تاند- په داسي حال کې چې له روسانو سره د پټو اړیکو په خاطر د دونالډ ټرمپ پر ادارې فشار په زیاتېدو دی او د دغه فشار په نتیجه کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه، ارواپوهان او ټولنپوهان وايي، ښاغلی ټرمپ له ذهني نظره د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره مناسب نه دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین له روسیې سره د تماسونو د څرنګوالي پر سر د فشارونو له ډېرېدو وروسته تېره شپه استعفا وکړه.
ویل شوي چې ده له روسیې سره د خپلو تماسونو په اړه د ولسمشر مرستیال مایک پنس او نورو چارواکو ته ناسم معلومات ورکړي وو.
ښاغلي پنس ویلي چې د واک لېږد په پړاو کې یې د روسیې له سفیر سره په ځلونو تماس نیولی او د خپلو خبرو په اړه یې مرستیال ولسمشر ته نیمګړي معلومات ورکړي دي.
انډیپندنټ ورځپاڼې نن په یوه راپور کې وویل، هغې ویبپاڼې، چې تر وروستیو پوري د دونالډ ټرمپ اوښي چلوله، ادعا کړې چې د امریکا د ملي استخباراتو ادارې له سپینې ماڼۍ خپل ځیني حساس استخباراتي معلومات ټول کړي دي.
ویبپاڼې ویلي چې د امریکا استخباراتي چارواکي له روسیې سره د دونالډ ټرمپ پر اړیکو اندېښمن دي. (تفصیل)
دا راپور وروسته له دې خپور شو چې ادعا وشوه مایکل فلین پر روسیې د بندیزونو د پای ته رسولو په اړه له یوه روسي دیپلومات سره خبرې کړي دي.
ادعا شوې چې فلین له روسي دیپلومات سره مخکې تر دې خبرې کړې وې چې ټرمپ رسماً واک ترلاسه کړي.
د ټرمپ د ذهني ستونزې ادعا
له یوه بل راپور سره سم، د امریکا د عقلي – عصبي روغتیا ۳۵ متخصصانو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په استولي لیک کې ویلي، د ښاغلي ټرمپ الفاظ او سلوک ښيي چې نوموړی د خواخوږۍ وړ دی.
ډاکترانو په خپل لیک کې ویلي چې دوی بالاخره پرېکړه وکړه چې باید په دې برخه کې چوپتیا پای ته ورسوي ځکه چې دا موضوع ډېره مهمه ده.
دوی دغه راز ویلي چې د ښاغلي ترمپ وینا او اعمال ښيي چې له خپل نظر سره متفاوته عقیده زغملی نه شي او ژر عکس العمل ښيي. (تفصیل په اندیپیندنت ورځپاڼه کې)