تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به غیر دولتي مامورین هم د تقاعد له حق څخه برخمن وي.

د دغه وزارت په وینا، ولسمشر غني د غیر دولتي مامورینو د تقاعد مقرره نافذه کړې ده چې په درې فصلونو او ۲۲ مادو کې ترتیب شوې ده.

دا مقرره به په افغانستان کې د غیر دولتي او خصوصي سکټور د کارکوونکو د تقاعد د حق په اړه لومړنی سند وي چې له مخې به یې خصوصي ادارې خپلو کارمندانو ته د هر کال تېرولو په بدل کې د یوې میاشتې معاش ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په خصوصي بنسټونو او ادارو کې کارمندان د تقاعد له حقه برخمن نه وو او نه هم کومې ادارې په دې اړه د مسوولیت احساس کړی دی.

په همدې حال کې د رسنیو او ژورنالستانو فدراسیون او د کارګرو ملي ټولنه وايي، له عدلیې او فرهنګ وزارت سره یې په دې مقرره دوه کاله کار کړی دی چې خبریالان او کارګر به هم له دې حقوقو څخه برخمن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *