تاند- د افغانستان برښنا شرکت له پوروړیو څخه د برښنا د محصول د اخیستلو لپاره د ولسمشر غني په امر یوه باصلاحیته کمېټه جوړه شوه.
د افغانستان د برښنا شرکت په وینا په دې کمېټه کې د لویې څارنوالۍ، حج او اوقاف وزارت، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې استازي شامل دي او مشري یې د افغانستان برښنا شرکت په غاړه ده.
برښنا شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې هلې ځلې کوي چې پورونه ترلاسه کړي خو پوروړي، چې اکثره یې زورواکان دي، حاضر نه دي چې پورونه ورکړي.
د برښنا شرکت په وینا د وزیرانو شورا د دارالانشا د عمومي ریاست د پرېکړې پر اساس دې شرکت هڅه وکړه چې د پوروړیو مشترکانو نومونه افشا او برښنا یې پرچاو کړي خو له دې سره سره پوروړي حاضر نه شول چې پور ورکړي.
د افغانستان برښنا شرکت وايي چې زورواکان او د زورواکانو شرکتونه یې څه باندې ۱۰ ملیارده او ۶۰۰ ملیون افغانۍ پوروړي دي.
داځل که د برښنا شرکت پوروړیو خپل پور ادا نکړ:
د دوي نومونه افشا کړئ.
له هېواده باید ممنوع الخروج شي.
که پر دولتی دندې بوخت وي له معاش نه یې باید وضع شي.
د دوی ملکیت لیلام او د دولت پور ځینې واخیستل شي.
که فرضا بیا هم حاضر نه شول نو په بند او زندان د محکوم او د دوي ورثه د مکلفه شي چې د دوي دین ادا کړي.
په راتلوکې کې دا ډول خلک په دولتي دندو کې مقرر نکړل شي.
د ښاروالۍ ، ولایتي شورا ، ملي شورا او نورو انتخابي ارګانونو کې د کاندیدېدو او انتخاب او نورو ته د رایې ورکولو له حق نه محروم کړل شي.
د پور له ادا کولو علاوه باید د دولت جریمه او نور مصارفات چې پردوي شوي وي هم واخیستل شي.
سر له همدا اوسه د دوي د برښنا لین قطع او نور له دې نعمته ګټه ونه کړي.
نور جزایی مقررات هم د دوی پرضد د نور د عبرت لپاره وضع کړل شي.
تاسې او خدای همدغه تش په نوم حکومت له وسله والو مخالفینو غواړي چې داسې حکومت ته تسلیم شي چې د برق محصول نه شي اخیستلی ۵۰ ملکونو وسله وال ورسره ۳۵۰۰۰۰ عسکر ۶ میلیارده ډالر هم غرقوي، ولا بیلا چې ټالیب به خر وي چې د نړۍ دی شرم ته تسلیم شي، دی حکومت باید د شرم ضد تابلیتونه خوړلي وي