(درېيمه برخه)
په دغه څپرکي کې:
– جهادي قومندانان او بن لادن…
کرزی، توني بلېر، کالن پاول او جنرال ميکول…
– د ډاکترعبد اله څرګندونې…
– شمالي ټلواله او توکميزې ناندرۍ…
– د امريکا سمندري ځواک، وژنې اوتېروتنې…
استاد شهسوارسنګروال
شمالي ټلوالې که له يوې خوا کوښښ کاوه چې په نړۍ کې دېپلوماتيکې هڅې پراخې کړي او نړۍ ته وښيي چې دوی د متمدنو انسانانو په څېر دېپلوماتيکو هڅو ته ژمن دي او له بلې خوا په دې هڅه کې ول چې د طالبانو په نوم يو شمېر هغه ځواکمن او واکمن کسان هم وځپي چې د مخه يې د دوی تېر کړه وړه نړيوالو ته په ګوته کړي ول.
دريمه خبره چې د يوې سترې غميزې بڼه يې درلوده هغه توکميزو ناندريو ته لمن وهل وه چې د طالب په نوم يې ډېر مخور پښتانه په بېلابېلو پلمو د سياست له ډګره يا وويستل او يا يې له مينځه يووړل. نړيوالو ځواکونو چې د دوی هر وړانديز په پټو سترګو مانه، يو شمېر هغه سيمې چې اوسيدونکي يې ټول پښتانه ول د طالب په نوم ورپه ګوته کړل، او هغوی هم په ډېرې بې رحمۍ وځپل. د هېښتيا او حيرانتيا خبره خو دا ده چې د مجاهدينو پخوانيو قومندانانو امريکايي چارواکو ته د پيسو او وسلو د ترلاسه کولو په پلمه وړانديز وکړ چې موږ غواړو ملا محمد عمر مجاهد او اسامه بن لادن پيدا کړو. نو ځکه يې د قوس په اتلسمه (۱۸) نېټه (۱۳۸۰کال) چې د ۲۰۰۱ ز کال د ډسامبر له نمهې (۹) نېټې سره برابر وه، د مجاهدينو وسله والې ډلې د کندهار له غرونو را واخله تر تورې بوړې هماغسې د ننګرهار د سپين غره تر تړو پورې دېته وګمارل شوې چې هغه «مجاهد اسامه» ونيسي چې د برهان الدين د واک په مهال په ډېر عزت او درناوي د يوې الوتکې په وسيله افغانستان ته راوستل شو.
د حضرت علي په نوم يوه قومندان چې وسلوالو يې په سپين غره کې د بن لادن لټون کاوه، حاجي قدير ترې وپوښتل چې د دې دندې په تړاو دې څومره ډالره ترلاسه کړي دي؟
هغه ورته وويل يو لکو اويا زره (۱۷۰۰۰۰) ډالره! نوموړي ترې په ترخې ژبې وپوښتل: پنجشېريان په يوه متر دومره ډالره ترلاسه کوي او ته په سوونو مترو، دومره ډالره اخلې؟ بې عقله کوشتانيه!! ددغې موخې په پلمه، ډېر هغه مجاهدين چې پر برتانيه، امريکا او يا نورو اروپاپي هېوادو کې سياسي پناوې اخيستې وې د ډېرو ګټو لپاره بېرته را ستانه شول.
له يوې خوا د مجاهدينو وسلوالو ډلو، ملا عمر مجاهد او اسامه بن لادن لټوه او له بلې خوا د نړيوالې ټلوالې الوتکو په توره بوړه بمبارۍ کولې.
د دغو پرلپسې پېښو له امله ځنې پايلې د پام وړ وې، چې بېلګې يې داسې دي:
١-د امريکې سمندري ځواکونه د قوس په ۱۹ نولسمه (۱۳۸۰ لېږدي) نېټه چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر له لسمې (۱۰) نېټې سره برابره وه د ملا عمر د لټولو لپاره مخ په کندهار را توی شول او په دغو عملياتو کې ملکي خلکو ته ډېر زيانونه واوښتل.
٢-له يوې خوا د بهرنيو ځواکونو ګواښ او له بلې خوا د ملا نقيب او ګل آغا شېرزي د وسلوالو تر مينځ خونړۍ جګړو ډېر کنداريان وګواښل.
٣-د افغانستان د پوځي او سياسي ستونځو په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزير کالن پاول د روسيې له ولسمشر پوتين او د بهرنيو چارو وزير «اېوانوف» سره وليدل، پداسې حال کې چې د امریکې متحده ايالاتو کوښښ کاوه چې د پخواني پاچا تر مشرۍ لاندې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو ګټې خوندي وي، خو روسيې په دې ټينګار کاوه چې د برهان الدين رباني په مشرۍ د شمالي ټلوالې ونډه بايد په راتلونکي حکومت کې غوښنه او ټاکونکې وي، نو ځکه په کابل کې د امريکې، برېتانيې او روسيې استازي په خپلو کې جرګه شول.
٤-د قوس (ليندۍ) په شلمه نېټه (۲۰۰۱/ ۱۲/ ۱۱) د اسامه بن لادن د القاعدې يو شمېر غړي په توره بوړه کې ونيول شول. د دغې ډلې نورو جنګياليو هم ژمنه وکړه چې تسليمېږي خو په دې شرط چې و نه وژل شي د دوی شمېر د زرو تنو په شاوخوا کې و، لخدر ابراهيمې هم په دغه مهال په کابل کې وه، له سياسي او پوځي ډلو سره يې ليدنې او کتنې کولې.
٥-د ډسمبر په دوولسمې (۱۲) نېټې (۲۱/۹/۱۳۸۰کال) د القاعدې جنګياليو له تسليمېدو نه ډډه وکړه او پاکستان ته واوښتل. هغه پاکستاني جنګيالي چې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ جنګېدل او بيا ونيول شول، ډېر ژر پاکستاني چارواکو ته وسپارل شول چې موږ يوازې د جلال اباد ښار يادولی شو چې يو سلو پنځه پنځوس (۱۵۵) تنه خوشي شول.
٦-د ډسامبر په ديارلسمې (۱۳) ڼېتې حامد کرزي د رباني او سياف په ګډون له يو شمېر جهادي مشرانو او قومندانانو سره وليدل. د واک د لېږد کميسون په غوښتنه د فرانسې سمندري ځواکونه د تاجکستان له لارې مزار شريف ته ورسېدل.
ياد کميسون له ۶+۲ هېوادونو نه وغوښتل چې د واک د لېږد مراسمو ته خپل استازي را واستوي چې د ډسامبر په ۲۲ نېټې پيلېږي. د اروپا ګډ بازرا په بروکسل کې هم غونډه وکړه چې څلور زره (۴۰۰۰) پوځيان د امنيت د نيولو لپاره افغانستان ته را ولېږي.
دوی دغه ژمنه هم وکړه چې له سوله ساتو ځواکو سره يو ځای به اقتصادي او ټولنزې مرستې هم کوي.
د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمې د بن د کنفراس د پرېکړې له مخې و پتېله چې په افغانستان کې نړیوال سوله ساتی ځواک ځای پر ځای شي. ولې شمالي ټلوالې غوښتل چې خپل جنګيالي هم ور ګډ کړي.
د قوس په پنځه ويشتمې (۲۵) چې د (۲۰۰۱ ز کال) د ډسامبر له ۱۶ نېټې سره برابر وه عبدالله عبدالله د بي بي سي له څلورم (۴) چينل سره په مرکه کې وويل:
نور د پښتنو دوه نيم سوه کلنه واکمني په افغانستان کې اوږدېدی نشي، دا ځکه چې په نړۍ کې ډېر ستر بدلونونه يو د بل پسې مينځته راغلي دي.
له يوې خوا د شمالي ټلوالې دا ډول څرګندونې وې او له بلې خوا نړيوالې ټلوالې د بن په کنفرانس کې طالب استازو ته بلنه ورنکړه چې د يوه سيال په توګه د افغانستان د راتلونکې په باب وغږېږي.
نو ځکه يوه لويه تېروتنه همدا وه چې په افغانستان کې جګړه وغخېده او د حل لارې چارې ډب شوې.
پوځي او دېپلوماتيکې هڅې:
له يوې خوا د طالبانو او القاعدې پر وړاندې درنې بمبارۍ روانې وې او له بلې خوا د امريکا متحده ايالاتو او د دوی متحدينو هڅې کولې چې خپلې دېپلوماتيکې هڅې چټکې کړي.
د امريکا د دفاع وزير رامس فېلډ Rams Feald د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د موقتي حکومت له مشر حامد کرزي سره وکتل او له قسيم فهيم سره يو ځای، بيا د بګرام هوايي ډګر ته لاړ او له خپلو پوځې ځواکونو سره يې وليدل.
دا هغه مهال و چې د درنو بمباريو له امله د القاعدې دوه سوه جنګيالي په دغه ورځ ووژل شول او پنځه ويشت (۲۵) تنه ژوندي ونيول شول.
د برېتانيې يوه پوځي ډله هم کابل ته راغله چې نړيوال سوله ساتی ځواک فعاله کړي.
د ترکې هېواد که له يوې خوا خپل سفارت د بيا رغاونې کار پيل کړ، خو له بلې خوا يې جنرال دوستم ته سپارښتنه وکړه چې د افغانستان له روان سياسي بهير سره مل شي.
د ډسامبر په اوولسمه (۱۷) نېټه رامس فېلډ د امريکا د سفارت په بيا پرانستنه کې برخه واخسته چې په ۱۹۸۹ ز کال د جګړو له کبله تړل شوی و. فېلډ وويل چې ډېر زر به خپل سفير افغانستان ته ولېږي.
په همدغې نېټې په ډله ييزو رسانيو کې ډاګيزه شوه چې د القاعدې څلوېښت (۴۰) جنګيالي په توره بوړه کې ونيول شول او په سوونو تنه ووژل شول.
په دغو عملياتو کې د امريکې او برېتانيې ګډو پوځونو برخه اخستې وه.
حامد کرزي د دغو دېپلوماتيکو هڅو په رڼا کې د اېټالې هېواد ته سفر وکړ، چې له يوې خوا د روم له چارواکو او له بلې خوا له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره وګوري چې د هغه نوې سپارښتنې تر ګوتو کړي او هم د راتلونکې لويې جرګې په تړاو ورسره سلا وکړي.
دی روم ته په لاره په لندن کې تم شو، که څه هم د هغه هېواد صدراعظم توني بلېر د يو زرو پنځه سوو (۱۵۰۰) تنو سوله ساتو ځواکونو د لېږلو ټټر وهلی و.
کرزي دوه ساعته له محمد ظاهر شاه سره اوږدې خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې هېواد ته د بېرته راګرځېدو په لړ کې لويه جرګه د ده تر مشرۍ لاندې پرانستل شي… (چې په پای کې ۱۳۸۱ کال د حمل ۲۹کابل ته راغی) حامد کرزي د دعا په دود لومړی قران کريم ښکل کړ او بيا د ظاهر شاه لاسونه… په دې هيله چې پخپلو کارونو کې بريالی شي.
د امريکې وسلوال ځواکونه، نه يوازې افغانستان ته ډلې ډلې را روان ول، بلکې د مينځنۍ اسيا هېوادونو ته څېرمه مورچلې نيولې وې، چې يوازې په قرغزستان کې څلور زره (۴۰۰۰) کسان ځای پر ځای شول. همدغسې ازبکستان او تاجکستان هم د ساري په توګه يادولی شو.
د جرمني هېواد هم تر دغه دمه د زرو تنو (۱۰۰۰) په شاوخوا کې خپل وسلوال، نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ليکو ته سپارلي ول.
د ډسامبر تر يوويشتمې (۲۱) نېټې د يوې شمېرنې له مخې تر دغه دمه اوه زره (۷۰۰۰) تنه د القاعدې او طالبانو غړي بنديان شوي ول.
هغه مهال چې دامريکې استازو د انتقالي حکومت د پرانستې په مراسمو کې برخه واخسته نو په دغه ترڅ کې له حامد کرزي وغوښتل چې د دېپلوماتيکو هڅو د لا ودې او پرمختګ په هېله د نوي کال په پيل کې امريکې ته سفر وکړي.
د سيمې هېوادونو استازو هم په مراسمو کې برخه اخستې وه او د دېپلوماتيکو هڅو او دودونو له مخې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژند.
دغه مراسم چې د کورنيو چارو په وزارت کې د جدي په لومړی نېټه (۱۳۸۰ل کال)، چې د ډسامبر له ۲۲ نېټې سره (۲۰۰۱ ز کال) برابره وه پيل شول، لږ تر لږه پکې دوه زرو تنو کورنيو او بهرنيو مينه والو ګډون کړی و، غوڼده د قران کريم په څو مبارکو آيتونو پيل شوه. وروسته نارسمي تش په نامه ملي سرود وغږول شو.
په غونډه کې ګڼو ګډونوالو بهرنيو او کورنيو کسانو خبرې وکړې چې موږ سيد حسين حسيني، قانوني، دوستم، رباني، حامد کرزي… او همدا راز لخدر ابراهيمې، د ايران د بهرنيو چارو وزير «خر رازي» او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.
د المان صدراعظم، د اېټالې، روسې، پاکستان، چين، ترکې او د يو شمېر نورو هېوادونو استازو هم له حامد کرزي نه خپل ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې د افغانستان د سياسي او اقتصادي ثبات لپاره به هر اړخيزه مرسته کوي.
جنرال ميکول د نړيوالو ځواکونو په تړاو ډاګيزه کړه چې موږ د لنډ مهالې ادارې له دريځ نه ملاتړ کوو. اوس چې هغه شمېر ګڼ مليتيزه ځواک چې شمېر يې د څلور زره (۴۰۰۰) او پنځه زره (۵۰۰۰) تر مينځ اټکل کېږي ژمنه کوي چې د شپږو مياشتو لپاره به له حکومت سره، د امنيت په تړاو مرسته کوي.
جنرال ميکول دا هم وويل، چې موږ ته سپارښتنه شوې ده چې خپل سوله ساتي ځواکونه د افغانستان نورو لويو ښارونو ته هم ولېږدوو.
ملګرو ملتو که له يوې خوا د افغانستان د سولې لپاره سوله ساتي پوځونه افغانستان ته را ولېږل، خو له بلې خوا يې له نړيوال بانک نه د نه (۹) مليارده ډالرو مرسته هم ترلاسه کړه چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره يې ولګوي.
د جدې په دويمه (۲)، دريمه او پنځمه نېټه (۱۳۸۰لېږدي کال) يو د بل پسې د حامد کرزي په مشرۍ د کابينې غونډې جوړې شوې چې د افغانستان د بيا رغاونې، د نوي پوځ د روزنې، له پلازمېنې سره د ولايتونو اړيکې، د دولتي تشکيل له مخې دندو ته د مسلکي کارپوهانو ګمارل او د اجندا له مخې د يو شمېر نورو اړوندو توکو څيړل چې په کابينه کې ځينې غبرګونونه هم را وپارول.
د ساري په توګه جنرال فهيم په دې ټينګار کاوه چې موږ بايد له تنظيمونو نه بايد يو وسلوال پوځ جوړ کړو، په ځانګړي ډول د مقاومت له ځواک نه بايد ډېره استفاده وشي، نو ښه به وي چې له شپږو مياشتو وروسته بهرني ځواکونه ووځي.
ولې حامد کرزي وويل: تر هغې چې ضرورت وي او د افغانستان خلک غواړي بايد په هېواد کې پاتې شي… هېواد والو نور د دې پسې سر نه کرزوه چې بهرنيان راغلي دي، دا ځکه چې د افغانستان خلکو له طالبانو ښه زړه نه درلود چې څو لاملونه يې دا وو:
-
- طالب خپلې بې سری ته د قانون په سترګه کتل.
- پاکستاني سلاکاران په سر کې مولانا فضل الرحمن، سميع الحق، حسن جان او نور په طالبانو دومره برلاسي ول چې د هغوی سپارښتنې يې په پټو سترګو منلې.
- د ښځو او بشري حقوقو پر وړاندې د دوی ناسم چلن او په لسګونو لويې او وړې ټولنيزې تېروتنې .
- د دولتي تشکيل نه درلودل.
- په افغانسان کې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو د بنسټپالو ترورستانو شتون، لکه پاکستاني، چيچنايان، ازبکان، چيني مسلمانان، تاجکي. يمني، عراقي، سوډاني د القاعدې ګڼ غړي او نور.
د دوی سخت دريزي نوره افغانانو ته د ځغم وړ نه وه نو ځکه خو هر څوک يوه بدلون ته سترګې په لار ول.
ولې له بده مرغه د امريکې په مشرۍ چې کوم بريد ترسره شو، داسې ناخوالې را مينځته کړې چې يو ځل بيا يې د طالبانو ځواکمنتيا ته لاره پرانسته.
د شمالي ټلوالې په ناسمو رپوټونو، لوېديځې ټلوالې دطالبانو د ملاتړو په نوم يو شمېر سيمې تر اور لاندې ونيوې او ډېر بې ګناه ملکي وګړي، نر او ښځې د خپلو بمباريو له کبله د غم په ټغر کېنول. يوازې د ډسامبر په يو دېرشمې (۳۱) نېټې (۱۰/۱۰/۱۳۸۰ لېږدي) د هوايي بريدونو په ترڅ کې سل (۱۰۰) تنه وګړي په پکتيا کې ووژل شول.
په همدا سبا چې د امريکا سمندري ځواکونه د ملا عمر د لټون په پلمه هلمند ته لاړل د نيازيو په سيمه کې په لسګونو ملکي وګړي ووژل.
د جنورې په دويمې (۲) نېټې (۲۰۰۲ کال) د فرانسې يو پوځي پلاوی له پاکستان نه تاجکستان ته لاړ چې له هغې لارې خپل پوځونه په مزار شريف کې ځای پر ځای کړي. د پاکستان هېواد په دا سبا نه ويشت (۲۹) تنه لاس تړلي امريکا ته وسپارل.
د جدي په څوارلسمې (۱۴) نېټې (۱۳۸۰ کال) چې د جنوري له څلورمې نېټې سره برابره وه د سټاليټ د راپورونو له مخې د امريکا هوايي ځواکونو د خوست په ولايت بريد وکړ، ديارلس تنه ملکي وګړي يې ووژل او په سلګونو نور يې ټپيان کړل. له دغې نېټې درې (۳) ورځې وروسته يې خپل پوځونه په دې موخه ځای پر ځای کړل چې د حقاني او القاعدې مرکزونه له مينځه يوسي.
د شنګهای غړو هېوادونو په سر کې چين او روسيې په دې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې راتلونکی حکومت بايد د خلکو په خوښه جوړ شي.
د جنوري په نهمې نېټې (۲۰۰۲ ز کال) چې د ۱۳۸۰کال د جدي له ۱۹ نېټې سره برابره وه د برېتانيا صدراعظم توني بلېر له حامد کرزي سره وليدل او په ډاګه شوه چې په افغانستان او ان په کابل کې نا امني ده او شتمن وګړي د وسلوالو لخوا يرغمل کېږي.
د هېواد په نورو سيمو کې هم ورته اندېښنو شتون درلود، ان تر دې چې حاجي قدير د امريکې له استازي خليلزاد سره وليدل او ورته وويل: چې د بن د کنفرانس په رڼا کې بايد د ننګرهار بيا رغاونې ته پاملرنه وشي.
کرزي هم خلکو ته په خطاب کې وويل: د ملي حاکميت د ټينګښت لپاره د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ په تړاو نړيوال بايد کوټلي ګامونه پورته کړي…دغه ګامونه پورته شول ،په ميلونوډالره مرسته وشوه،خوکورنۍ اوبهرنۍ مافيا په ګډه،دکرزي په ناسم مديرت داټولې مرستې چورکړې…(نوربيا )