زبیر افغان
په دې اړه عمومي تاریخونه دا وايي چې د رسول الله عمر ۲۵ کاله وو او د خدیجې عمر ۴۰ کاله وو.(۱)
دا یادونه يې نه یوازې په کمزورو کتابونو کې راغلې ده بلکې هغه کتابونه چې په نړۍ والو سیالیو کې يې جائزې ګټلې دي هغو کې هم دې موضوع ته دقیق نه دي کتل شوي او پر عمومي روایاتو تللي دي.
ستونزه داده چې په څلويښت کلنۍ کې د یوې میرمنې دومره زیات اولادونه نه پيدا کېږي، د رحیق المختوم په همدې پاسنۍ حواله کې راغلي دي چې د رسول الله له دې شپږ اولاده پيدا شوي دي څلور يې لوڼې او دوه یې زامن وو.
تر رسول الله مخکې خدیجې له دوو نورو کسانو(ابو هاله بن زراره التمیمي تر ده وروسته بیا عتیق بن عابد المخزومي) سره هم واده کړی وو، له لومړي يې دوه زامن (هند او هاله) وو او له دویمه يې یوه لور(هند) وه.(2)
که د خدیجې عمر ۴۰ کاله ومنو نو د هغې شپږ اولاده له رسول الله په داسې حال کې پيدا شوي دي چې د وروستیو اولادونو مهال به يې عمر تر ۵۰ کلنۍ هم لوړ وو.
په طبیعي ډول د لوړ سن میرمنو دومره اولادونه نه کېږي، دا چې خدیجې له رسول الله شپږ اولاده راوړي دي، له دې مالومېږي چې عمر يې دومره لوړ نه وو.
بله مهمه نکته داده چې د دومره عمر پخه ښځه له یو ځوان سره د واده هیله هم نه لري، په دې عمر کې له لویه سره ښځې واده ته زړه نه ښه کوي، ځکه سیکسي میلان يې ختم شوی وي، د اولاد تمه يې کمه وي او نارینه هم په دې عمر کې ښځې نه کوي په خاص ډول لومړۍ میرمن، ځکه د هغوی په وړاندې د ژوند ډېر لوی سفر دی نو طبعا چې ځوانې ښځې غواړي هم د اولاد لپاره او هم د زیاتې ملګرتیا لپاره. خدیجه چې پر خپل ځان بسیا میرمن وه، نو طبیعي خبره ده چې په دومره لوړ عمر يې به يې واده ته زړه نه وای ښه کړی او نه ممکن رسول الله دا وړاندیز منلی وای.
د اهمیت وړ یو بل ټکی دادی چې تر رسول الله وړاندې نورو کسانو هم له هغې د واده غوښتنه کړې وه، د عربو د جاهلیت په هغه عیاشه زمانه کې طبعا یو چا نسبت پخې ښځې ته ځوانه خوښوله، دا چې نورو کسانو هم له دې سره د واده هیله درلوده، له دې ښکاري چې عمر يې هغې کچې ته نه وو رسېدلی چې نارینه يې له واده کولو مخ واړوي.
په دې اړه یوازې دا اټکلي خبرې هم نه دي، بلکې د سیرت او تاریخ له کتابونو به ځينې موثقې حوالې هم را واخلو چې زموږ د خبرې تایید کوي:
ابن عساکر(مړینه: ۵۷۱) په تاریخ کې دمشق کې د خدیجې او رسول الله د واده په بحث کې کاږي:
وهي أول امرأة تزوجها وهي يومئذ ابنة ثلاثين سنة.(۳)
ژباړه: دا لومړۍ میرمن ده چې هغه په نکاح کړه هغه مهال د دې عمر دیرش کاله وو.
په همدې بحث کې يې محقق لیکلي دي:
وروي عن ابن عباس أنها ابنة ثمان وعشرين
ژباړه: له ابن عباسه روایت شوی دی چې د دې عمر ۲۸ کاله وو.
حاکم په مستدرک(مړینه: ۴۰۵) کې روایت کړی دی:
وَكَانَ لَهَا يَوْمَ تَزَوَّجَهَا ثَمَانٌ وَعِشْرُونَ سَنَةً.
ژباړه: له رسول الله سره د واده مهال يې عمر اته ویشت(۲۸) کاله وو.(۴)
حاکم تر دې یو حدیث وروسته د هشام بن عروه پر حدیث تبصره کړې ده:
عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ قَالَ: «تُوُفِّيَتْ خَدِيجَةُ بِنْتُ خُوَيْلِدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا وَهِيَ ابْنَةُ خَمْسٍ وَسِتِّينَ سَنَةً» هَذَا قَوْلُ شَاذُّ، فَإِنَّ الَّذِي عِنْدِي أَنَّهَا لَمْ تَبْلُغْ سِتِّينَ سَنَةً “
ژباړه: هشام بن عروه ویل: خدیجه رض د مرګ مهال د ۶۵ کلو وه.حاکم وايي: دا قول شاذ دی، زه په دې اند یم چې دا بیخي ۶۰ کلنۍ ته نه ده رسېدلې.
بیهقي (مړینه: ۴۵۸) په دلایل النبوت کې کاږي:
ثُمَّ بَلَغَتْ خَدِيجَةُ خَمْسًا وَسِتِّينَ سَنَةً، وَيُقَالُ خَمْسِينَ سَنَةً وَهُوَ أَصَحُّ.
ژباړه: د خدیجې عمر ۶۵ کاله شو، د بل قول له مخې ۵۰ کاله شو او دا وروستی قول کره دی.(۵)
د تاریخي، سیرت او حدیثو له کتابونو پاسني اقوال هم دا په ګوته کوي چې د خدیجې عمر دومره جګ نه وو.
په دې اړه د تاریخ، سیرت او حدیثو په کتابونو کې خورا لوی اختلاف موجود دی، خو که تاریخي متونو ته د ځمکنیو واقعیتونو له اړخه نظر وکړو نو تر ۴۰ کلنۍ يې ۲۸ یا ۳۰ کلن عمر عقل ته د منلو وړ دی او تجربه هم دا وايي چې د ۴۰ کلن عمر ښځې نه واده ته میلان زیات لري او نه د دومره اولاد راوړلو توان پکې پاته وي. نو بناء د خدیجې رض عمر له رسول الله سره د واده مهال ۲۵، یا ۲۸ یا هم ۳۰ کاله وو.
سرچینې:
1ـ: د مبارکپوري الرحیق المختوم، المولد و اربعون عاما قبل النبوة، زواجه بخدیجة مخ: ۶۷، دار الوفاء مدینه منوره ۲۰۰۷.
۲ـ: پر سیرت ابن هشام د مصطفی السقا، ابراهیم ابیاري او عبد الحفیظ الشلبي په تحقیق کې د همدې یادونه شوې ده، د خروجه صلی الله علیه وسلم الشام في تجارة خدیجة… بحث(۱/۱۸۷) کې يې دویمه حاشیه ده. د مصطفی البابي الحلبي دویم چاپ: ۱۹۵۵م، دوه ټوکه.
۳ـ: د ابن عساکرتاريخ دمشق، السیرة النبوية، باب ذکر بنیه، وبناته و ازواجه: ۳/۱۹۱، د عمرو بن غرامه العمري تحقیق، د دار الفکر چاپ: ۱۹۹۵، ۸۰ ټوکه.
۴ـ: د حاکم مستدرک، کتاب معرفة الصحابه…ومنهم خدیجه بنت خویلد… ح: ۴۸۳۷، د دار الکتب العلمیه بیروت چاپ، لومړی چاپ: ۱۹۹۰، ۴ ټوکه.
۵ـ: د بیهقي دلائل النبوة، جماع ابواب صفة رسول الله، باب ماجاء في تزوج رسول الله بخدیجة: ۲/۷۰، د دوکتور عبد المعطي قلعجي تحقیق، دار الکتب العلمیه چاپ: ۱۹۸۸م، ۷ ټوکه.