تاند – د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون رسنیو ته په ډاګه کړه چې یوازې د دې کمیسیون له مشر عبدالستار سعادت او ویاند نادر محسني سره خبرې وکړي او د هغوی خبرې د کمیسیون د رسمي خبرو استازیتوب کولی شي.

دا خبره د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وروسته تر دې وکړه چې د همدغه کمیسیون یوه کمشنر عزیزالله اریافر له رسنیو سره د ځینو قرنطین شویو راییو په ارتباط خبرې وکړې.

پر اریافر چې د جمعیت اسلامي غړی دی ځیني تور پورې کوي چې د مشخص کاندید ملاتړی دی. د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وویل چې د اریافر خبرې د هغه د شخصي نظر څرګندونه کوي او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون نظر نه منعکسوي.

باطلې شوې رایي:

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نژدې پنځوس په سلو کې ابتدایي نتیجو له اعلان یوه ورځ وروسته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لورې د یو شمیر مرکزونو او محلونو رایي باطلې اعلان شوې.

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وویل چې په ولایتونو کې په ټولیز ډول د ۶۳ رایي ورکولو د مرکزونو او د ۱۳ محلونو رایي د ولایتي کمیسیونونو د پریکړو له مخې باطلې شوې دي.

 ښاغلي محسني رسنیو ته د باطل شویو راییو ځایونه په نښه کړل او هغه یې داسې اعلان کړل:

« په پنجشیر کې د رایي ورکولو یو مرکز، په بامیان کې یو مرکز، په پکتیکا کې ۳۲ مرکزونه، په پکتیا کې ۳ مرکزونه، په خوست کې ۴ مرکزونه، په بدخشان کې ۳ مرکزونه، په تخار کې یوازې یو محل، په بلخه کې درې مرکزونه، په هرات کې ۱۶ مرکزونه او ۱۳ محلونه»

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وویل چې هر څوک شکایت لري هغه کولی شي چې استیناف طلبه شي. تر دې دمه د شکایتونو د کمیسیون په وینا په ۳۸ مواردو کې قضیه استیناف ته راجع شوې ده.

د یکشنې په ورځ چې کله نژدې پنځوس سلنه نتیجې اعلان شوې پکې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴۷ ٪ رایي واخیستې په ده پسې د اشرف غني احمدزي رایي ډيرې وې چې ۳۳ اعشاریه ۱۸٪ ته ورسیدې.

د دې نتیجو تر اعلان وروسته اشرف غني احمدزي په خبرې غونډه کې په کابل کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د پاکو او ناپاکو راییو له چڼلو وروسته پکار دی چې ملت له نتیجو خبر شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په وینا تر اوسه له ولایتونو دوی ۱۳۰۰ شکایتونه تر لاسه کړې دي چې په دې برخه کې پریکړې شوې دي.

د انتخاباتو کمیسیون مخکې ویلي و چې د لومړۍ درجې ۸۹۰ داسې رسمي او مستند شکایتونه شته چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر نتیجو تاثیر کولی شي.

په لوګر کې د ولسمشرۍ د یوه کاندید کمپاینر ووژل شو

د لوګر د والي ویاند وايي چې پرون په دغه ولایت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوه کاندید کمپاینر د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

دین محمد دروېش نن وویل چې د ولسمشرۍ د کاندید کمپاینر عصمت الله پرون ماسپښین په داسي حال کې چې کور ته روان و، د کور په مخکې ووېشتل شو.

عصمت الله، چې د جهاد په کلونو کې قومندان و، د عبدالرب رسول سیاف لپاره په لوګر ولایت کې هلې ځلې کولې.

د سیاف ویاند د عصمت الله وژل کېدا تایید کړه.

طالبانو ویلي چې دوی د عصمت الله په وژلو کې لاس نه لري.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ په دې پېښه کې لاس نه لرو، موږ عصمت الله ته په درنه سترګه کتل ځکه چې ښه سړی و.»

0 thoughts on “له رسنیو د انتخاباتي شکایتونوغوښتنه له یو شمیر قرنطین رايو وروسته”
  1. د هغو مرکزونو راْیې باطلې اعلان شوې چې اشرف غني ته پکې خلکو ډېرې رأ یې ورکړې دي ، اوس دا د خلکو خوښه ده چې د خپلو ور کړیو رأیو څه ډول دفاع کوي . .

  2. زه د طالبانو ویاند ذبیح الله جنایت کار خبرې ته حیران یم چې وایي عصمت الله ښه سړی وو. که څوک په ټاکنو کې رایي ورکوي هغه بد سړی دی او له هغه څخه ګوته پرې کیږي یا هم وژل کیږي او خو که څوک د یو کاندید لپاره بشپړ کمپاین پرمخ وړي هغه ته هیڅ هم نه ویل کیږي او هغه ښه سړی وي. دلته د دې جنایت کارو طالبانو عدالت معلومیږي څوک چې دوی پیژني هغه که هر څه وکړي ښه سړی دی او که یو مظلوم د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره ځان په ملي پولیسو او ملي اردو کې داخل کړي هغه وژنې ځکه چې هغه بد سړی دی او د دولت سړی دی.

    تو لعنت د ستاسو په عدالت او انصاف وي.

  3. سلامونه او نیکی هیلی
    دوستانو په هغه ولایتونو او هغه مرکزونو کی چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی رایی ډیری دی هغه رایی ناکاره او باطلی اعلان شوی دی که تاسی وګوری په پکتیکا کی د ۳۲ مرکزونو رایی ناکاره شوی چی دا ټولی رایی د ډاکټر صاحب اشرف غنی وی.او همدارنګه په پکتیا، خوست او داسی نورو ولایتونو کی په غزنی کی هم د ۳۱ مرکزونو رایی ناکاره اعلان شوی چی دا د پشتون میشتو سیمو رایی دی.

  4. داکتر صاحب اشرف غنی ته اوس پکار ده چی د خپل ملت د رایو پوښتنه وکړی ځکه ملت خپل حق د ډاکتر صاحب په مورد کی ادا کړ.او د طالیبانو پر مورد دومره ویلی شم چی دوی هم خاص پښتون قوم وژنی او ددوی په سیمو او منطقو کی وخشت خپروی دا ځکه چی په اصل کی شمالی ټلوالی د طالیبانو پر وینو یی لاسونه سره دی او هغوی که په دولت کی کار کوی او یا موسساتو کی کار کوی نو طالیبان هیڅ نه ورته وایی البته که په لاس هم ورشی خویوازی پښتون چی په جیب کی یی صرف کاغذ هم ووینی نو طالیبان یی وژنی چی ته خو چیرته وظیفه لری..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *