پوهاند دوکتور م.ا. زيار\پنځمه\ برخه

ژبنی پيلام(سېمبول)

داچې وايو، (انساني) ژبه د تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی او هر پيلام (علامت، سېمبول) يو څيز، پېښه يا ښکارنده نوموي، داپوښتنه رامخته کېږي چې سېمبول څه ته وا يي؟.

پيلام(سېمبول) په ټوليز ډول داسې راپېژندل کېږي:

هر هغه څه چې له ځان پرته د بل څيز ښکارندوی وي، پيلام بلل کېږي. د ساري په توگه کله چې وايو((سور رنگ د خطر پيلام دی))، نوموخه يې داچې دغه څيز (سور رنگ) له ځان پرته يو بل څيز((خطر)) ته نغوته کوي. که نه، د((سور رنگ)) آره او عادي مانا پوره څرگنده ده چې څه راز رنگ دی.

د بهرنۍ نړۍ له څيزونو، پېښو او پديدو، او همداراز زموږ د خپلې د ننۍ(( ذ هني)) نړۍ له بېلابېلو پيداوارونو(اندونو، واندونو، ولولو، خو ښيو، اندېښنو، دردونو، رنځونو،گرومو نو، ستونزو، کړاوونو، هيلو، نهيليو، غوښتنو، ارمانو نو…) يوخوا، او د ژبنيو پيلامونو او د دغو پيلا مو تر منځ تړاو(دلالت) د بېلا بېلو ټولنو له خوا په تړوني ډول بېلا بېل ټاکل کېږي.

لکه څنگه چې پاس ورته نغوته وشوه،که دغه پيلا مونه تړو ني نه وای او طبيعي وای، نو گردو ټولنو به گردو، يا لږ تر لږه د يو لړ ټوليز او هر چېرې پيدا کېدونکو نگېروړ طبيعي څېزونو،لکه ځمکې، اسمان،ستوريو، لمر،سپوږمۍ، هوا،اوبو، اور، خاورې، شگې، ډبرې، غره، باران، تالندې، برېښنا، ونې غنې، ژوي… لپاره هما غه يو راز پيلامونه يا نومونه کارول؛ پارنيز (هيجاني) چغې ياغږونه، لکه: ويې!،وآی!، اخ!،وخ!… اوانگينومونه (طبيعي نومونه): لکه: ژغ ژغ، شغ شغ، غرو غور، غر هار،کړنگ وکړونگ، درب ودروب، درزو دروز،کړس وکړوس …خو په هر ډول، بې له هغې هم بشپړ نږه، تړوني اوسېستماتيک ژبني سېمبولونه نه بلل کېږي.

لکه وار له مخه چې وويل شول، د ژبې ناپايوالی په دې کې نغښتی چې آره مجرده ژبه له کړنيزې اړتياسره سمه د زېږنده(جنراتيف) ځواک په مټ ناپايه غونډونه او ناپايه اوږدې او ناپای شمېر غونډلې رامنځته کولای شي. چومسکي دغه زېږنده ځواک له هماغو څو لنډ گنډو(محدودو) دويونو(قاعدو) زېږنده بللی چې موږ په کوشينه کې له لنډ گنډ شمېر وييونو، غونډونو او غونډلو سره په گډه خپلو مغزو ته سپارلې، کټ مټ لکه د(جمعې او ضرب) فارمولونه چې پر بنسټ يې له لسو ساده(0-9) شمېرو څخه ناپايه اوږدې شمېرې رغولای شو؛ يايې سره جمع کوو او لړۍ کوو او يايې سره ضربوو چې د(جمې) اسانه لياره ده، مانا داچې په زنځيري ډول يې خوا پر خوا سره لړۍ کول کوم بريد درلودای نه شي، لکه: ۱۱۱، ۱۱۲، ۱۲۲، ۳۲۱۱۳، ۸۶۳۵۲… يا نېټې۱۹۱۹ ، ۱۳۹۱، ۲۰۱۲ او داسې نور.

دغه شمېرې په شمېر پوهنه (رياضۍ) کې تړښتي(ترکيبي) شمېرې، يا شمېر تړنگونه(عددي ترکيبونه بللای شواو په ژبپوهنه کې يې شمېرنوميز تړنگونه، ځکه په پښوييزو(گرامري) توکو کې راځي او هغه هم په نومواله ډله کې د نوم، ستاينوم، نومځري(ضمير) تر څنگ څلورم نومډول گڼل کېږي او د نوماوړون (اسمي گردان) دويونه(قاعدې) پرې پلې کېږي.

هسې خو شمېرې له آره د ژبې مانيز توکي دي، يووستوي هغه يې خپلواک گړونه (مورفيمونه)، په بله وينا، وييونه دي. همدومره خبره ده چې ژبنۍ جولې يې آرې دي، لکه يو، دوه، درې… او شمېرپوهنې د کار اسانۍ لپاره پر سېمبولونو يا هند سي بڼو (۱، ۲، ۳…) اړولي، لومړنۍ ليک بڼې يې که د ژبنيو سېمبولونو، سېمبو لونه دي، نو هندسې بڼې يې د سېمبولونو د سېمبولونو سېمبولونه دي (پښويه: ۱۳۸۴، ۱۱۴-۱۱۳)

نو که خبره پر څو څو واره سېمبولايز شويو سېمبولونو شي، اوسنۍ الکترو نيکي- خبرتيايي تخنيکپوهه بيا له داسې ضريب خوړلو multiple ووړکړشويو ايکونونو او سېمبولونو سره چلېږي، چې د چاخبره سمندر په کوزه کې ځايوي.

په هره توگه د غږيزو سېمبولونو ټولگه چې د دود له مخې فني يا تخنيکي ژبه بولو له آروبنسټه زموږ له ټوليزې((انساني)) ژبې څخه سرچينه اخلي او سيده او ناسيده ورسره اړاو تړاو لري.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *