تاند- روسیه وايي چې د نړۍ ۶۷ هیوادونو ورڅخه د روانې جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې پوري د ۴۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس د راپور له مخې یوه روسي چارواکي ایګور سواستیانوف پرون/چهارشنبه/ په سن پیترزبورګ ښار کې د روسیې د سمندري وسلو په نړیوال نندارتون کې وویل چې «روس ابارون ایکسپورت» شرکت د سږکال د جنورۍ له لومړۍ څخه د مې تر میاشتې پوري د پنځه ملیارده او شپږ سوه ملیون ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات صادر کړي دي.

مېدوېدیف
مېدوېدیف

د دغه روسي چارواکي په وینا روسیې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د څه باندې ۹ ملیارد ډالرو وسلې صادرې کړي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله شل فیصده زیاتې دي.

ده وویل چې روس ابارون ایکسپورت شرکت حاضردمه له مختلفو هیوادونو سره د اتیا ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او مهماتو د صادراتو لپاره پر قرادادونو خبرې کوي.

روسیه په ۲۰۱۲ م کال له امریکا وروسته د نړۍ د وسلو دوهم ستر صادروونکی هیواد و.

د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د وسلو صادراتو ته زیات پام کړی او ویلي یې دي چې د وسلو صادراتو ته به لومړیتوب ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *