باید ووایم چې د فساد کچه په افغانستان کې تر آسمانه رسیدلې ، البته د دې موخې دا ندي چې فساد یوازې په افغانستان کې دی او په امریکا کې نشته! خو ولې په افغانستان کې دا فساد بیا په لویه کچه ستونزې را زیږولې. څو اداري چارې، امنیت، پرمختګ او بیا په تیره د افغانستان اړیکې له خپلو ګاونډیانو سره زیانمنې کړي.
لحاظه افغانستان ته په پکار ده چې د فساد پر ضد له مبارزې سره جدي شي خو ولې بل لورئ امریکا او ناټو ته هم پکار ده چې دوی د خپلو پرمختیایي پروژو د کنټرول په موخه لارې چارې ولټوي. هو یقینآ موږ د افغانستان د ودانولو په موخه ډېر شمېر پروژې درلودې خو له بده مرغه هغه څه چې دې پروژو لاسته راوړي وي، ندي ترسره شوي.
موږ باید هغه عوامل چې موږ یې له ناکامۍ سره مخ کړي یو، و لټوو چې پدې کې لومړی فساد دی او دویم دا چې معیار نلرو او یا دا چې د تېروتنې احساس سم نه کېده. خو زه باید ووایم چې زموږ یانې د ناټو افغانستان ته را تګ نیک اقدام وه، خو ولې د مسلې د درک کولو توان مو ضعیف وه او هغه دا چې دوی د افغان فرهنګ څخه ناخبره وو او بل دا چې د امریکا او ناټو لخوا له ځواکونو سره چې د افغانستان په سیاست کې ښکیل دی، روابط کړکیچن او غیر مساعد وو.
یو لوی کړکیچ د امنیت دی. افغانستان تر( ۳ )سوه زره زیات امنیتي عسکر لري چې پدې کې وسلوال پوځ، ملي پولیس، سرحدي پولیس، هوایي ځواک او نور ډېر شمېر قوتونه شامل دي. کله چې موږ راغلو او لږ وخت مو تېر کړ نو موږ ته د دې کار اړتیا پېښېده چې ابتدايي عسکرو ته مو روزنه ورکړې وی او دوی د دې اړتیا درلوده چې موږ دوی پر خپلو پښو درولي وي. خو بل لوري ته لوجسیتکي مسایل وو چې زموږ ترمنځ یې مشکلات را پورته کړي وو، بل دا چې د دې وسایلو پر ځای، سم او پر وخت رسول یې هم له فساد تش نه وو.
کله چې زه په کابل کې د ناټو له مرکز سره وم، نو ما دا اټکل کړی وه چې زموږ ترمنځ اړیکې سم لورې ته ندي روانې یانې افغانستان سره مو د یو ښه ستراتیژیک ملګري پالونکي په څیر اړیکې نه درلودي. کله چې افغان وسلوال پوځ هوايي ځواک ته اړتیا درلوده نو موږ دوی ته د مرستې په جریان کې سست ښکاریدو، شاید د دې علت دا وي چې موږ د مخالفینو پر ځایونو د بمبار لپاره لږ ډېر پروسیس ته اړتیا درلوده او دې پروسیس به موږ له ځنډ سره مخ کولو. خو باید زه ووایم چې موږ ځینې داسې تېروتنې هم کړې دي چې د خلکو د خفګان علت ګرځيدلې دي. هغه دا چې موږ تاسې شاهد یو چې زموږ د بمبار په ترڅ کې رغتونونه هم بمبار شول.
خو زه دلته دا نه وایم چې موږ په هوايي ځواک کې له مرستې ډډه کړې ده، باید زه دا روښانه کړم چې موږ د ډېرو تېروتنو څخه چې پدې کې به ملکي وګړې تر برید لاندې راتلل، سخته کرکه کوله. کله چې زه په کابل کې(۳)یا (۴) کاله مخکې د ایساف سره وم نو ماته دا مسؤلیت را وسپارل شو چې د هغې ټولو دوسیو مالومات او شننه وکړم چې د ځانګړو ځواکونو لخوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې جوړې شوې دي یانې د ځانګړو ځواکونو دعملیاتو دوسیې. زه له دې څېړنې، شننې او کتنې وروسته دې خبرې ته ورسیدم چې د بهرنیو پوځیانو د بمباریو په ترڅ کې یوازې ۳٪ سلنه عادي وګړي لکه مېرمنې، ماشومان او معصوم خلک شهیدان شوي او نورو ۳۰٪سلنه برخه یې طالبان له منځه تللي.
ناټو او افغان حکومت زیار ایسته تر څو داسې څه رامنځته کړي چې په پایله کې یې د دوی په اړه په خلکو کې مثبت نظر رامنځته شي، تر څو خلک له دوی سره په همکاري کې مرسته وکړي. دې ډول چوکاټ کې خلکو کولای شول چې د دې پریکړه وکړي چې څه ښه دي او څه بد دي؟ خو ولې زه باید ووایم چې د عادي وګړو او هغو سیاسي چارواکو چې د افغانستان سیاست یې په لاس کې دی، ښه روابط نه وو بلکې واټن شتون درلود. همدا ډول د سیاسي چارواکو او رسنیو ترمنځ هم خورا زیات واټن شتون درلود. لنډ دا چې موږ ویلای شو چې د رسنیو، پولیسو او د افغانستان د حکومت ترمنځ ښې اړیکې نه وې همدا علت دی چې موږ د ارواحي تخنیک له لارې د افغانانو په زړونو کې ځای پیدا نکړئ شو.
تاسو ته مالومه ده چې په سیمه کې د داعش شتون، همدا ډول د طالبانو بریدونو او د سیمه ایزو ځواکونو لخوا یوه نوی اوضاع رامنځته کیدل! نو ایا تاسو فکر نه کوئ چې امریکا له بل هر وخت زیاته نن افغانستان ته اړتیا لري او امریکا باید افغانستان په هر ډګرکې حمایت کړئ ؟
هو، دا ډېره اړینه خبره ده. خو ولې د افغانستان په پښو درول دا مانه نلري چې یوازې او یوازې په نظامي توګه باید قوي شي. بلکې افغانستان اړتیا لري چې په اقتصادي، سیاسي او اداري توګه پیاوړی شي. په دې کې چې څوک ښه ګډون کولای شي هغه ترکیه، هند او ناټو کیدای شي. ولې چې دا هیوادونه د نورو هیوادونو لکه پاکستان، ایران او روسیي په پرتله ډېر ګټور دي ولې چې وروستئ ذکر شوي هیوادونه یوازې افغانستان کمزوری څرګندول غواړي او دا هغه څه دي چې عامه خلک یې هم تائیدوي او موږ پوهیږو چې عامه خلک له ډېرو ژورو حقیقتونو څخه خبر ندي خو ولې بیا هم موږ لنډ ویلی شو چې پاکستان غواړی یو بې ثباته او کمزوري افغانستان رامنځته کړي.
خو یو څه شته چې افغانان سره یو ځای کولای شي هغه د هغو ټولو هغو قوتونو سره پریکون دی چې افغانان په پردی جنګړه کې بوختول غواړی او پدغه ځواکونو کې یو داعش دی. خو ولې زه باور لرم چې داعش به په افغانستان کې بریالی نشی . هغه څه چې زه یې اټکل کولای شم د داعش لخوا افغان حکومت ته لږ ډېره ضربه رسېدی شي. زه ویلی شم چې داعش په افغانستان کې یوه پردی ښکارنده ده همدا علت به د داعش د بربادي علت هم ګرځي. خو ولې د دوی سره یوه لاره شته ، هغه دا چې د طالبانو سره یو شي او یا طالبان په رسمیت وپېژني.
ایا تاسو فکر کوی چې داعش د وهابیانو یا سلفیانو پر سخت دریځه نظریاتو ولاړ ځواک دی، همدا علت دی چې دوی به په افغانستان کې بریا ونه مومي؟
نه، زه فکر نه کوم چې د دې ډلې ډیرئ غړي مذهبي وي. زه باید ووایم چې د افغانانو خپل طبعي او قبایلي جوړښت هغه څه دی چې له امله یې دوی د نړۍ لویو ځواکونو ته ماتې ورکړې ده او د دې یوه ښه بیلګه د طالبانو او روسیانو په شان یرغلګر کیدای شي. خو ولې یوه بله خبره هم کیدای شي
هغه دا چې روسانو د ماتې تر شا اقتصادي عوامل هم و چې د روس د ماتیدو امکان یې زیات کړه. خو څنګه چې دا قبایلي جوړښت د روس د ماتیدو علت وګرځید همدا ډول د کابل د ورانیدو علت هم وه. ډېر ټوپکماران د سیمه ایزو ځواکونو لکه پاکستان تر اغېز لاندې و. تر کومه چې زموږ خبره ده هغه دا ده چې موږ هم د افغان ټولنې جوړښت په اړه تېروتلو! البته که څوک غواړي چې په افغانستان کې پرمختګ ته لاره اواره کړي نو بیا دوی باید د افغان ټولنې پر جوړښتنو ځان پوه کړي.
تاسو د روسیي په اړه څه فکر کوی؟ ایا په دوی د ترهګري په جګړه کې د ملګري ګومان کیدای شي او بیا په ځانګړي ډول په شمالي افغانستان کې؟
افغانستان روسیي ته اړتیا نلري. موږ روسیه ستایو چې یو ښه روزلي شوي وسلوال پوځ لری خو ولې ډېرې پوځ یې له کاره لویدلی دی. زه فکر کوم چې د روسیي د ملګرتیا هیڅ اړتیا نشته او موږ باید روسیه یوازې او یوازې په ډیپلوماټیکو اړیکو کې ځان سره فعاله وساتو. له ترکیه، ناټو او هند سره اړیکې د افغانستان په ګټه دي. تر کومه چې د روسیي د جګړې تاریخي خبره ده، ډېره عجبه ده. دوی د خپل نفوذ په موخه ډېرې حیرانونکې ستراتیژۍ وکارولې، په ځانګړې توګه په افغانستان او شرقي اروپا کې. خو ولې روسیه هم په شمالي افغانستان کې تر ډېره بریده د مخدره موادو او وسلو قاچاق او د پولي پر سر د فساد د معاملو په اړه لږ ډېره اندېښنه لري.
ایا تاسو فکر کوی چې روسیي په همدې بهانه چې د افغانستان په شمال کې ترهګري په زیاتیدو ده نو باید ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان د روسیي نظامي ملاتړ ته غاړه کېږدي؟
دا په هیوادونو د یرغل ډېره زړه طریقه ده او له بده مرغه دا د ډېرو هېوادونو لخوا عملي کېږي او روسيي په افغانستان کې هم دا هر څه وکړل. خو زه د دې معاملې په اړه کوم ډول مالومات نلرم خو ولې دوی به په شمالي افغانستان کې مداخلي ته علاقه وښايي.
کله چې زه په شرقي افغانستان کې پر دنده ګمارل شوی وم نو د دې ډول د یوې ښې بېلګې لپاره باید زه یو بېلګه وړاندې کړم او هغه دا چې پاکستاني ترهګرو به هغه ټرکونه او لارۍ چې زموږ او افغانانو مال به پکې بار وه، سوځول څو دوی له ناټو او امریکا څخه مالي ګټې لاسته راوړي، د دې کړنو په اړه ویلی شم چې پدې کې ډېرې د پاکستاني استخباراتي ډلې آی ایس ای لخوا پرمخ وړل کېدې. ډېرو افغانانو به ماته خبر راکاوه چې دا کار د کراچۍ څخه تر ویش بندر پورې د پاکستان د استخباراتو لخوا ترسره کېږي څو دوی له تاسو مالي ګټې لاسته راوړي. یانې دوی د امنیت په بدل کې پیسې غوښتي.
نو د دې مطلب دی چې غربي رسنی په حقه وې چې کله دوی وویل امریکا ترهګرو ته د خپلو سامانو د را واردولو په بدل کې د کال تقریبا ۲۳۰ میلیونه امریکايي ډالر ورکوی، ایا تاسو د دې ډول معاملو شاهد یاست او آیا داسې کومه معامله د پاکستان د آی ایس ای او امریکا ترمنځ کیده؟
زه له داسې کومې معاملي خبره نه یم خو ولې زه ویلی شم چې د سخت دریځو لخوا د کمپنیو له څښتنانو سره داسې معاملې کېدې.
امریکا څو ځلې پاکستان په دې تورن کړ چې حقاني شبکې ته پټنځایونه ورکوي خو ولې پاکستان اوس هم پدې باور لري چې سخت دریځي د دوی پانګه ده، تاسو په کې څه وايي؟
موږ باید د سرکښي پر نوعیت ځان پوه کړو. د حقاني ډله په خپل منځ کې هیڅ ډول همغږي نلري او داسې نورې هم ډېرې ډلي شته. هو حقاني د پاکستان د استخباراتو لپاره پانګه ده او آی ایس ای له دوی څخه ګټه پورته کوی همدا بېلګه د حکمتیار لپاره هم کارول کېدای شي، خو لنډ دا ویلی شم چې دوی ډېر عجب خلک دي. بلکې حقاني خو په خپله قبیله کې چې ځدراڼ نومیږي هم اختلافات لري او دا اختلافات د حقاني د ورخطايي باعث شوي دي. خو ولې د پاکستان او حقاني ملګرتیا واقعا هم سر خوږې ده او زه باید ووایم چې پاکستان له موږ سره تش په نوم ملګری دی، خو په حقیقت کې نه. موږ د دې شاهد هم یوو چې د حقاني شبکې غړو څخه په پاکستان کې د پولیسو پر پوسټو هیڅ ډول پوښتنه نه کېده او موږ د دې په اړه هم مالومات لرو چې یو ځل د حقاني زوی د پاکستان پوځیانو لخوا نیول شوی وه خو ولې وروسته ډېر ژر پرېښودل شو.
لنډه دا چې یوه ستره تېروتنه دا وه چې موږ نړۍ ته ویل چې پاکستان زموږ ملګری دی خو ولې په حقیقت کې داسې نه وه. پاکستان ترهګري ته په خپله لمن کې ځای ورکړی او هغوی ته امر کوي چې دومره خطرناک شي، لکه نن چې هغوی دي.
که چېرې ستاسو خبرو ته وکتلی شي، نو بیا پاکستان ته د ترهګري پر ضد د جنګ په بدل کې تر ۸ میلیارده امریکايي ډالرو زیاتې پیسي ورکړل شوې، ولې؟
هو، دا خبره ده. خو ولې د پاکستان خلکو او حکومت همدا ډول د استخباراتي کړیو ترمنځ رابطه ډېره عجبه مخینه لري. د پاکستان حکومت تل زیار ایستلی دی چې د ای ایس ای پر کړنو سترګې پټي کړی. خو ولې پاکستان بل لورې ته د هند د نفوذ په اړه هم تشویش لري. راځي پدې سره سلا شوو چې دواړه هیوادونه افغانستان د خپلو موخو لپاره کاروي.
پاکستان د دې توان هم نلري چې خپلې قبایلي سیمې تر خپل کنټرول لاندې وساتي او همدا کیسه په افغانستان کې هم څرګنده ده. نو موږ باید دا پرېکړه وکړو چې ایا قبایلي سیمې د حکومت له سیوري محرومې دي یا دا چې هلته یو څوک حالات همداسې ساتل غواړي؟ زه فکر کوم چې هوښیار خلک په دې ښه پوهیږي.