ژباړن: حضرت عثمان نوري
حافظه (دماغ) د فعالیت یوه پېچلې پروسه ده، که تاسې څه ګورئ، څه لولئ، او یا هم څه اورئ؛ څومره ژر یې زده کولی شئ؟ دا پوښتنې ستاسو د ذهن پورې تړاو لري.
انسان هره ورځ د هر مهم کمال یادولو لپاره په ځان هر ډول خواري او مشقت تېروي، څو یې راتلونکی روښانه شي. که د ښوونځي لوستونه او د بېلابېلو مضمونونو موضوعات مو ژر ذهن ته نه داخلیږي، نو اراوا پوهانو د لته نهه لارښوونې ذکر کړي دي، که یې عملي کړئ، د یاداښت روحیه مو پرې پېاوړې کولی شئ.
لومړی مرحله: حافظه مو فعاله ساتئ
زموږ دماغ د هغو پېښو په تړاو چې یو څه تجربه کړي، ممکن وخت ونیسي، تاسې خپله حافظه فعاله ساتئ. که تاسې د لوست لپاره خپل فکر سم نه کړئ، نو حافظه مو هېڅ اخذ نه شي کولی او په درس خونه کې مو ناسته بې ګټې ده.
دوهمه مرحله: حافظه مو ثابته اوساتئ
که تاسې په تېر وخت کې څه زده کړي وي، او د وخت په تېرېدو سره مو بیا زده کړو ته شاه شوې وي، ممکن د یاداښت قوه مو کمزورې شوې وي. همداراز یو بل ښکاره مثال ددې خبرې په تایئد موږ دلته لیکو: که تاسو ورځنېو چارو ډېر ستومانه کړي یاست او ماښام مو طبېعت ګډوډ وي، نو د ورځې په فعالیتونو ښه غور نه شئ کولی او ټول پام مو بیستر (خوب ځای) ته وي، خو که سهار وختي له خوبه ویښ شئ، بیا مو حافظه غښتلې او تازه وي او په هغو چارو ښه غور کولی شئ چې تاسو تېره او یا نورو ورځو کې کړې وي.
دریمه مرحله: په تېرو زده کړو تمرین وکړئ
د تېر شويو موضوعاتو بیا کتنه ستاسو حافظه په تمرین بوختوي او دا کار ستاسو د حافظې لپاره ګټور کار دی. هغه موضوعات چې تاسو په تېرو وختونو کې یادې کړې وي، او بیا پرې له سره کتنه وکړئ، نو دا ستاسو د حافظې لپاره ګټور پلان دی. هر کله چې تاسو په ذهن تمرین کوئ په دې کار سره ستاسو حافظه غښتلې او اړیکې مو پیاوړي کیږي.
څلورمه مرحله: فکر مو سم کړئ
ستاسو فعاله حافظه د کتابچې په څېر ده، او په کتابچه کې موږ نوي او تازه مالومات په عادي توګه زېرمه کوو.
څېړنو دا هم ښودلې، چې زده کړیزه مراقبت او سیالي کول ستاسو ذهن غښتلی کولی شي، که تاسې پرلپسې ۸ اونۍ خپل مراقبت ته دوام ورکړئ، دا ستاسو په حافظه تمرکز کوي او د یاداښت قوه مو پرې پیاوړې کیږي.
پینځمه مرحله: له قهوې ګټه واخلئ
څېړنو ثابته کړې ده، چې د چایو او په ځانګړي ډول د قهوې څښل ستاسو حافظه آرموي او ستوماني مو له مېنځه وړي. څېړنو دا هم جوته کړې ده چې د کیفین ټابلیټو کارول ستاسو ذهن په رغونه کې مهم رول لري.
شپږمه مرحله: توتان، ګیلاس او تازه مېوه وخورئ
که تاسو له توت زمیني، ګیلاس (الوبالو)، مڼه، شفتالو، الوچه او داسې نورې ګټورې مېوې هر ورځ وخورئ، دا ستاسو د یاداښت قوې ته وده ورکوي او آغېز یې یواځې له درې اونېو وروسته وګورئ.
ورزش ډېرې ګټې لري، وزن مو کنترولوي، د نورو ناروغېو مخنیوی هم کوي او ددې ترڅنګ منظم تمرین ستاسو د ذهن د غښتلتیا لپاره هم ګټور درمل بلل کيږي. که تاسې د ورځې له لسو دقیقو زیات ورزش وکړئ، دا ستاسو د حافظې لپاره ته ګټور زېری دی. څېړنې ښودلې ده چې منظم تمرین ستاسو حافظې ته وده ورکوي.
اتمه مرحله: ژاولې وژدوئ
د دې لپاره چې ستاسو حافظه پیاوړې شي او ډېر شیان په لنډ وخت کې زده کړئ، نو د ژوالو ژوول ستاسو ذهن په حرکت راولي او کولی شي چې ستاسو ذهن پراخ کړي او دا چاره ستاسو حافظه تازه یا ریفریش ساتي.
نهمه مرحله: د شپې ډېر ویښ مه پاتې کیږئ
که تاسې ورځنېو چارو ستومانه کړي یاست، نو پوره آرام او خوب ته اړتیا لرئ، ددې لپاره چې خپله ستوماني مو په آرام بدله کړئ، نو خپل خوب مو منظم کړئ او په خپل وخت خپل خوبځای کې خوب وکړئ. څېړنو دا هم ښودلې ده چې کله ویده کیږئ، نو د برېښنا ګروپ مو بند کړئ او خوب په تیاره کې وکړئ؛ دوی ټینګار کوي چې په تیاره کې ښه خوب کیږي او دا د ذهن د آرامښت لامل ګرځي. څېړنې دا هم ښايي چې نه یوازې د خوب کولو وروسته مو حافظه غښتلې کیږي، بلکې دا هم مهمه ده چې د نوو مسلو زده کولو دمخه هم خوب وکړئ.
January 26, 2018