«که نابغه هم نه وﺉ، د خپل نوښتګر ذهن د بوختونې لپاره د انشټاین او ارسطو په څېر نابغه ګانو له ستراتیژیو کار اخستلای شئ.»
پوهان وايي، هیڅ وخت د یوې چارې پر اسانه حل لارې فکر مه کوﺉ. لومړی له بل چا د تقلید لاره مه خپلوﺉ، لومړی خپل فکر په کار واچوﺉ، چې نوښت کولای شﺉ او که نه. ستونزو ته له یوه اړخه مه ګورﺉ، بلکې له بېلابېلو لارو یې وګورﺉ.
د کلیفورنیا پوهنتون یوه استاد د نړۍ پر ګڼو پوهانو له تجربې دې پایلې ته ورسېد، چې دغو پوهانو د سترو کارونو ترڅنګ ډېر بد کارونه هم کړي دي.
هغوی خپل هدف ته په رسېدو کې له ماتې ونه شرمېدل، ډېرې سختۍ او شرمنده ګۍ یې ګاللې، خو هدف ته پرې رسېدلي دي. ډېر لیکوالان شته، چې د کتاب په چاپ کې خورا احتیاط کوي.
احتیاط لازم دی، خو ډېر ځله د انسان د پرمختګ پر وړاندې خنډ هم جوړیږي. یوڅوک په ټولنیزو شبکو کې ډېر احتیاط کوي، هېڅ هم نه لیکي یا هېڅ شی نه لایکوي، هغه د ملګرو له بهیره لرې پاتې کیږي. یا یو څوک مقاله او کتاب لیکي، خو په سلو کسانو یې ګوري او سل خبرې په کې راوځي. هغه د جدي تغییراتو په پایله کې پر خپل فکر باور له لاسه ورکوي، خو یو څوک پر خپلو لیکنو باوري دی او د کتاب په چاپولو کې له جرات نه کار اخلي. ممکن دغه جراتمند کسان پر خپلو لومړنیو لیکنو اوس وشرمیږي، خو هغوی له همدې ځایه د پرمختګ پړاوونه طی کړي او نن یوه ښه ځای ته رسېدلي دي.
داوینچي په وچ زور د زنګ او په اوبو کې د پرېوتونکې تیږې ترمنځ اړیکه ټینګه کړه. دې چارې هغه په دې وپوهاوه، چې غږ د څپو په څېر حرکت کوي. نیلز بور په دې باور و، چې که تاسې څو متضاد توکي یوتر بله سره کیږدﺉ، پر خپل فکر به مو شک راشي او ذهن به مو یوه نوي څیز ته ورسیږي. یانې کله، چې منطق د تعلیق په حالت کې راځي، شونې ده، چې ستاسې ذهن ته یو نوی څیز راشي. ډېر کسان، چې په یوه کار کې ناکامیږي، ځان ته بل کار ګوري.
زموږ یوه نږدې ملګري په صرافۍ کې ماته وخوړه، دوکانداري یې پیل کړه، په هغې کې هم تاواني شو، وروسته یې بل کار ته لاس واچاوه، خو بالاخره، چې په ټولو کې ناکام شو تر اوسه هم په کور کرار ناست دی. له کسب او کاره فرار د ستونزې له حل نه تېښته کول دي.
په تېښتې سره سړی خپل ابتکاري فکر او د ستونزې حل دواړه له لاسه ورکوي. هوښیار او ځیرک کسان ماته د خپل راتلونکي بري لپاره د چانس په توګه کاروي.
تاسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه وکتله. افغانستان په کې ماته وخوړه، خو دغه ماته له بري کمه نه برېښي. دې ماتې افغان لوبغاړو ته دا جرات او روحیه ورکړه، چې پر ستونزې د تمرکز او مقاومت له لارې کولای شي، بالاخره بریالي هم شي. ماته خوړونکو ته پر ولې پوښتنه ډېر تمرکز نه دی په کار، ځکه په دې سره یوازې تاسې خپل تېر ارزوﺉ، خو که (څنګه او څه) پوښتنې ورسره مل کړﺉ، زه فکر کوم په راتلونکي فرصت کې به د ستونزې او ناکامۍ یوه واردمخه حل لاره موندل شوې وي. څنګه کولای شم بریالی شم؟ څه وکړم، چې دغه ستونزې بیا تکرار نه شي؟ او داسې نور.