دوهمه برخه

له ذهني ژبې تر کاروني ژبې

ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرله غښتې ټولگه يا سېستم دی چې د هغو ارزښت د اړوندې ټولنې له خوا ټا کل شوی او د هماغې ټولنې د وگړو ترمنځ د وبله پوهاوي تړاو ټينگوي. .( سوسور۹،۱۳، ۱۴؛ ماريو پای۱۴۱. باطنی د چومسکي له مخې،۱۳۸۰:۱۵).

په دې ليدتوگه کې سوسور او چومسکي يوه خوله دي چې ژبه د يوه تړوني غږيز سېستم په توگه له آره هماغه نانگېروړه(مجرده) ذهني پرلغښتې ټولگه ده، په همدومره توپير چې سوسور يې د غږېدا يا وينا(parole)پر وړاندې (langue) بولي او چومسکي يې د مخبنايي يا بهرنۍ ژبې پر وړاندې بېخبنايي يا دننۍ ژبه.

خو تر منځ يې يوازې دا توپير ټيکاو نه لري چې سوسور ژبنی غږيز يوون(واحد)، ((نښه)) بولي او چومسکي يې ((سېمبول))، تر ټولو بنسټيز توپير داچې سوسور دواړې بڼې ((langue/ parole)) تر يوه غونډنوم((ژبې langage)) لاندې راولي، او چومسکي بهرنۍ يا مخبنايي ژبه د دننۍ يا بېخبنايي ژبې زېږنده راښيي.

د چومسکي له ليدتوگې سره سم دغه سېستم (ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور او نورو څخه د اورېدو او پېښو له لارې نا سيده اونااگاهانه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړوني، ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده   هر انسان خپله مورنۍ(لومړنۍ) ژبه له خپل انساني چاپېرياله زده کوي او يوازې په انسانانو پورې اړه لري.

د سوسور(۱۸-۲۱) د دې ليدتوگې له مخې چې د يوه ځانگړي سېستم په توگه را پېژندلې انساني ژبه دوبله پوهاوي اوخبراوي (مخابرې) په چار ودنده کې يو شمېر نورې وزلې وسيلې، د زړو پوځي(اورلمبې، هېندارې يا آينۀ برقی) رانيولې، تر بېلابېلو ليکني سېستمونو، تېلگرافي(مورز) ابېڅې، ترافيکي څراغونو، نغو تژبې (sign language او پژژبې (body language پورې) په نښپوهنه (semio- logy) کې راځي

نغوتژبه (sign language) او پژ ژبه (body language سره په خپلو منځوکې پوره توپير لري. دلومړۍ رغنده توکي (نغوتې اشارې) څه ناڅه تړوني ټاکلې او پر لغښتې بڼه لري او ددې بلې(پژژبې) دا،که څه هم له ورته پژني (بدني) خوځښتونو، لکه دلاس،گوتو،سر، سترگو،تندي، اوږو، خولې، شونډواو نورو هغو څخه گټه اخلي، خو کوم تړوني يا ټاکلې بڼه يې نه لري. هسې خو انسا نانو،ان د را پېژ ندلې (سېستماتيکې) ژبې تر رامنځته کولو،زرگونه زرگونه کاله پخوا دغه دواړه ډوله ((ژبې)) دخپلمنځي اړيکود ټينگولو لپاره پرکاراچولې چې هرگوره وارله مخه او راروسته هممهاله دژويو په پېښو له هسې جړوپړو چغو پغوهم کاراخېست په تېره دواټن د لرېوالي او تيارې له کبله.

نن سبا ژبه د(نښو) د سېستم پرځای د(سېمبولونو) سېستم ځکه بولي چې نښه يکې يو جاج يا مانا ښندي او سېمبول تر يوه جاج يا مانا څو جاجونه او ماناوې را نغښتلای شي. سوسور او رغښتي (سترکچرالېستي) پليوني يې د هر ژبني توک څو مانيزوالی(polysemy) او هممانيزوالی(synonymy) ردوي او زياتره پردې ټينگار لري چې خبره يو پريوده، نه يو توک، تريوې زياتې ماناوې ښندلای شي او نه څو توکه يوه مانا په گډه رانغښتلای شي.

داهم بايد وويل شي چې خبراويزو او پوهاويزو وزلو وسيلو نن سبا د اوريزو، وينيزو(ويدويي) رسنيو په بڼه د ړندو کڼو او نوروکمتوانو (معيوبونو او معلو لينو) لپاره لا پسې پراختيا او پرمختيا موندلې ده.

هرگوره، د دود له مخې دغو بېلابېلو اړيکيزو (ارتبا طي)، پوهاويزو اوخبراويزو اوزارو وسيلو ته کټ مټ، لکه د ژويو د هغو غوندې ژبه وايو،اوهمداراز هنر، په تېره موسيقي او ان پيسې هم(( نړيواله ژبه)) بولو،چې يوازې په اړ يکيزو وسيلو کې راځي، نه په پوهاويزواوخبراويزوهغوکې!

دا توپير ړومبی ځل د نوې ژبپوهنې د پلار په توگه هماغه سوېسي (فرديناند دې سوسور) د شلمې پېړۍ په لومړيوکې رابرسېره کړ او نيمه پېړۍ راروسته امريکا يي فيلسوف او ريا ضيپوه ژبپوهاند (نووم چومسکي) پکې هماغسې بشپړوالی اوکره والی راوړ، لکه مارکس چې دهېگل په دايلکتيک کې راوړ، په بله وينا، د هغه نسکور دا يلکتيک يې نېغ پر پښو ودراوه او تر هرڅه له مخه يې ((نښه)) پر سېمبول وروا ړوله.

سوسور(۱۸۵۷-۱۹۱۳) ژبه((langage)) پر دوو برخو يا بڼو ووېشله:((ذهني)) بڼه((langue))چې((ثابته)) او((فردي)) ده او وينايا غږېدا ((parole )) چې ((بې ټيکاوه)) او ((ټولنيزه)) ده (۱۶-۱۱). چومسکي(۱۹۲۸زوکړه) بيا تر هرڅه له مخه دواړې بڼې د ((يوې ژبې)) رغنده ټوکه(متشکله اجزأ) نه، بلکې((دويمه بڼه)) د ((لو مړۍ بڼې)) زېږنده وبلله.

پاسنيوجوړه نومونو ته چومسکي او پليونو د بېلابېلو گو ټپېرو (زاو يو) له مخې پراختيا ورکړه او په څو څو نومونو يا ستاينومونو يې ونومولې، لکه: دننۍ- دبا ندېنۍ، آره- څېر مه، بېخبنا يي- مخبنايي، پټتوانه- کړنتوانه (بالقوه- بالفعله)، توا نيزه- کړنيزه، ډېر توانه- کمتوانه يا نامحدوده- محدوده، ،نا نگېر وړه- نگېر وړه، ما نيزه- جو ليزه يا مجرده – صوري.( چومسکي-درزي۴۸- ۵۱؛ باطنی: ۱۳۸۵،۱۳۴-۱۴۲؛ يمين:۱۳۶۵، ۹۹-۱۰۰).

د سوسور په خبره يو ژبنۍ نښه يا پيلامه، لکه ليکپاڼه دوه سره نه بېلېدونکي مخونه لري، يو مخ يې غږيز يوون (واحد) يا ويی دی او بل يې منځپانگه يا مانا. ده پخپله لومړي ښووند (دال) Signifiant وباله او دويم ښوولی (مدلول)signifé     چې انگرېزي جوړه يېsignificant-significat راځي او جرمني هغه يې- Signifi

. Signifikat. – kant

ژبه د چومسکي() پر وړاندې له آره هماغه ده چې اړوند ويونکي يې په وړکينه کې له نورو څخه د پېښوله لارې نا اگاهانه زده کړې او دسېمبولونو(وييو، غونډو او غونډلو او بيايې دويو (قاعدو) د يوې پرلغښتې ټولگې((سېستم)) په توگه په خپل ذهن کې زېرمه کړې وي. نو همدغه سېستم يې چې ترڅوکاروني(عملي) ډگر(وينا، ليک) ته راوړی نه وي، يو نانگېروړ(نامحسوس) ذهني او مجرد شتون لري اوآره او رښتينې ژبه همداده.

ويناييزه يا کړنيزه، په نورو ټکو، جوليزه او نگېروړه(محسوسه) ژبه بيا د هماغې آرې ذهني ژبې زېږنده گرځي.

داچې کله کله ژبه په مجازي ډول له((اند)) سره هممانيزه کاروو، نااگاهانه يې له ذهن سره تړاو ورزبادوو. لکه چې وايو: زه اودی سره په ژبه نه پوهېږو، موږ سره يوه گډه ژبه نه لرو…

د سوسور دا خبره چې د دغو نښو د داړو اړخو(دال و مدلول) تر منځ تړاو(دلالت) تړوني (قراردادي) ، په بله وينا،   په هره ژبه کې د نښې يا سېمبول ارزښت يا مانا او چار د اړوندې ټولنې له خوا ټاکل شوی، او د اورېدونکي له گوټپېره intuition ورسره په څېرمه توگه مانيز او جو ليز بلون تداعي(association) رانغاړي، هغه هم را روسته رغښتوالو، په تېره د بلوم فيلد(باطنی هماغه ۸۵-۸۳) په مخکښۍ امر يکايي هغو دغه ((بلون)) او ((در ک)) چې سوسور څه ناڅه پاموړ باله، گړ سره له پامه وغورځاوه.

نور بيا…

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *