خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۱۹

کندهار، افغانستان- له سوداګرۍ سره د بشري ځواک د نښلولو په موخه پراخه غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي چي نن سهار په اتاق تجارت کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د پوهنتون رئيس حضرت ميرتوتاخېل، د سوداګرۍ خوني رئيس نصرالله زهير، د USWDP موسسې مشر محمدظاهر جبارخېل، ملي سوداګرو او د پوهنتون يو شمېر محصلينو ګډون کړی وو.

USWDP موسسې ته د USAID له خوا فنډ ورکول کيږي چي په کندهار کي به د بشري ځواک د کارموندني په برخه کي کار کوي او د هغو کسانو د ظرفيت لوړولو په برخه کي به فعاليت کوي چي له لوړو زده کړو څخه فارغ وي. د USWDP د مسوولينو او د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خوني رياست تر منځ يوه توافقنامه هم لاسليک سوه.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي خوښي وښوده چي د کندهار د ځوانانو د ظرفيت لوړولو او له کاروبار سره د نښولو په برخه کي نوي او اغېزناک ګامونه اخيستل کيږي. ښاغلي شمسي وويل چي ولايت مقام به په دې برخه کي د يوه منظم پلان له مخي له کندهار پوهنتون او سوداګرو سره مرسته کوي، تر څو کار اهل کار ته وسپارل سي.

نوموړي وويل: هر کال له پوهنتون څخه په سلګونه ځوانان فارغيږي، خو اکثريت يې په بېلابېلو ادارو کي په دندو ګمارل کيږي. خو حکومت به تر دې وروسته له نړيوالي ټولني سره پر يوداسي مېکانيزم کار وکړي چي يو شمېر فارغ التحصيل به په خصوصي سکټور کي په دندو وګماري، تر څو سوداګري وده وکړي. زه ډېر ځکه خوشحاله يم چي په دې شکل به لوستو بې روزګاره کسانو ته د کاروبار او دندو زمينه برابره سي او حکومت به د دوی له انرژۍ او مسلکيتوب څخه استفاده وکړي.

نوموړي له ملي سوداګرو څخه وغوښتل چي د دا ډول اغېزناکو او ګټورو پروګرامونو ملاتړ وکړي او د ظرفيت جوړولو په برخه کي همکار پاته سي.

د USWDP موسسې مشر محمدظاهر جبارخېل وويل چي لوړو زده کړو وزارت او USAID داسي توافقنامې ته رسېدلي چي له مخي به يې د پوهنتون فارغينو ته په خصوصي سکټور کي د کار زمينه برابروي. جبارخيل وويل دوی د هيواد له لسو پوهنتونونو سره دا توافقنامه لاسليکوي چي يو يې کندهار پوهنتون دی او دا څلور کلنه پروژه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *