افغانستان د نړيوال ترورېزم په نوم د نړيوالو زبرځواکو قدرتونو امريکا او برتانيې له خوا دا ديارلس کاله تر واک لاندې نيول شوی دی. دوی افغانستان ته د راتلو په وخت د ناټو د تړون په شريکو هېوادونو غږ وکړ چې يا له دوی سره او يا هم له نړيوال ترورېزم سره ودرېږي. همدا وو چې د ناټو ټولو هېوادونو په افغانستان کې د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه په دې هېواد کې د ګډوډيو د راوستو لپاره لاسونه سره يو کړل. هماغه د روسانو د جهاد په وخت کې چې خلقي حکومت به خلکو ته ويل چې يا له دوی سره ګوندي شي او يا د دوی په اصطلاح له اشرارو سره يو ځای شي او بې طرف ته به يې بې شرف ويل، امريکا او برتانيې هم د ناټو په غړو هېوادونو همدا چل وکړ.

د دوی د ماموريت ديارلسم کال دی خو اوس هم افغانان يو نسبي امنيت نه لري ښاريان کليو او کليوال ښارونو ته په ډاډه زړه نه شي تلای. بده يې لاداده چې د ولسمشر د ماڼۍ تر څنګ هم چاودنې او ځانمرګې حملې کېږي. دوی افغانانو ته دا ګټه ورسوله چې ښه په زغرده او څرګنده توګه يې يو د بل دښمنان وګرځول. افغانان يې په ډلو ټپلو ووېشل، طالب يې پياوړی کړ ټوله سيمه يې په لوی لاس د دولت مخالفينو پرېښوده، اربکيان يې د امنيت  د راوستو لپاره نه بلکې د خلکو د ځورولو لپاره جوړ کړل.

دوی دلته په خپل ناکام ماموريت کې ډېرې تېروتنې وکړې. د دوی د ناکام ماموريت په اړه يوازې موږ نه بلکې د دوی رسنۍهم د دې ناکامۍ خبرونه خپروي. ګارډين برېتانوۍ ورځپاڼې د نړيوال ناکام ماموريت او د افغانستان د راتلونکي برخليک تر عنوان لاندې يوه تبصره ليکلې، دوی وايي دغه مسله اوس ټولو ته لکه لمر غوندې جوته ده، چې نړیوال ځواکونه هم په افغانستان او هم  عراق کې مات شوي او لاسته راوړنې یې ډېرې کمې دي. د برتانیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر میلیبنډ په خپلو بې باکو او تندو څرګندونو کې په دې اړه وايي: د عراق د وضعيت په اړه ټوله محاسبه منفي وه او داسې ښکاري چې، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د څو کلونو لپاره بیا د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.
ډیوېډ میلیبنډ ویلي، په افغانستان او عراق کې د نړیوالې ټولنې ناکامي د دې لامل شوې چې د سوریې په اړه هم د نړۍ د هېوادونو ترمنځ اختلافات راپورته شي.
ډیوېډ میلیبنډ دا څرګندونې مخکې له دې چې په نیویارک کې د ژغورنې د نړیوالې ټولنې مشري پر غاړه واخلي؛ وکړې. نوموړي ویلي، نړیوالې ټولنې په تیرو لسو کلونو کې له حد نه زیات په پوځي ځواک تکیه کړې او په سیاسي او د ډیپلوماټیکه برخه کې يې پانګونه نه ده کړې. د برتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړې؛ د افغانستان د پرېښودو پر ځای باید نړیوال له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي.
دوی په خپله هم پوهېږي چې په دې ديارلسو کلونو کې يې په دې هېواد کې د کور په کور بديو څومره زړي کښت کړي دي. دوی دلته د جګړې لپاره ډګر ښه تود کړی، کله چې دوی خپلې پښې سپکوي نو د ميليبنډ له خبرو ښکاري چې افغانستان به د کورنيو جګړو په تاوده ډګر بدلېږي. دلته طالب، شمالي ټلواله، اربکيان، پوليس او اردو ټول د يو بل دښمنان دي او ټول په وسلو ښه سمبال دي. بس الله دې د ملت چاره وکړي چې که په رښتيا هم افغانستان د جګړې په ډګر بدلېږي دوی به څه کوي، ځکه چې خوار ملت خو نه وسله لري او نه هم کوم بل ځواک بس ډېری به يې د ډلو ټپلو له خوا تېرويستل کېږي او يو د بل په وړاندې به يې جنګوي.

بهرنيانو په دې ديارلس کلونو کې په افغانستان کې له تباهۍ، ويجاړۍ، دښمنيو د ډېرولو، د خلکو له بمبارولو، په څو ډوله نومونو د خلکو د وژلو له کار پرته بل کوم کار نه دی کړی. دوی په هسکه مېنه کې په ودونو بمونه واچول، د هرات په شينډنډ، د فراه په بالابلوک، د کندهار په ارغنداب او شاه ولي کوټ، د کندوز په چاردرې، د وردګو په تنګي، د ارزګان په مراباد او داسې نورو ډېرو سيمو کې يې په ملکي خلکو کلي ړنګ کړل هديرې يې پرې ډکې کړې. دوی خو دلته کوم د انسانيت کار نه دی کړی، په نظامي چارو کې يې مرستې بېرته په خپلو بېسونو لګوي  او په پای کې چې له کوم ځايه وځی خپل بېس د دې پر ځای چې افغان ملي اردو ته يې وسپاري، ويجاړوي او سوزي يې.

دوی په دې ديارلسو کلونو کې هم خپله ماتې ټولې نړۍ ته وښوده او هم يې زموږ ملي بنسټونه، ملي يووالی او ورورګلوي له منځه يوړل.

اوس ددې وخت رارسېدلی چې افغان واکمن مشران له دې اوږده خوبه راويښ شي، ددې پر ځای چې ځان جوړ کړي لږ دې ملت ته هم فکر وکړي دوی بايد په دې حساسو شرايطو کې پوه  او هوښيار اوسي او فکر وکړي چې څه ډول په دې وروستي پړاو کې د دولت د ړنګېدو، ګډوډيو، کورنيو جګړو او د دښمنيو د پراخېدو مخه ونيسي که چېرې زموږ اوسني په واک او ځواک مست چارواکي ددې هيولا مخه ونه نيسي کېدای شي، ملت يو ځل بيا د ګاونډيو دروازو ته ودروي چې دا ځل به کوم ګاونډی دروازه هم ورته خلاصه نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *