تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: مالیې وزارت وایي، له دې وروسته به د ترانسپورتي خدمتونو محصولات د سیکوډا بریښنایي سیستم له لارې راټولیږي.

نن په همدې موخه د مالیې د سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ریل ادارې د رئیس او ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد یما شمس، تر منځ یوه هوکړه هم لاسلیک شوه.

مسوولان وایي، له فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ او د روڼتیا رامنځته کولو، اصلاحاتو عملي کولو، عوایدو زیاتېدو او د ټرانسپورټي خدمتونو د محصولاتو په راټولولو کې د حساب ورکړې او روڼتیا په برخو کې له نړیوالې ټولنې سره د دولت د دوه اړخیزه ژمنو پلي کول د دې هوکړې اساسي هدف او موخه ده.

د مالیې وزارت وایي چې د دې هوکړه لیک له مخې د ټرانسپورټ وزارت او د افغانستان په بندرونو کې د یاد وزارت کارکوونکي نه شي کولی د ټرانسپورټي خدمتونو له درکه فزیکي پیسې ترلاسه کړي او همدا شان د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د معافیت توکو په شمول ټول وارداتي، صادراتي او ټرانزیټي توکې د محصول وړ دي.

د هوکړه لیک له مخې د مالیې وزارت مکلف دی، چې د سیکوډا سیستم له لارې د ټرانسپورټي خدمتونو محصول راټول او د خزاینو لوی ریاست له لارې یې د ټرانسپورټ وزارت حساب ته ولیږدوي.

د وزارت د مالوماتو له مخې چې د هر ډول ټرانسپورټي خدمتونو محصولات، چې د افغانستان له لارې تېرېږي د سیکوډا سیستم متفرقه تعرفې له لارې راټول او مالیه وزارت به د ټرانسپورټ وزارت کارکوونکو ته د اسیکوډا سیستم په برخه کې روزنه ورکوي.

د مالیې وزارت هیله څرګندوي چې د دې هوکړه لیک له پلې کېدو سره سم به د ټرانسپورټي خدمتونو د محصولاتو په را ټولو کې اسانتیا رامنځته او په دې برخه کې به د اداري فساد مخه ونیول شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *