خبرپاڼه

نيټه:  ۱۳۹۲-۰۵-۱۴

له سنگين ولسوالى څخه كجكي ته د جوړيدونكي سړك چارې په چټكى اولوړكيفيت پرمخ روانې دي

دا څرگندونې د دوشنبې په ورځ د هلمند والي الحاج محمد نعيم په لښكرگاه كې د يوې خبري غونډې پرمهال وكړې.

هغه وويل چې نوموړى سړك ددې ولايت د ناوې ولسوالى سړك ته ورته په لوړكيفيت جوړيږي چې له چاروڅخه يې وخت په وخت د ټولگټود ادارې لخوا څارنه كيږي اوكه په كومه سيمه كې په سړك كې نيمگړتيا وليدل شي سمد لاسه يې هغه نيمگړتياوې له منځه وړل كيږي.

د نوموړي په وينا چې په دې پروژه كې نه يوازې د سړك كيفت ته ډيره پاملرنه كيږي بلكې د لارې په اوږدوكې پولگوټواوپلونوته هم پاملرنه كيږي ترڅوپه راتلونكي كې له ستونزوسره لاس اوگريوان نه شي.

د هلمند والي وويل چې وسله وال هڅه كوي چې ددې سړك چارې له خنډونوسره مخ كړي خوپه سنگين كې د امنيتي ځواكونوپه هلوځلواوسرښندنوددې سړك چارې له خنډ اوځنډ سره نه دي مخ شوې اوپه عادي ډول پرمخ روانې دي.

هغه وويل چې د نوموړي سړك د چاروڅارنه نه يوازې د ټولگټود ادارې لخوا بلكې د بهرنيودوستانولخوا هم د يوې تخنيكي ډلې لخوا ترسره كيږي اونيمگړتياوې يې پخپل وخت په گوته اوله منځه وړل شوې دي.

One thought on “له سنګین څخه تر کجکي سړک جوړېږي”
  1. الله ج دی وکړی چی دا کا ر په بریا لیتوب سره تر سره سی.
    مننه
    نجیب ا لله
    د کجکی ولسوالی اوسیدونکی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *