افغان مجاهد او پر خداى مين ولس تل په پوره مېړانه له خپل سپېڅلي دين او وطن څخه ساتنه کړې او په دې لاره کې يې د سر او مال بې درېغه قربانۍ ورکړي دي .
شوروي اتحاد، د وخت پر پرمخ تللو وسلو سمبال وحشي پوځيان افغانستان ته راولېږل ، تر څو د شهيدانو دغه ستر ټاټوبى تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د اېمان په وسله سمبال مجاهدينو داسې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ، چې له برکت څخه يې د منځنۍ اسيا هېوادونه هم د روسانو د اسارت له تورتم څخه وژغورل شول، د کمونېزم پر پوچه مفکوره د تل لپاره د بطلان کرښه راکش شوه او د نړۍ له نقشې د شوروي اتحاد د نوم په لرې کېدو سره نړۍ له دې ستر افت څخه وژغورل شوه .
دغه لويه بريا د ډېرو سترو قربانيو په پايله کې تر لاسه شوې ده. د شوروي د يرغلګرو پوځونو او په افغانستان کې د هغوى د لاسپوڅي او غلام رژيم پر وړاندې د سپېڅلي جهاد په دوران کې په لکونو افغانان شهيدان شول، په لکونو خپل اندامونه له لاسه ورکړل او په ميليونونو هجرت ته اړ شول .
د شوروي د سرو يرغلګرو پوځونو پر وړاندې په سپېڅلې جهاد کې ګڼ شمېر افغانانو د ونډې په لرلو سره خپل ايماني مکلفيت ادا کړ او يوځل بيا يې ثابته کړه، چې تر ټولو لوى مادي طاقت هم د ايمان او عقيدې پر وړاندې نه شي تم کېداى او تل برى د هغه چا په برخه وي ،چې الهي نصرت ورسره مل وي.
د شهيدانو د دې ستر ټاټوبي ځوان نسل ته هم په کار ده، چې د خپلو پلرونو دغه له وياړه ډکه لار تعقيب کړي او د هغوى د کارنامو يادونه ژوندي وساتي .
ګل رحمن رحماني صاحب ،په دې ليکنه، د روسانو پر وړاندې د افغانانو د جهاد او قربانيو د ښکلي تصوير په وړاندې کولو سره نه يواځې دا چې د يو قلموال په توګه يې خپل مسووليت ادا کړى ، بلکې په دې کار سره يې د خپل شهيد پلار تر څنګ د جهاد د لکونو شهېدانو حق هم ادا کړى دى.
که څه هم چې رحماني، د روسانو پر وړاندې د جهاد په وختونو کې نه و او په خپله يې په وسلوال جهاد کې برخه نه لرله، خو د جهاد د پيل او د مېړنيو مجاهدينو د جهاد وياړنې يې داسې انځور کړي دي ، چې که څوک رحماني ونه پېژني نو انګېرنه به يې دا وي،چې هغه هم په وسلوال جهاد کې ونډه اخستې ده.
هغه هڅه کړې، چې ليکنه يې په کليواله ژبه وي، په جهاد کې د نارينه وو تر څنګ د ښځو ونډه هم انځور کړي او راتلونکي نسلونه پر دې وپوهوي،چې پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال افغانانو څومره ستونزې ګاللې دي .
دې ځوان ليکوال،د خپل مجاهد اولس له وياړه ډک جهاد يادونه په اړينې، خو لږ اوږدې مقدمې سره پيل کړي او له افغانستان څخه د شوروي د پوځيانو پر وتو يې پاى ته رسولي دي.
کېداى شي هغه به نه غوښتل ، چې د روسانو له وتو وروسته د مجاهدينو تر منځ د کورنيو جګړو په يادښت سره په خپله دې ليکنه کې د روسانو پر وړاندې د افغانانو ستره بريا پيکه کړي؛ خو تمه مې دا ده چې بيا قلم ته لاس کړي او د اسلام او افغانستان د دښمنانو لخوا د پلان شويو دې ناخوالو اصلي انځور هم وړاندې کړي.
رحماني په خپله دې ليکنه کې د روسي يرغلګرو پر وړاندې د مجاهدينو د مبارزو تر څنګ ، چې د ليکنې اصلي موخه ده د زمري او پلوشې د مينې په څېر په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلو پېښو ته هم ځاى ورکړى ، چې دا کار د ناول له ځانګړنو څخه دى .
د ګل رحمن رحماني، دغه ليکنه، له خپل دين او وطن سره د افغان اولس د ژورې مينې داسې کيسه ده، چې په بيا بيا لوستلو ارزي .