د پیښور په بخشي کې وو. دلته چیرې د بریښنا ستیشن و. هلکانو خپلو منځو کې کیسې کولې. یوه ویل: یره، دا بجلي ډیر خطرناک څیز دی. موږ په ټوور وابډا ته تللي وو. هلته کې سرې نښې وې، د یوه سټوډنټ ور پام نشو، ورغی او بیا هملته لکه څوک چې یې راکاږي، ځای په ځای شو.
سرې نښې د خطر علامه وي، چیرته چې دغه نښې وي، هلته څوک د نږدې ورتګ زړه نه کوي. تاسو به د ماین پاکۍ ډلې لیدلي وي، کومه ساحه کې چې ماینونه وي، هلته یې سره کاڼي ایښي وي او بیا که چا ته د پیل زړه هم ورکړې، له دې کاڼو نه اوړي.
دغو علامو او نښو تر ډیره د خطر کچه راټيټه کړې ده، که دغه علامې نه وي شاید ډیر کسان د ماین ښکار شي او که دغه علامې وي او څوک یې بابیزه وګڼي نو انجام به یې د پیښوري سټوډنټ ( محصل) شي چې وابډا( برق ستیشن) کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
هر هیواد او ولس سرې کرښې لري، هغو ته نه نږدې کیږي. نږدې کیدل یې خطرناک وي. نږدې کیدل یې انفجار را منځ ته کوي او انفجار له بربادۍ پرته بل څه نلري.
ملي یا مذهبي شخصیتونه هم د یوه ولس لپاره سرې کرښې وي، پر وطن او ولس میین خلک دغو کرښو ته په بد نیت له نږدې کیدلو او پر هغو له پښو ایښودلو ډډه کوي او همدې ډډه کولو کې د وطن او ولس خیر وي. دا د ولسونو د راټولیدو لپاره یوه چورلیزه نکته جوړوي او د ولس راټولیدلو کې حکمت وي.
موږ له کلونو راهیسې سرې کرښې نلرو، همدا علت دی چې لکه د شلیدلي لړ دانۍ خواره واره پراته یوو او چې څومره خواره واره یوو هغومره خوار او کمزوري یوو.
غازي امان الله خان هغه څوک دی چې په تاریخ کې یې ځانته ځانګړی باب پرانیستی. د هغه په ذکاوت، شهامت او حب وطن تاریخونه ګواه دي. علامه اقبال یې په تعریف او توصیف ژبه پولۍ کړې.
هغه زموږ لپاره سره کرښه ده، هغه ته په بد نیت نږدې کیدل له ټول ولس سره زیاتی دی، د هغه له بې شماره مینوالو سره زیاتی دی او له هیچا سره زیاتی نه وي په کار.
امان الله خان انسان و، انسان له تیروتنې خالي نه وي. ده هم تیروتنې کړي، خو د قضاوت پر مهال باید د هغه تیروتنې او ښیګڼې پرتله شي او بیا درنې پلې ته وکتل شي.
دغه شان د نورو ویښو او پر وطن میینو ولسونو مشرانو به هم تیروتنې لرلې، دا تیروتنې به ښې پریمانه وې خو چې خلکو ته یې خدمت کړی، وطن ته یې ترقي ورکړې نو خلک یې له تیروتنو تیر شويدي. هغه یې هیڅ نه یادوي او له هغه را تاوې سرې کرښې ورته دومره خطرناکه ښکاري چې هیڅوک ورته د نږدې کیدلو جرئت نکوي.
محمد علي جناح وګورئ، د خپل وطن د ازادۍ مبارز و. نن په دغه هیواد کې ټولو میشتو قومونو په یوه واحد رهبر منلی او له ډېرې مینې ورته ( قاید اعظم ) وايي.
مړو پسې خبرې ښې نه وي، جناح شاید اسلامي ارزښتونو ته دومره معتقد شخصیت نه و، خو د هغه وطن ټولې مذهبي او غیر مذهبي ډلې ورته پوره درناوی کوي. په هر کور او دفتر کې د هغه عکسونه دي او ټول ورته د هغه د زوکړې په ورځ د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوي.
خو، زموږ د ازادۍ مبارز بیا دومره طالع نلري. د هر چا چې څنګه زړه وي، هغسې یې یادوي. هیڅ دې ته نه ګوري چې امان الله خان پر دې وطن او ولس څومره احسانونه کړي.
څو کاله وړاندې د لطیف پدرام په نوم یوه تجزیه طلبي شخص، هغه ته سپکاوی وکړ. وې ښکنځه او چې کله د ولس له قهر سره مخ شو نو له خبرو منکر شو.
دا ځل بیا په یوه عام محضر کې امان الله خان تر بمبار لاندې راغی، داسې بمبار شو لکه یوازې همدی چې د بمبار مستحق و، لکه د دې وطن له ټولو ستر خاین، ظالم او د ولس په وینو ککړ لاسونه چې د همده وو. لکه اوس چې په ژوندیو کې هیڅ ظالم او د بمبار وړ سړی نه وي او لکه…
دې بمبار زړونه وخوځول، دې خوځیدا د خلکو ترمنځ واټن پیدا کړ. څوک د امان الله خان او څوک د هغه پر ضد ودریدل، یو غټ درز رامنځ ته شو او په دې انډوخر کې خبره د یو بل ښکنځلو او توهینولو ته ورسیده. چا امان الله خان وښکنځه او چا زموږ ټول علمای کرام.
د دې علت دا دی چې دلته سرې کرښې نه دي معلومې او که معلومې هم وي څوک نشته چې ساتنه یې وکړي. که داسې وای نو د پدرام ګوزار به وروستی ګوزار و.
په هر صورت، دلته باید په هره برخه کې سرې کرښې موجودې وي. هیڅوک باید له هغوی د عبور جرئت ونکړي او که چا سترګې پټې کړې باید قانوني چلند ور سره وشي.
که داسې ونشي، دا پاشلی ولس به لاپسې وپاشل شي او په دې پاشلو کې یوازې زموږ د وطن او ولس د دښمنانو خیر دی او بس.
محمد نعمان دوست
۱۳۹۴ مرغومي ۱۵مه
دا لیکنه په سرخط ورځپاڼه کې چاپ شوې ده.
ماشاالله زمونږ د زړونو خبری دی . الله مو راته ژوندی لره .
Doust Sahib,
Every time you work for Unity of Afghanistan,