استاد ښکلی

هر نظام د خپل جوړښت له مخې له ادبياتو نه غوښتنې لري. که مستبد نظام وي، ازادپال ادبيات خپرېدو ته نه پرېږدي. که ملتپال رنګ پرې غالب وي، ناسيونالست ادبيات پالي او که مذهبي رنګ پرې غالب وي، له ادب نه مذهبي خبرې غواړي. که نظام دموکراتيک وي، داسې ادبيات غواړي، چې د فردي فکر له غوړېدو او د قوانينو له ټينګښت سره مرسته وکړي.

ادبيات په ټوله کې يو مثبت کار دى يا به داسې ووايو، چې ادب د مذهب غوندې په ماهيت کې ښه دى؛ خو استفاده کوونکي يې ښې يا بدې موخې درلوداى شي. له دواړو نه که سمه استفاده وشي، په ټولنه کې له مثبت بدلون سره مرسته کوي؛ خو که ناسمه استفاده ترې وشي، دواړه په زهر قاتل اوړي او فرهنګ د بډاينې او پرمختګ پرځاى پر شا بيايي.

په ادبياتو کې انتخاب دوه لوري کوي، يو مستقل افراد دي، چې د څېړونکي، ليکوال، مورخ، ژورناليست او په داسې نورو نومونو په ادبياتو کې د خپلې ټولنې په ګټه انتخاب کوي. ليکل پرې کوي، خپرونه پرې جوړوي او ګټورتيا يې ښيي.

بل لورى نظام دى، چې د تعليمي نظام، علمي مرکزونو، څېړنيزو غونډو او رسنيو له لارې غواړى، چې خپل فرهنګ ته لورى ورکړي. دا کار لومړى نظام د خپل وخت د شرايطو له مخې کوي. د هر وخت خپلې ستونزې او غوښتنې وي. نظام خپلې ستونزې ډلبندي کوي، بيا يې حل سنجوي او داسې د اوسنيو شرايطو غوښتنو ته ځواب وايي.

مثلا: زموږ  په اوسنيو لومړۍ درجه ستونزو کې افراطيت، تشدد، قومپالنه، سمتپالنه، اداري فساد، د فکر ډبرتيا(تحجر) او له ماشومانو او ښځو سره د منځنيو پېړيو د وختونو زيږ چلن راځي. همداسې دويمه او درېيمه درجه ستونزې هم دي، چې د اوسني ناورين په حاشيه کې موجودې دي.

نظام او روڼاندي مفکرين، څېړونکي، ليکوال، مورخان، ديني عالمان او نور چې کله دا ستونزې معلومې کړي، بيا په زاړه فرهنګ کې د دې ستونزو حللارې ګوري، هغه اړخونه يې راسپړي، چې دغه ستونزې هوارولاى شي. په دې توګه ديني عالمان د اجتهاد له لارې نوي تاويلات کوي. مورخ په تاريخي پېښو کې انتخاب کوي او زموږ د اوسنيو ستونزو حل پکې ګوري. ليکوال او څېړونکى په زړو ادبياتو کې غوراوى کوي او هغه ادبيات رامخې ته کوي، چې له موږ سره د ثبات په راوستو او د فرهنګي ډب په ماتولو کې مرسته کوي.

نظام د نصاب، علمي مرکزونو، رسنيو له لارې پلان جوړوي او  د سم نسل د روزلو لپاره په زاړه فرهنګ کې غوراوى کوي.

هره ستونزه پر وړاندې حل لري او نظام او هغه افراد -چې په ټولنيز بدلون کې نقش لوبولاى شي- په زاړه فرهنګ کې دا حللارې؛ مثلا: د افراطيت پر وړاندې اعتدال، د تشدد پر وړاندې عدم تشدد، د قومپالنې، قبيله پالنې او سمتپالنې پر وړاندې   ملتپالنه، د ادارې فساد پر وړاندې اداري اخلاق، د تحجر پر وړاندې بدلون منونکى ذهن او له ماشومانو او ښځو سره رغنده چلن لټوي.

پر دې بنسټ نظام او مورخان، ليکوال او نور په اسانه په دې پوهېږي، چې کوم مواد په نصاب کې داخل کړي، پر کومو موضوعاتو ليکل وکړي او د کومو موضوعاتو لپاره په رسنيو کې کار وکړي.

موږ چې ملتسازۍ ته اړتيا لرو، د قومپالنې په ننګه د ويل شويو شعرونو انتخاب مو ټپ نور هم ژوروي. همداسې مورخ که قومي جګړې رااخلي او يو پر بل بر ګڼي، د ملتسازۍ مخه نيسي.

په پخواني فرهنګ کې وهل د ښوونې روزنې مهم اړخ و. حميد وايي:

نازولى زويه نه اخلي ادب

او د سيورى نخل نه نيسي رطب

يا:

چېرته ډب هلته ادب

خو د تعليم اوسنۍ تيوري وايي، چې وهل له زده کړو نه د ماشوم زړه توروي؛ نو ماشوم ته که له بېلابېلو وسايلو او لارو چارو نه په استفاده درس دلچسپ کړ شي، د زده کړه پروسه ورسره بريالۍ شي. پر دې بنسټ د حميد پاسنى شعر که په نصاب کې شامل کړو يا ورته تبليغ وکړو، ځان ته زيان رسوو.

له ښځو سره د تبعيض په اړه هم که هغه متلونه لکه: ښځه يا د کور ده يا د ګور ده يا لکه خوشال چې ښځه مار ګڼي، چې که له کوره راووته، څوک به زيان ورورسوي او همداسې نور شعرونه او نثرونه اوس په نصاب کې شاملوو يا ورته تبليغ کوو، د نړيوال پرمختګ له هغه کاروانه مو پاتې کوي، چې ښځه يې په فرهنګي بدلون کې نقش لوبوي، ځکه لوستې ښځه که نه وي، نسلونه به مو همداسې متشدد، نالوستي او افراطيان وي. د معاصر وخت غوښتنه همدا ده، چې ښځه په ټولنيز بدلون کې لاس ولري.

د پخواني فرهنګ يو اصل دا و، چې خلکو عقيده درلوده، چې زموږ تېر نسلونه تر موږ ډېر هوښيار او ښه وو؛ نو فوکلوري او ليکنيو ادبياتو او د فرهنګ د نورو وسايلو په مټ دا تبليغ کېده، چې هغه کار مه کوه، چې نه دې پلار کړى وي، نه نيکه؛ خو اوس پوهېږو، چې بايد هغه کار وکړو، چې او پلار او نيکه مو نه وي کړى، چې له هغوى سره مو توپير وشي. تېرو نسلونو تر دې ځايه دا ټولنه راورسوله، اوس دا زموږ مسؤوليت دى، چې د دوى له لاس نه دا واګې واخلو او پرمخ يې بوځو کړو؛ ځکه نو د زاړه فرهنګ د ډبرين فکر تبليغ زموږ ناورين نور هم لويوي.

په معاصر وخت کې موږ کار او زيار ته اړتيا لرو، چې خپل هېواد د پرمختللو هېوادو سيال کړو؛ نو د اسلامى عرفان هغه اړخ چې خلک انزوا ته رابولي او ټول وخت ترې اخلي، يو اړخ ته ږدو. اوس لوږو ته د بشر هڅونه جرم ګڼل کېږي او دا هڅه کېږي، چې خلک په خېټو ماړه شي.

خو د اسلامى عرفان داسې اړخونه شته، چې له موږ سره د اوسني ناورين په رام کولو کې مرسته کوي او هغه د يو بل زغم او له قومي او مذهبي تعصبه نفرت او مينه ده. په عرفان کې د ګناهګار پرځاى له ګناه او د کافر پر ځاى له کفر نه کرکه کېږي. موږ اړ يو چې يو بل له فکري اختلافونو سره وزغمو او له رنګارنګو افکارو سره خپل فرهنګ بډايه او متنوع کړو.

هر فرهنګي فعاليت چې له خپلې تاريخي قرينې ووځي، بې مانا شي يا له نوي مهال سره نورې ماناوې پيدا کړي. هغه که مذهبي تاويل وي، که تاريخي پېښې او که ادبي پنځونې؛ نو که صالح او هوښيار نظام يا ديني عالم، مورخ او څېړونکي ته په لاس ورشي، له نويو شرايطو سره ترې د خپلې جغرافيې د بقا او پرمختګ لپاره استفاده وکړي او که ناسمو خلکو ته په لاس ورشي، د نسلونو د بربادۍ لپاره يې وکاروي.

له زاړه فرهنګ نه د استفادې لپاره د فرهنګ ټول اړخونه: فلسفه، تاريخ، ارواپوهنه، دين، ټولنپوهنه او ادبيات په شريکه د ټولنيز بدلون د راوستو هلې ځلې کوي. پر دې بنسټ يواځې له يوه اړخ نه د ټولنيز بدلون هيله کول سادګي ده. تر څو چې موږ ښه مورخ، ارواپوه، فيلسوف او ټولنپوه ونه لرو، ادبيات په يواځې ځان اغېزناک نقش نشي لوبولاى.

دا ټول چې سره لاسونه ورکړي، ټولنه متحرکه شي؛ خو دا بدلون تر هغه بدلون ورو وي، چې د ساينس په مټ راځي. ساينس له فزيکي نړۍ سره تړاو لري. ساينسي وسايل زموږ پر ذهن مستقيم اغېز نه لري. له کليو نه د راغليو ډېرو کورنيو د خوراک وسايل، لباس او کورونه ماډرن شوي، خو له فکري پلوه همغسې متحجر او بېوزلي دي، ځکه چې زموږ په فرهنګ کې داسې هڅې کمې کېږي، چې زموږ له فکر سره تړاو ولري. بل مثال يې د مدرسو دى. پر مدرسو نيوکه کېده، چې نصاب يې له اوسنيو شرايطو سره برابر نه دى. مدرسينو پکې کمپيوټرونه ولګول، ساينسي مضامين يې پکې شامل کړل؛ خو چې د ټولنيزو علومو اړوند مضامين لکه تاريخ، فلسفه، ارواپوهنه او نور پکې نه وو؛ له فکري پلوه همغسې پاتې شوې.

زموږ چلندونه زموږ د ارادو زېږنده وي او اراده د ذهن بالقوه فعاليت دى. اراده د فکر له مخې کېږي فکر راته وايي، چې څه وکړو، څه نه. ټولنيزې پوهنې زموږ فکر ته لورى ورکوي او هغې ټولنې ته چې د فکر له اړخه يې فرهنګ بډايه او د وګړيو چلن سم وي، مهذبه ټولنه وايي.

که پيسې پيدا کړو، په خپل فزيکي ژوند کې ډېر ژر بدلون راولو، تلويزيون اخلو، ليپاټ راوړو، موټر اخلو؛ خو د دې پرخلاف فکري بدلون ژر نه راځي. وخت غواړي، چې په ټولنيز شعور کې د ټولنيزو علومو په مټ بدلون احساس شي او که بيړه وشي، د ټولنې له اوسپنيز مقاوت سره مخېږي، لکه غازي امان الله خان او لکه د ثور کودتا چې ورسره مخ شول.

خو د نويو شرايطو لپاره په انتخاب کې بايد د ادبياتو احترام هېر نه کړو. ادبي ماهيت ته له پام پرته د خپلو بهرنيو موخو د ترلاسي لپاره د ادبي پنځونو انتخاب ادبيات بې مانا کوي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *