ټول په سولې پسې یوو، کور په کور او کلی په کلی د سولې پيغامونه او شعارونه ورکوو، خو بدبختانه متنازع اړخونه سوله سنګساروي، د ځان او ډلې لپاره یې د لعنت غاړکۍ او تلپاتې پيغور بولي.
ښايي دا سخت دریځه ډلې یې په دې نوم محکوموي چې سوله مونث نوم دی، په دې ټولنه کې خو له پخوا ښځه کنیزه، عاجزه بل او بل نوم لري او له څو ګوته په شمېر د دوی په اصطلاح سپین سترګو ځوانانو پرته هیڅ یو هم حاضر نه دی، چې د مشر او پلار په مخکې ووايي چې((هو زه یې کوم)) خېر دا هم زموږ د رهبرانو عادت دی چې ډیر کم یې د استخباراتو له دوربین په امان پاتې شوي خو تر کله به په واک وران یوو، تر کله به د نورو په اشاره د جومات او ښوونځي ترمنځ په جګړه بوخت اوسو او تر کله به په هر څه کې خپلې شخصي او تنظیمي ګټې پلټوو.
د افغان سولې خبرې په افواهاتو او اوازو ولاړې دي، تیره ورځ رسنیو رپورټونه خپاره کړل چې ګنې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر د سولې د خبرو واک خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور ته ورکړی.
له دې سره د سولې عالي شورا مرستیال او پخواني طالب چارواکي عبدالحکیم مجاهد رسنیو ته زنګ وکړ چې((که دا راپورنه سم وي چې ملا محمد عمر خپل واک او صلاحیتونه ملا اختر محمد منصور ته ورکړي وي؛ زه باور ولرم چې دا د سولې په خبرو کې تر ټولو مهم ګام دی او له دې معلومیږي چې د طالبانو اسلامي تحریک د افغانستان د بحران لپاره د سیاسي حل پلوي دی.))
د سولې عالي شورا د چارواکو ټولې څرګندونې دې ته ورته او د نورو د نظرونو د ځواب پرته بل څه نه دي.
اوس نو څوک ځواب ویلی شي چې د څو روپیو لپاره د طالبانو په نوم د ډلګیو له جوړولو پرته د دې ۷۲ کسیزې شورا پنځه کلنې لاسته راوړنې څه دي؟
په ولایتونو کې ۲۸ کمېټې چې ۲۲ـ ۲۵ تنو پورې په کې ډالري معاشونه اخلي څه لاسته راوړنې یې درلودې دي؟
ایا په دې شورا شوی په میلیونونه ډالره لګښت به د سولې عالي شورا دننه طالب مشرانو او دیني عالمانو ته روا وي؟
په هر صورت له دې شورا د رغون او د سولې په خبرو کې د پرمختګ تمه هغه وخت حرامه شوه چې مشر یې د جمیعت ګوند رهبر رباني چې د طالبانو پخوانۍ سرسخت رقیب و؛ وټاکل شو.
څو کاله وړاندې چې د سولې د خبرو اوازې تودې شوې د سولې عالي شورا غړي او د طالبانو د وخت د امرباالمعروف مشر مولوي قلم الدین د افغان نیوز په سټډیو کې راته وویل: چې د سولې خبرې ممکنې دي خو د سولې عالی شورا مشر برهان الدین رباني نه غواړي چې سوله رامنځ ته شي.
مولوي قلم الدین زیاته کړه: رباني صیب تل موږ نه د سولې د پرمختګ خبرې پټوي او هغه محرم لیکونه او اسناد چې د طالبانو لخوا په کې سولې ته هرکلۍ ښودل شوی له ځانه سره پټ ساتي،چې بیا څه موده وروسته رباني هم په خپله لار لاړ او پر ځای یې چهوټه رباني په میراثي څوکۍ کیناست.
ولسمشر اشرف غني هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر ظاهرا د سولې په برخه کې هلې ځلې په نیک پال نیسي خو اصلا دومره خوشبینه کیدل به ګټه ولري؟ په داسې حال کې چې د حکومت په رګ رګ کې بهرني استخبارت + وسله والې مخالفې ډلې خپلو اهدافو ته په کار کولو بوختې وي.
همدا اوس داسې کسان شته چې د دولت معاش خوري، تر بل هر چا زیات صلاحیت لري خو کار یې د نورو استخباراتو ته دی او یا هم له وسله والو مخالفینو سره خواخوږي لري چې ان ویل کیږي د خپل معاش فیصدي ورکوي.
ایا افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې په صورت کې د داعش په نوم دوهمه پروژه چې تمویل یې د طالبانو د تمویلوونکو مشرانولخوا دی هیره کړې؟ هغوی به د یوې نوې ډلې په توګه هېواد او هېوادوال له ستونزو سره مخ نه کړي؟
په داسې حالت کې چې سوله خوښي ډیر لږ او په هیڅ حساب دي، ولسمشر ته په کار ده چې د سولې عالي شورا په لغوه اعلانېدو سره د دې مهمو خبرو قیادت په خپل لاس کې ونیسي، سوله دې د هغه چا په لاس نه کوي چې تل یې په دې نوم یوازې امتیاز اخستی، د خپل منشور د یوې برخې په عملي کولو سره دې سوله د سنګسار پر ځای سینګار کړي.
ولسمشر باید په دې پوه شي چې له سولې پرته بله لاره نه لري خو کومه لاره چې اوس د سولې لپاره کارول کیږي ترکستان ته تللې او هیڅ درد ته به دوا نه شي.