زموږ د هېواد روان کړکیچ ورځ تر بلې نوي اړخونه او نوي زاویې پیدا کوي، دلته هره ورځ حالات بدلیږي او د یوې ستونزې نه چې خلک ستړي شي، بله داسې ستونزه پیدا شي چې هغه پخوانۍ رانه هیره کړي، د امریکایانو د وتلو سره تمه کېده چې اوس به د جګړې لپاره د طالب منطق ختم شي، ځکه اوس اکثریت عملیات ملي وسله وال ځواکونه کوي، د طالب د منطق له ماتې سره داعش را پیدا شو، دا نو بیا بیخي بدل او نوی منطق دی، دغه نوی تهدید دا پلمه برابره کړه چې یو ځل بیا امریکایان افغانستان کې پښه ټینګه کړي او ووايي چې موږ خو هغه وخت ځو چې امنیت ټینګ شوی وي، دلته خو نورې بلاوې راغلې او که موږ لاړ شو دوی به دلته ځاله جوړه او زموږ هېوادونه به بیا ګواښي. له دې هر څه داسې ښکاري چې دلته هیڅ شی زموږ په واک کې نه دی، پردی جنګ دی او موږ ددغه پردي جنګ د سوخت لرګي يو چې باید په دې شخړه کې لولپه شو. بله خوا د نظام په دننه کې پخوانۍ مافیايي ډلې، سیاسي او استخباراتي ګروپونه فعال دي او هره ورځ خپله انرژي په دې مصروفوي چې د نظام او خلکو ترمنځ فاصله زیاته کړي، دوی د حکومتي اصلاحاتو او اجرااتو مخه نیسي، نوي وسله والې ډلې جوړوي، کله د مجاهد او کله د مقاومت په نوم سر راپورته کوي او هڅه کوي چې نظام له دننه خوانه تخریب او بیا په مجموع کې د خلکو تشویش زیات او جنګ ادامه پیدا کړي چې ددوی تجارت، څوکۍ او موقفونه خوندي شي.
اوس که راتلونکې ته نظر اچوو، تیرو تجربو ته په کتو کومه رڼايي نه لیدل کېږي، خو په همدغو تیارو کې موږ د رڼا داسې څرکونه پیدا کولی شو چې زړه پورې وتړو، او هغه دا خبره ده چې دلته د نړيوالو او د سیمې هېوادونو روان جنګي رقابت که چیرته په اقتصادي رقابت بدل شي نو موږ او دوی ټولو ته په ګټه دی.
اوس ټولو درک کړې ده، چې که افغانستان کې کشاله اوږدېږي، نو اور یې شاوخوا هېوادونو ته هم رسیږي. کیدای شي له همدغې ویرې دوی د افغانستان کشالي ته د حل لار ولټوي، دا لار بیا هم زموږ لپاره نه لټوي بلکې د ځان د خوندي کېدو لپاره به افغانستان کې امن غواړي، بس دغه یوه هیله پاتې ده.
په دې وروستیو کې طالبانو سره د سولې خبرې، د افغانستان په اړه د پاکستاني سیاستوالو مثبتې تبصرې او په مجموع کې د سیمې هېوادونو ویره هغه نښې نښاني دي چې دا هېوادونه دوه انتخابه لري، یا به یې جنګ تر لمنو رسیږي او دوی به هم زموږ په برخلیک اخته کېږي او یا به د خپل برخلیک د خوندي کېدا لپاره موږ ته هم لاس راکوي، چې دا هر څه ممکن په راتلونکو څلورو پنځو میاشتو کې څرګند شي چې حالات کومې خواته روان دي. په دې منځ کې موږ افغانان هم داسې نه یوو چې هیڅ نقش نه لرو، که موږ رښتیا هم سره متحد شو، دوست او دښمن وپيژنو، دغه هدف ته ژر رسیدلی شي.
اوس اوس چې د سولې تازه هلي ځلي شروع شوي دي، په هغې کې چین، امریکه او پاکستان مخامخ دخیل دي او تمه ده چې لږ تر لږه به طالبان سولې ته حاضر کړي، چې له دې سره تمه کېږي طالبان به د یو سیاسي قوت په توګه په رسمیت وپيژندل شي، وسله به په ځمکه کېږدي او د هېواد په روان سیاسي بهیر کې به ور ګډ شي. که څه هم په پاکستان او د سولې په خبرو هیڅ باور نشته، خو کله چې موږ په افغانستان کې د سولې د مخالفینو نظریات ګورو او اورو چې سخت ورخطا دي او د سولې په ضد سنګر یې نیولی دی او درګرده د سولې په ضد تبلیغات کوي او هڅه کوي د سولې بهیر د افغانستان د خرڅولو سره مقایسه کړي او په دې توګه د خلکو احساسات را وپاروي او بیا د سولې دا بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. نو هله د سړي زړه ته ولویږي چې دا غله او رهزن دومره ورخطا دي حتما به د سولې خبرو نتیجه ورکړې وي یا یې ورکوي. خو د بدمرغۍ ځای دا دی چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې لا هم د پراخ نفوذ نه برخمن دی او عملا یې له سیاسته لاس نه دی اخیستی او په نظام کې د خپلو افرادو په وسیله هره شیبه نظام ننګولی شي، کله چې د سولې خبرې پیل شي دی به راووځي او د سولې په بهیر کې به په یو نه یو ډول خنډ واقع کېږي.
همدا تیره ورځ یې وویل چې د سولې بهیر کې دې ایران او روسیه هم شریکه شي، دا په اصل کې د کرزي خپله خبره نه ده، د همدغه جنګ طلبو اړخونو او مافیا خبره ده چې د کرزي له خولې اوریدل کېږي، ځکه کرزی په دې توګه غواړي له اوسني حکومته غچ واخلي او بیا خلک ده ته مراجعه وکړي او له بلې خوا اوسنی حکومت که د سولې په برخه کې پرمختګ وکړي او رښتیا هم امن راشي نو دده په نظر به د حکومت محبوبیت زیات شي چې بیا ده او دده کورني تجارت او سیاست ته تاوان رسیږي، ورسره ټول جنګ سالاران څنډې ته کېږي، ځکه خو پخواني فاسد او جنګسالاران نن سبا ټول د کرزي په دسترخوان تاویږي را تاويږي.
لکه طالب چې نن سبا اوضاع خړه کړې ده، له دغې اوضاع نه په استفادې هر غل، هر تروریست او بله هره سازماني ترهګره ډله افغانستان کې فعالیت کوي او بیا دا هر څه د طالب په نوم تمامیږي، ځکه طالب د قانون دغه تشه رامنځته کړې او جنګ یې روان کړی او په دې منځ منځ کې نورې ډلې هم له موقع او دنظام له کمزورۍ استفاده کوي او خپلې خپلې برنامې په مخ وړي، دغسې د نظام په دننه کې کرزی او د هغه ټیم، په دې هڅه کې دی چې هره ورځ اوضاع خرابه وښيي او تر څنګ یې د حکومتي اصلاحاتو مخه ونیسي، یا هم د سولې په ضد موقف ونیسي، چې ددې هر څه ګټه بیرته پخوانیو جنګسالارانو او د سولې ضد حلقاتو ته رسیږي.
زموږ سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې ريښتني مدافعانو ته په کار ده، چې د افغانستان د روانې کشالې په اړه مثبت نظر ورکړي او دغه مشکلات دې خلکو ته په ډاګه کړي، چې سوله څومره مهمه ده او څوک د سولې مخالفت کوي او ولي يې کوي. څوک د اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د څه لپاره یې جوړوي، په دې د ولس پوهیدل ډېر ضرور دي، ځکه دې سره به ددغو سیاسي څيرو له مخې هغه نقابونه لري شي چې ظاهرا خلکو ته ځانونه خواخوږي ښيي، خو په پټه کې خپلې شخصي سیالۍ پالي.