په دې وروستیو کې چې له دندې د عطامحمد نور د استعفا منل کېدو خبر خپور شوی او ورسره ده یانې (عطامحمد نور) خپله مښوکه بېرته پاکه کړې او ویلي یې دي چې زما استعفا پخوانۍ او سمه نه ده، ما هغه مهال په شرطونو استعفا کړې او… ورسره جوخت ځینو هغو کسانو ته خدای ورکړې چې په وروستیو کلونو کې هغه په اصطلاح له غوړې شورا بې برخې پاتې شوي دي او اوس غواړي خپله ډوډۍ لمده کړي. دغه کسان چې نه پخوا د قانون تابع و او نه هم اوس د قانون څه پروا لري او هغه مشهور متل دی چې وایي «له ویشې په تالا رضا دي» دغه کسان چې په پخوا کې یې یوازې د جګړو په ډګر کې مشهور شوي وو، نه یې زده کړې کړې وې او نه یې بل کمال درلوده که رښتیا ووایو دوی د جګړې کومه جبهه نه وه فتح کړې او نه دومره وړتیا درلوده! یوازې یو څو کسان یې راټول کړي وو او په وړو وړو تنظیمي جګړو کې یې برخه اخیستې او د خلکو او دولتي شتمنیو په چور او تالان کې یې پیسې پیداکړې وې او کوم بل د پام وړ کار یې نه و کړی. د روسي ځواکونو او د ډاکتر نجیب الله حکومت سره له وړو او غلچي جګړو وروسته په کابل او نورو ولایتونو کې تنظیمي جګړې د دغو کسانو له پاره د ثروت او شهرت ښه فرصت و. په کابل کې د تنظیمي جګړه اتلانو له نومونو سره به ټول بلد وي لګه قلم، چمن، زرداد، ګدا، پنا، بهلول، جلندر، بصیر سالنګی، شفیع دیوانه، قلیچ، توپان او نور…  خو کله چې په افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته چې څه ناڅه د دولتي بنسټونو جوړېدو وخت ورسېد نو ددغو کسانو له پاره ځای پیدا نه شو چې خپله اکاډمیکه پوهه؟! په کې پلې کړي سره له دې چې همدغه ډول ځینو ته بیا فرصت برابر شو، ځینې په کې د لوی درستیز، کورنیو چارو او دفاع وزارت، معینیتونو، امنیه قوماندانیو، ولایتونونو او نورو څوکیو ته ورسېدل او څرنګه چې د حامد کرزي له لورېینې، پېرزوینې او مهربانۍ هم برخمن وو نو ښې مزې یې وکړې او کوي لا خو ځینې نورو سره بخت یاري ونه کړه لکه بهلول، ګدا او نور چې اوس غواړي بېرته خپل ستوني غوړ کړي او د عطامحمد نور غایله د ځان له پاره طٌلایي فرصت ګڼي. د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې بهلول نومی یوځل بیا راژوندی شوی او ګواښ کوي چې دی به د عطامحمد نور په ملاتړ د خپلو خلکو او مجاهدینو حق د وسلې په زور واخلي او ده ته د نور په څېره کې د امرصاحب شهید؟! او څوک او څوک ښکاري. بهلول په یوه غونډه کې وویل چې چمتو دی وسله واخلي… .

د بهلول په شان نور ډېر کسان هم نږدې هره ورځ عطامحمد نور ته ورځي او هغه په ښکاره جګړې او د ټوپک اخیستو ته لمسوي. ددغو کسانو موخه یو ځل بیا چور او تالان ته له لارې برابرولو پرته بل څه نه ده.  ښایي دوی به له یاده ایستلي وي چې ډېر نور کسان هم په دغه وطن کې شته چې له دوی سره جوړېدی شي او د فرصت په تمه به دوه پښو ناست دي، دغه بنګ یوازې د بهلول او بهلولیانو په کلو کې نه بلکې د نورو په مغزو کې تر دوی ډېرې زورورې څړیکې وهي چې که خدای مه کړه دغه ډول کومه تېروتنه چاوکړه بیا به یې هیڅوک راټوله نه شي کړی. بیا به خدای مه کړه کوڅه په کوڅه، کلی په کلي جګړې پیل او د خلکو سر، مال او ناموس به چور او تالان شي او که رښتیا ووایم پایله یې هم ځکه مالومه ده چې پخوا هم دا لوبه تکرار شوې، کابلیانو او نورو وطنوالو د ډېرو دا ډول پړانګانو منډې په خپلو سترګولیدلي دي. زما وړاندیز عطامحمد نور او د جمعیت نورو سرلارو ته دادی چې لږ فکر وکړي، د هرې خبرې پایلې خپل ذهن کې وسنجوي، اوس چې افغانستان یو څه سمې لارې ته برابر شوی او د سیاسي مبارزې میدان د ټولو پرمخ او سپینه به یې سره ووایو تر ډېره تاسې ته پرانیستی دی او ښه ګټه مو له همدغو شرایطو کړې ډېرې پیسې موټولې کړي د استحقاق خلاف مو ډېر دولتي امتیازونه اخیستي او لا هم خوندونه او مزې ترې اخلئ، که باور مو نه راځي یو ځل ټول دولتي بنسټونه وګورﺉ چې څومره تاسې (جمعتیان) او څومره نور ملت دی هلته درمالومېږي نو ځکه خو زما نه د ټولو هغو کسانو چې په دغه ملت یې زړه سوځي غوښتنه ده چې د حرص او زیات غوښتنې په خاطر دغه ملت په اور مه اړوﺉ، د بهلولیانو په اوتو بوتو مه غولېږﺉ!

بله دا چې په خپله عطامحمد نور هم کله ناکله وایي چې شنه، نارنجي… او څه… اوڅه ډول حرکتونه پیلوو او له ځینو احساساتي ځوانانو غواړي چې په دغه ډول حرکتونو کې یې ملاتړ وکړي چې سرکونو ته راووځي، دولتي بنسټونه وتړي او دا… او دا… وکړي، ښه یې واوره! نه اوس د افغانستان اوسني شراط دغه ډول حرکتونو ته برابر دي او په ډانګ پېیلې خبره نه د افغانستان خلک ددغه ډول حرکتونو تجربه، ظرفیت او وړتیا لري او نه یې جوګه دي.

د شرایطو په اړه خو لکه لمر روښانه ده او موږ ټولو د سر پر سترګو ولیدل، چې د کابل په دهمزنګ کې د جنبش روشنایي لاریون او د سالم ایزدیار جنازې مراسمو کې څه پېښ شول او بیا هم د دغه ډول پېښو تکرار شونی دی، فکر نه کوم چې هیڅ ضمېر والا انسان دې ددغه ډول خطرونو په مخامخ لیدلو سره بیاهم د خلکو اولادونه د ځانمرګه بریدګرو د بمونو خولې ته وتړي. پاتې شوه د مدني حرکتونو په اړه د افغانستان د خلکو تجربه چې پر خپل وخت امتحان شوې ده. ایا له یاده مو ایستلي چې یوازې په دې خاطر چې په کوم ډېر لرې ځای لکه ګوانتانامو زندان کې چا یا کوم بې مغزه کشیش د امریکا په کوم ښار کې قران کریم ته سپکاوی دی، دلته په افغانستان کې خلک بازارونو ته راووتل د خلکو او عامه شتمنۍ یې وسوځولې څو کسان په دغه غویمنډ کې ووژل شول او د سر او مال درانه زیانونه یې پرځای پرېښودل او مالومه هم نه شوه چې قران کریم ته د سپکاوي په اړه شوې ادعا رښتیا او که دروغ وه؟

نو ښاغلیه!

که ته بې تجربې او عقده یي ځوانان د خپلې ډلې غوښتنو او ګټو په خاطر چې له بده مرغه کله ناکله قومي زهر هم پرې دوړوې تر شعارونو لاندې سرکونو ته راوباسې او یا ورته ووایې چې دولتي بنسټونه وتړي زما خو ګومان دادی چې دغه کسان تر پایه بیا ستا امر ته نه ګوري، په چور او تالان څه! چې ان مرګ ژوبلې ته لاس اچوي او داسې ناورین به رامنځته کړي چې د چا پلار یې هم کنترول نه شي کړی نو ځکه خو زما سلامشوره داده چې له دغه ډول خبرو تېرشې دا ځکه چې له دې خبرو ډېر بد بوی راځي!  

2 thoughts on “له دې خبرو ډېر بد بوی راځي | ودان روښان”
  1. There were many people involved in Jihad, I saw many young and brave Arab fighters fighting very hard against soviet troops with spending their own money which means they were not begging ISI to give them donated dollars. Any person who did Jihad and dying for power and dollars is definitely not Mujahid.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *