Braising
له غوړو او اوبو سره په کم اور د غوښې یا سبزۍ پخولو ته وایي. په انګرېزۍ کې سره کول بیا قورمه کول (Braising) له قورمه کولو (stewing) سره توپیر لري. قورمه کول (stewing) پرته له سره کولو په اوبو کې د غوښې یا سبزۍ ډوبولو او په کم اور پخولو ته وایي مګر (Braising) لمړی په غوړو کې سره کول او بیا کمو اوبو کې په کم اور پخولو ته وایي. همداسې یوازې سره کول (roasting) له پورته دواړو د پخولو له طریقو سره توپیر لري. که چېرې دیګ وړوکی وي او خواړه پکې کم وي نو (Braising) کلیمه ورته کاریږي او که چېرې د غوښې ټوټه ډېره لویه وي ځینې خلک د (pot-roasting) کلیمه ورته کاروي.