تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: ولسمشر اشرف غني ته یوه نږدې سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د عبدالله عبدالله ډله په هر صورت له اشرف غني سره د یوې معاملې غوښتونکې ده، خو ولسمشر غني د عبدالله ټولو پلوي نړیوالو مشرانو ته انکار کړی چې ټاکنې يې په غوڅ اکثریت ګټلې دي او له ځان سره په کې هيڅ شریک نه مني.

د حکومت دغه سرچینه هم تاند ته ټینګار کوي چې د ټاکنو بحث پای ته رسېدلی دی او ولسمشر به د لوړې تر مراسمو وروسته لومړنی فرمان د اجرائیه ریاست د لغوه کولو په تړاو صادر کړي.

د سرچینې په حواله اوسنی اجرائیه ریاست به د ولسمشر د سلاکارانو په ګډ دفتر بدل کړای شي او د باندنیو چارو وزارت مخې ته د سلاکارانو دفتر به کومې بلې ادارې ته وسپارل شي.

سرچینه زیاتوي، اجرائیه ریاست په تېرو پنځو کلونو کې د مقرریو له لارې د پراخ قومي او مالي فساد سبب هم ګرځېدلی او حساب به ورسره وشي.

تر دې وړاندې تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي وو چې ټاکنیزه پروسه تمامه شوې او طبیعي ده چې د اجرائیه ریاست په نوم به نور څه پاتې نه شي.

دغه سرچینه د حالاتو د نزاکت له وجې خپل نوم پټ ساتي او وايي، د ولسمشر د کمپاین ځینو مشرانو هم پيسې حیف و میل کړې دي چې له راوزګارېدو سمدستي وروسته به له هغوی سره هم د ور رسېدلیو اسنادو په تړاو حساب وشي.
ټاکل شوې چې ولسمشر په یوه میاشت کې دننه دننه د لوړې مراسم ترسره کړي او نوی حکومت د سولې له اجنډا سره میدان ته کېوځي.

4 thoughts on “له سوګند وروسته به د غني لومړی کار د اجرائیه ریاست لغوه کول وي”
  1. اشرف غنی باید لومړی په بهرنی سیاست ترڅنګ په داخلی سیاست کی تغیرات راولی ځکه اوس خارجیان د داخلی کړیو په واسطه غواړی د نظام ستنی ولړځوی لکه په تیر پنځه کلن دوران د اشرف غنی کی ولیدل شو

    همدارنګه ولسمشر الکترونیکی تذکرو په ویش کی په ټولو ولایتونو کی سرعت ورکړی او هر هغه کارمند د دولت چی دا تذکری نلری له یو څه ضرب الاجل وروسته له دندی لیری کړی

    همدارنګه د ترافیکو او ګمرکاتو اداراتو کی تغیرات راولی او د معادنونو په استخراج کی جدی کار وکړی

    همدارنګه په هغو بندونو باندی دی جدی کار وکړی چی برښنا د تولید لوړ ظرفیت لری بیلګی په ډول شال بند چی ظرفیت ۷۹۸ میګاوات برشنا ظرفیت لری چی زیاتره اوبه یی پاکستان ته ځی

    همدارنګه د مهاجرو بیرته ستانه کولو یعنی ترڅو چی ټول افغان مهاجر له پاکستان رانشی نو موږ تل خپل افغان وروڼه د پنجاب په امر په مرمی ولی او تل لپاره ویشتل کیږو به

    همدارنګه هغه تجاران چی پاکستان کی پانګونه کړی په افغانستان کی دی ورته سهولت پیدا شی چی پدی سره به زیاتره افغان ولس ته کار زمینه هم برابره شی او فقره او بیکاری کچه به ټیټه شی

    د ښکته پښتنو باندی د ظلم په اړه نړیوالی ټولنی ته شکایت وشی ترڅو نړی پوه شی چی پنجاب په اصل کی ترهګر پوځیان لری چی سیمه او افغانستان ترینه په کرار نده

  2. نوري صیب د تل په شان ښایسته او معقول وړاندیزونه د تاند د تبصرو له لارې خپروي. زما وړاندیز د جمهوري ریاست اړونده ادارو ته پدې هکله دادی چې دغه وړیا مشورې او وړاندیزونه راټول ، هر اړخیز تحلیل او ارزیابي کړي . د ضرورت او لازم لیدلو په صورت کې مناسبه ګټه ترې واخیستل شي.
    افغانستان د عوایدو د زیاتېدو خورا ښې سرچینې لري چې یو څو یې ښاغلي نوري ذکر کړیدي.
    د برښنایې تذکیرو وېشل د ډېرو عوایدو د ښه مدرک نه علاوه زیاتې قانوني ، اقتصادي ، سیاسي او ملي ګټې هم لري. که امکان ولري د دغو تذکیرو د وېشلو لړۍ په خارج کې افغان مهاجرینو ته هم ورسېږي.
    د ترافیک او لویو لارو د قانون جدي عملي کول به له یوې خوا د ولس امنیت تآمین کړي او له بلې خوا د نظم او امن د راوستلو ترڅنګ به د تخلف کوونکو د جرایمو له لارې زیات عواید دولت ته ورسیږي.
    حضرت سهاک

  3. Mr Abdullah X 2 should go to India and live with his family and enjoy spending the dollars he received prior to Taliban bombing and Iranian government.

  4. مننه سهاک صیب
    په هیواد او ولس مو زړه درد کوی ځکه اوس وخت کی ولسمشر ترڅنګ او چار چاپیر داسی اشخاص را ټول شوی چی ملت آواز تر ولسمشره نه رسیږی باید هغه کسان چی په ولس یی په رښتیا زړه خوږیږی زما او نور هغو دوستانو تبصیری او نظرونه ریس جمهور ته ورسوی چی د هیواد ځان بساینی لپاره اړین دی

    ولسمشر له ټولو لومړی باید نړیواله او داخلی مافیا په وړاندی کوټلی ګامونه پورته کړی

    همدارنګه هغه کارونه ته لومړی توب ورکړی چی ولس ورته ضرورت لری لکه

    نرخ کنترول د هغو خوراکی توکیو چی ولس هره ورځ اخلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *