د آسیا پراختیایي بانک د سیلاب ځپلو سیمو د بیا رغاونې له پاره د 56.6 میلیونو ډالرو مرسته وکړه

د افغانستان د مالیې وزارت او د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان د شمال په 15 ولایتونو کې د اوبه خور او کلیوالي سړکونو د بیارغاونې له پاره چې په دې وروستیو کې د سیلابونو له آمله سخت زیان موندلی ؤ، د 56.6 میلیونو ډالرو د بیړنیو مرستو تړون لاسلیک کړ. د وړیا مرستې دغه تړون د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال او په افغانستان د آسیا پراختیایي بانک د دفتر مسول ښاغلي هانس ولدرنگ ترمنځ لاسلیک شو.

د 56.6 میلیون ډالرو له جملې څخه 40 میلیون ډالره یې د آسیا د پراختیایي صندوق مرسته او پاتې 16.6 میلیون ډالره یې د بریتانیا د نړیوالې پراختیایي ادارې مرسته ده چې د اففانستان د بنسټیزو جوړښتونو د صندوق له لارې لګول کیږي.

ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په دې اړه داسې وویل: د اولو لګولو د سیستمونو بیارغول د خلکو د معیشت د ښه کولو او په کلیوالي سیمو کې د خلکو د مالي او غذایي خوندیتوب لپاره اړین بلل کیږي. هغه زیاته کړه: د اوبو لګولو ښه سیستمونه کولای شي کرنیز حاصلات زیات کړي، اقتصادي وده چټکه او د بیوزلۍ کچه راکمه کړي.

په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک رئیس ښاغلي دفتر مسول ښاغلي هانس ولدرنگ وايي: د دې پروژې په ترسره کیدو سره به له هغو خلکو سره چې په دې ورستیو کې د سیلابونو له امله د دوی کلیوالي جوړښتونه له منځه تللي دي، مرسته وشي ترڅو د دوی د اوبه خور سیستمونه بیا جوړ شي او مارکیټ ته د حاصلاتو د رسیدو له پاره ورته زمینه برابره شي.

د روان میلادي کال د اپریل څخه تر جون میاشتې پورې د افغانستان په شمال کې سخت بارانونه ووریدل چې په 27 ولایتونو کې یې نژدې 125000 خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ورواړول.

د آسیا پراختیایي بانک د ځینو ادارو په مشوره په څلورو ولایتونو کې د اوښتو زیانونو اندازه ولګوله چې نژدې 240 میلونه ډالره کیږي. دغه زیانونه د کورونو، کرنیزو جوړښتونو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې نژدې 70 سلنې ته رسیدلي دي.

په دغه مالي مرستې سره به د کلیو پراختیا او د انرژۍ او اوبو وزارتونو سره هم مرسته وشي چې د اوبو لګولو سیستمونه او د ځمکو د ساتنې له پاره استنادي دیوالونه ورغوي ترڅو د دوی تولیدات بیرته پيل شي. همدا راز د سړکونو او پلونو په جوړیدو سره به کلیوالي سیمې یو له بله سره ونښلول شي.

د آسیا پراختیایي بانک به د 16.6 میلیونو ډالرو بیړنیو مرستو مدیریت هم کوي چې د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق له خوا تمویلیږي. د افغانستان مالیې وزارت به د دې پروژې پلې کوونکي اداره وي.

د آسیا پرمختیایي بانک په 1966 میلادي کال کې تاسیس شوی دي، 67 غړي لري چې 48 یې له سیمې څخه دي او مرکزي دفتر یې په مانیلا کې دی. د اقتصادي ودې، د باثباته چاپیریال د برابرولو او د سیمې د یووالي له لارې په مرکزي آسیا او ارام سمندر سیمه کی د بې وزلۍ د کمولو له پاره کار کوي. د آسیا پراختیایي بانک په 2013 میلادي کال کې د 6.6 میلیاردو ډالرو ګډ تمویل په ګډون 21 میلیارده ډالر مرستې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *