اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د جی ۷+ ډلي له مهم شخصیت شانانا ګووماو سره د افغانستان پر سوله باندي وږغېدی

تاریخ: 4 جوزا 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ترکیې په استانبول کي د نړیوالي بشري سرمشریزي په څنډو کي د G7+ ډلي له مهم شخصیت شانانا ګووماو سره د افغانستان پر سوله او امنیت باندي هر اړخیز بحث وکړی.

نوموړي په ننۍ ناسته کي وویل، چي افغانستان په تیرو کلونو کي د پرمختګونو ترڅنګ لا هم د امنیت په ګډن له یو شمېر ستونزو سره مخ دی، چي باید ورته په مختلفو سطحو کي همکاري جلب سي.

اجرائیه رئیس د افغان حکومت د هغو هڅو په اړه، چي په تیرو کلونو کي یې د سولي په اړه کړي بحث وکړی او زیاته یې کړه، چي په دې لړۍ کي وروسته هڅه د همږغۍ د څلور اړخیز ګروپ ایجاد و.

هغه زیاته کړه، چي د همږغۍ څلور اړخیز ګروپ هم د هیلو سره سم د سولي لپاره نتیجه نه ده ورکړي، ولي افغان حکومت لا هم د سولي لپاره دروازه پرانستې پرې ایښي او دې هڅي ته به دوام ورکوي.

ډاکټر عبدالله د طالبانو د ترورستي ډلي د مشر ملا منصور د وژل کېدو په اړه وویل، چي دا به د سولي په پروسه کي یو نوی باب پرانیزي او هغو طالب قومندانانو ته، چي د سولي د خبرو لپاره لېوال دی، فرصت ورکوي، چي له دې پروسې سره یو ځای سي.

د G7+ ډلي مهم شخصیت شانانا ګووماو د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي وویل، چي سوله د افغانستان د خلکو اساسي حق دی او دوی د خلکو ددې مشروع حق په تحقق کي هر ډول مرستي ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه، چي جی۷+ به د افغانستان د سولي په پروسه کي د حکومت د هڅو د ملاتړ وکړي او د سیمي په کچه به له هغو هیوادونو او ادارو سره کار وکړي، چي په سوله کي اساسي رول لوبولای سي.

نوموړي په دې برخه کي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو او ګډ کار وړاندیز هم وکړی او په دې برخه کي یې له خپله اړخه هر راز همکارۍ لپاره چمتووالی وښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *