تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن پرېکړه وکړه چې د عبدالله عبدالله په وړاندیز او د ملګروملتو په تایید به د شپږ زره رایبکسونو بیا شمېرل او څېړل سر له سبا پیل کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې عبدالله عبدالله د درې زره صندوقونو د رایو د بیا تفتیش او شمېرلو غوښتنه کړې وه، ملګروملتو د ښاغلي عبدالله له دې غوښتنې سره په دې شرط موافقه وکړه چې همدومره صندوقونه به د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم په خوښه بیا کتل کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي نن دا شپږ زره صندوقونه له ګودامونو څخه راباسي څو د شنبې په ورځ د هغو رایې له سره وشمېرل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور هیله څرګنده کړه چې د دغو صندوقونو ځانګړی تفتیش به د رایو د تفتیش پر عمومي پروسې اغېز ونه کړي.

مخکې داسي اندېښنه پیدا شوې وه چې ممکن دا کار د رایو د تفیتش بهیر، چې څو څو ځلي ځنډېدلې، نوره هم وځنډوي او په خپل وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان نه شي.

0 thoughts on “له سبا څخه د ۶ زره۸ صندوقونو رایې په ځانګړي ډول ځېړل کېږي”
  1. د دری او شپږزرو صندوقونو تفتیش به هم د ټولو رایی پاڼو یوه برخه وی داچی ټول کتل کیږی نو د هغو ځانګړی تفتیش به څه معنی ولری . که دلته مقصد دا وی چی په همدی به اکتفا کوی ، هغه به بله خبر وی او که ټول کتل کیږی نو د دی صندوقونو کتل هم د ټولو صندوقونو د عمومی تفیش یوه برخه به وی. هسی وخت ضایع کول دی او که کومه درغلی پکی شوی وی یا پدی یوه میاشت کی اصلی بیرته او پرځای یی نور ډک شوی وی نو 3000×500 =1500000 یعنی یومیلیون او پنځه سوه رایی به کمی شی.

  2. This was kharzai anti pashtoons 13 years ideology who bring Saqavi minority to ARG give 80% power to their hand and isolated pashtoons by different way . Now these anti pashtoons Saqavis is our future establishment ?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *