رهبر چې نوی بريالی شوی وو ، دده د برياليتوب آوازه په ټول هېواد کې خوره وه له ټاکنو وروسته څو ورځې نه وو پته يې نه لګېده هغه وګړي چې ده ته يې رايه ورکړې وه اندېښمن ول .
رهبر په تلوېزيون راڅرګند شو ، له ولس يې مننه وکړه او د خپلو رايو د بريا مبارکي يې ورته وويله ، خپل احساسات يې ور سره شريک کړل .
رهبر خوښ ښکارېده خوله يې له خندا نه ورټولېده ، د ده په خندا کې د وطن د مينې څرک له ورايه په مستۍ وو ، د ده په خندا کې يو عالم رازونه ښکارېدل او هر راز يې له ځان سره د خوښۍ يو زيری درلود ، د رهبر په خندا کې احساس، مينه، عاطفه ، جذبه … او د يوه مقدس ازمون بريالۍ پايله لکه په نيمه شپه بله ډېوه له لرې ښکارېده .
مګر دوه تنه نور چې دواړه د همدې رهبر د باچا کېدو غوښتونکي او طرافدار ول ، مسک مسک کېدل ، ورو ورو يې خندا زور ونيوه دوی ويل چې ګويا د دويم مفکر خندا د خندا وړ ده نه ښايې چې وخاندي ځکه چې په خندا ښه نه ښکاري ، زه تعجب شوم دوی ولې لا تر اوسه د غني په اخلاص او تواضع نه پوهېږي افسوس مې وکړ ،همداسې مې ننداره کوله.
دوه ډوله خندا شته يوه يې هغسي وي چې د تلويزيون په ښېښه د رهبره خندا وه چې له زړه راوتله ، د رهبر په خندا کې د يوه آباد او سر لوړي افغانستان بلا رازونه پټ ول …
او بله هغه خندا وي چې د فکر او زړه له همغږۍ پرته اورېدل کېده په دې خندا کې تمسخر ، تحقير ، … له ورايه ګډا کوله.
له ځان سره مې وويل خدايه ګورم چې دلته ستا انسان خاندي څوک له خوښۍ او مننې خاندي ، زړونه يې خاندي ، بريا يې خندوي … او دا نور بيا د ده په خوښۍ او څېره کې د خندا نښې لټوي .
هغه چې مننه کوي او خاندي خندا يې څومره خوږه ده ، برعکس دا بل چې د خندا سره يې هماغه سې خوله نېولې او خاندي ولې يې خندا ترخه را باندې لګي ؟، ښايې همدا به مينه وي چې زه يې له خپل رهبر سره لرم .
پای
د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون
د چنګاښ پنځمه