د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د سروضي ولسوالۍ د ودانۍ د ځای د بدلون په موخه دغې ولسوالۍ ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز او د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس خانمیرحکیمي  یې ملیتا کوله:

د پکتیکا مرستیال والي د سروضې دغیرتي خلکو څخه مننه وکړه چې خپل اولادونه یې د خاورې او هیواد څخه د دفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته ورکړي او د خپلي ولسوالۍ امینت پخپله ساتي.

دغه راز مرستیال والي  د سروضې ولسوالۍ له ټولو ملکي او نظا مي ادارو څخه لیدنه وکړه، د ولسوالۍ  د ځای بدلون په اړه يې د دغې ولسوالۍ له مشرانو سره خبرې وکړې، فضلي وویل د ولسوالۍ د ودانۍ موقیعت باید داسې ځای کې وي چې ولسونه ورته اسانه ځانونه ورسولای شي، ښاغلي فضلي د ولسوالۍ لپاره د سروضي په کلي کې د امنیه قوماندانۍ لپاره نوي جوړه شوي ودانۍ ښه وبلله او له مشرانو یې غوښتنه وکړه چې د امنیت په تامین کې دي د سیمه ییزي ادارې سره همکاري وکړي.

مرستیال والي وویل دولتي ادارې ټولې د خلکو د خدمتونو لپاره جوړې شوې زموږ د دفترونو دروازې شپه او ورځ ستاسو پرمخ خلاصې دي او د ولس  هره غوښتنه په ورین تندي اورو، په ګډه به ورته د حل لارې چارې لټوو.

دسروضې مشرانو د پکتیکا له مرستیال ولي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه  په دې ورستیو څو میاشتو کې د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي ولسونه په خپل دولت باورې شوي او په هره برخه کې خپلې ستونزې په وخت ورسره شریکوي او د ولایتې ادارې له لورې یې ستونزو ته په وخت د حل لارې لټول کیږي.

د نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *