تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د زیمبابوې له ټیم سره څلورمه یو ورځیني نړیواله مسابقه کې مخامخ کېږي.

په تېرو درو مسابقوړ کې دوې کوربه هیواد زیمبابوې او یوه افغانستان ګټلې ده.

دا دوهم ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړۍ د کرکټ لومړی درجه ټیمونو ته ماتې ورکوي.

تر دې مخکې یې په اسیايي اتلولیو کې بنګله دېش مات کړی و.

د چهارشنبې په ورځ افغانستان زیمبابوې ته په دوو ویکټونو ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس نور محمد مراد د دې بري په اړه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دې بري د روژې په مبارکه میاشت کې د دوی خوښي لا زیاته کړه.

ده وویل چې باور یې کېده چې دا مسابقه به وګټي.

ښاغلي مراد وویل چې په نننۍ مسابقه کې به د افغانستان د ټیم په ترکیب کې زیات بدلون رانه وستل شي خو د شاهپور ځدراڼ په ځای به ښايي ګلبدین نایب یا میرویس اشرف ولوبول شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پر له پسې بریالیتوبونو او اتلولیو په افغانستان کې له کرکټ سره د خلکو مینه زیاته کړې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د تېر کال په جون کې د افغانستان د کرکټ ټیم د اسوشیتید مقام ورکړ چې تر بشپړ غړیتوب یوه درجه ټیټ دی.

په ټوله نړۍ کې یوازې ۱۰ ټیمونه بشپړ غړیتوب لري.

افغانستان سږ کال په اسیايي اتلولیو کې ګډون وکړ. په دې مسابقو کې افغانستان د نړۍ له لومړی درجه ټیمونو سره مخامخ شو او بنګله دېش ته یې په ۳۴ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان به راتلونکی کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې، چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې کېږي، ګډون وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان ټیم په نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو کې برخه اخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس نور محمد مراد وايي، د چهارشنبې په ورځ د زیمبابوې په وړاندې د افغانستان بري وښودله چې افغانستان د د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو ته تیار دی.

ښاغلی مراد وايي چې د زیمبابوې په وړاندې په سیالیو کې یې ځیني نوي لوبغاړي میدان ته وایستل او هغوی خورا ښه لوبه وکړه چې دا د دوی لپاره تر ټولو مثبته خبره ده.

مراد هیله څرګنده کړه چې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب درلودونکي هیوادونه به د افغانستان ټیم ته د یوه جدي سیال په سترګه وګوري او له افغانستان سره به زیاتې سیالۍ وکړي.

ده دا هم وویل چې د افغانستان ټیم په نړۍ کې زیات مینه وال لري او د راتلونکي کال په نړیوالو اتلولیو کې به یې نړیوال د استرالیا او نیوزیلنډ په میدانونو کې هم وویني.

One thought on “له زیمبابوې سره په نننۍ مسابقه کې به شاهپور ځدراڼ نه وي”
  1. دکرکټ په ملی ټیم ویاړو ، دګران هیواد بیرغ یی په نړیوالو میدانونو کی اوچت ساتلی الله پاک دی لانور توفیق هم ورکړی چی همیشه ویاړنی راوړی الله پاک دی له بدو سترګو ساتی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *